عمان د باوري مینځګړي په حیث پیژندل کیږي
د انګلستان، انډونیزیا، هند او فلیپین حکومتونو لخوا غوښتنو ته په ځواب ورکولو سره، د عمان سلطنت د 2022 اپریل کې په یمن کې برمته شوي 14 بهرنیانو ازادولو کې مرسته وکړه.
دغه آزاد شوي خلکو کې اوه د هند اتباع، درې د برتانیه، یو د فلیپین، یو د انډونیزیا او یو د میانمار تبعه و. ځینې په جلا او یوازې حبس خونو کې ساتل شوي، ناوړه چلند ورسره شوی او د خپلوانو سره د لیدنو څخه یې مخنیوی شوی و.
د عمان خبري اژانس راپور ورکړ، “د سعودي عربستان سره د لازمي اسنادو صادرولو کې د مرستې لپاره د ارتباط وروسته، آزاد شوي خلک د صنعا څخه مسقط ته د عمان شاهي هوایی ځواک الوتکه کې ولیږدول شو.”
د برتانیه یو نیول شوی وګړی، لوک سیمنز د 2017 کال راهیسې د کوم تور یا محکمې پرته په غیرقانوني ډول توقیف کې ساتل کیده.
د انګلستان د بهرنیو، مشترک المنافع او پراختیایی چارو پخوانۍ وزیرې لیز ټروس اعلان وکړ، “زه د هغه د آزادیدو لپاره زموږ د عماني او سعودي ملګرو او زموږ د ټیم څخه مننه کوم.”
عمان اکثر د برمته افرادو مزاکراتو او د سیمې دیپلوماسي کې د مینځګړي رول لوبوي. د دې مینځګړیتوب یوازې سترو بحرانونو پورې محدود نه و لکه د ایران هستوي پراختیا او د خلیج همکارۍ شورا د غړي دولتونو ترمینځ شخړه، بلکه د کوچنۍ کچې بحرانونه هم پکې شامل و.
د مثال په توګه سلطنت د 2015 اګست کې د فرانسوي مرستندویه کارمندې ایزابیل پرایم چې څو میاشتې مخکې په صنعا کې تښتول شوې وه، آزادولو کې مهم رول لوبولی.
عمان په 2022 فبروري کې د حوثي ملیشه لخوا په مرګ محکوم شوي څلور یمني ژورنالستانو آزادولو لپاره هم د حوثیانو سره مزاکرات کړي و چې په اړه یې د یمن د معلوماتو، کلتور او د سیاحت وزیر معمر الایریاني وویل:
”حوثي ملیشه جبرآ د ژورنالستانو عبدالخالق عمران، توفیق المنصوري، حارث حمید، او اکرم الولیدي پټولو ته د اوه کلونو راهیسې دوام ورکوي، د توقیف سختو شرایطو کې او د حقونو او روغتیا پاملرنې څخه یې محروم کړي، او وروسته لدې چې هغوی بیلابیلې رواني او فزیکي شکنجې وګاللې، نو هغوی په جعلي تورونو کې په مرګ محکوم شو.” سرچینې: رویټرز، سي.این.این، Al Jazeera
Comments are closed.