عراق په نړیوال کنفرانس کې ملاتړ ترلاسه کوي
یونیپث کارکونکی
د مړ سمندرګي په ساحلونو کې موقعیت لرونکی د اردن د پاچا حسین بن طلال کنوینشن مرکز په 2022 دسمبر کې د همکارۍ او مشارکت لپاره د بغداد کنفرانس کوربه توب وکړ چې موخه یې د عراق ملاتړ او د سیمه ییز ثبات تقویت و.
د اردن، بحرین، متحده عربي اماراتو، مصر، سعودي عربستان، قطر، ترکیې، ایران، فرانسې، اروپایي اتحادیې او عراق څخه لوړ رتبه چارواکو په پنځه موضوعاتو باندې بحث وکړ: په عراق، لبنان، او سوریه کې وضعیت؛ د تروریزم سره مبارزه؛ د خوړو مصؤنیت؛ انرژي؛ او د ایران هستوي تړون.
په خپلې پرانیستي وینا کې د عراق لومړي وزیر محمد شعیه السوډاني د مینځني ختیځ هیوادونو ترمینځ د اړیکو پیاوړتیا اهمیت په ګوته کړ. السوډاني وویل، “موږ نن په امن کې دې امید سره راټول شوي یو چې په ټولو سطحو کې زموږ د هیوادونو ترمینځ ملګرتیاو هڅولو ته پداسې طریقه دوام ورکړو چې د ثبات، نیکمرغۍ او په سیمه کې د پراختیا بنسټ او اساس په ایښودلو کې مرسته وکړي”.
جلالتمآب د اردن پاچا عبدالله II الحسین د مینځني ختیځ امنیت ته د عراق د ثبات اهمیت باندې ټینګار وکړ، دا یې “د سیمې د امنیت یوې لازمي ستنې” په توګه یاد کړ. د پاچا د بیان په تایید سره، د اردن د بهرنیو چارو او بهرنیانو وزیر ایمن الصفدي دې غونډې ته د عراق ملاتړ لپاره د نوموړي د هیواد په واسطه د وروستیو هڅو د دوام په توګه وکتل.
الصفدي وویل، “نن ورځ زموږ راټولیدل زموږ ورور عراق سره د مصر عرب جمهوریت او د هاشمي شاهي اردن کلک ودریدو تایید او تصدیق دی او د دې امنیت، ثبات او حاکمیت هڅوي”. “لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ، عراق په تیر کې د داعش ډلو پروړاندې بې ساري تاریخي بریا ترلاسه کړې ده او په ثابت او څرګند ډول یې د بیارغونې عملیات پیل کړي دي.”
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د عراق حاکمیت ته په درناوي او د دې ثبات په تقویت کولو الزام باندې تاکید وکړ، هغه وویل: “عراق شاید په تیرو لسیزو کې د سیمه ییزې بې ثباتۍ یو له اصلي قربانیانو څخه دی.” د ورته کرښو سره یوځای، د سعودي بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان وویل، “شاهي عربستان د عراق پر خاوره باندې د هرډول تیري بشپړ ردول تاییدوي.”
عراق د کلونو بن بست وروسته پدې وروستیو کې یو مصلحتي حکومت جوړ کړ. واک ته له رسیدو وروسته، السوډانۍ د عراقیانو سره د فساد، تریاکو او تروریزم سره د مبارزې لپاره په خپلو کړو ژمنو پوره کولو باندې سخت ماموریت پیل کړ. په نورو ژمنو کې یې د دندو رامینځته کول، د لازمي عامه خدمتونو ښه کول او قومي شکایتونو ته رسیدنه شامل دي کوم چې د ټولنې ویشلو ګواښ کوي.
د لومړي وزیر د ژمنو پوره کولو په لړ کې، په کلونو کې د نشه ییزو توکو د دفع کولو ترټولو لوی عملیاتو کې، عراقي چارواکو د بغداد نهروان ولسوالۍ کې شاوخوا شپږ ټنه نشه ییز مواد وسوځول: کنبیز، کپتاګون ګولۍ او کوکین.
په 2022 نومبر کې، هیواد د عامه پیسو غلا کې لومړي مشکوک افراد ونیول چې د “پیړۍ غلا” په نوم پیژندل کیږي. د عراق د عامه فنډ تالان په اړه لومړي وزیر لوړه کړې “له هر چا به حساب اخلي د چا دخالت چې پکې ثابت شي هغه که سیاستوال وي یا هم د دولت چارواکي.” سرچینې: الحورا، سکای نیوز، دی ګارډین، یوټیوب
Comments are closed.