څانګېد سیمې هېوادونه عمان د بهرنیانو لپاره خوندي وپیژندل شو By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د عمان له هڅو څخه مننه چې د خپل سیلانیانو د خوندیتوب لپاره کوشش کوي. دغه شاهي هیواد په کال 2019 کې د کډوالو لپاره ترټولو خوندي هیواد وبلل شو. اکسپټ انسایدر 2019 د نړۍ په کچه په بهر کې د ژوند ترټولو لوی او خورا پراخه سروې ده، کوم چې په زرګونه جلا وطن خلک د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه برخه اخیستې. د 2019 د ژوند معیار په سروې کې 64 هیوادونه او سیمې شاملې وې، چې هر یو لږترلږه 75 ځواب ویونکي چمتو کړي وه. هیوادونه په شپږو کټګوریو کې قضاوت کیږي: خوندیتوب او امنیت، شخصي خوښۍ، د تفریح انتخابونه، روغتیا او هوساینه، ډیجیټلي ژوند، او سفر او ټرانسپورټ. هیوادونه په هره کټګورۍ کې له یو څخه تر اوو درجې پورې نمره اخلي. د سروې برخه اخیستونکو د امنیت او خوندیتوب لپاره عمان ته د نړۍ ترټولو غوره مقام ورکړ، جې د سنګاپور، سویتزرلنډ او جاپان په څیر د امنو ځایونو څخه مخکې شو. نورې وروستي نړېوالې سروې ګانو د دې هیواد د پولیسو ستاینه کړي ده. د 2019 د مې میاشتې د شمیرو په اساس چې د عمان د احصایې او معلوماتو ملي مرکز لخوا خپاره شوي دي، له 2 میلونو څخه ډیر کډوال په عمان کې ژوند کوي چې ډیری یې د هند، پاکستان، بنګله دیش، مراکش، اردن او فیلیپین کارګران دي. د خوندیتوب احساس سربیره، بهرنيان اکثرا د عمانیانو ملګرتیا چې د هېواد د مېلمه پالنې په کلتور باندې سنبال دی، یادوي. سره له دې چې په عمان کې د ژوند لګښت پدې وروستیو کې ډیر شوی، خو بیا هم د منځني ختیځ د هغو هیوادونو په سر کې راځي چې د ژوند خورا لږ لګښت لري. سرچینې: بي بي سي، ټایمز آف عمان، internations.org Facebook Twitter Share
Comments are closed.