څانګېد سیمې هېوادونه عراق په شمال کې د داعش پاتې شوني له منځه وړي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د دیالا په ولایت کې د بعقوبه ښار ته نیږدې د کلیو څخه د داعش جنګیالیو د ایستلو لپاره د خلکو غوښتنو ته په ځواب کې عراقي امنیتي ځواکونه د 2019 په اګست میاشت کې په سیمه کې پر تروریستي پاتي شونو یو دفاعي برید ترسره کړ. لومړي وزیر عادل عبدالمحدي چې اعلی سر قوماندان هم دی، د داعش وړو ګروپونو د له مینځه وړلو لپاره چې نه یوازې په دیاله بلکې د نینوا ولایت په سیمو کې هم فعالیت کوي، د بریا عزم پر عملیاتو باندې شخصا نظارت وکړ. ځمکنیو ځواکونو کې د عراق اردو پنځمې او شلمې فرقې، کمانډو لوا، د ګډ عملیاتو قومانده، د دیاله پولیسو ریاست، فدرالي پولیس او د قومي تحرک ځواکونه شامل وو. د عراقي ځمکنیو سرتیرو سربیره د عراق اردو هوای چلند، د عراق هوایي ځواک او د ایتلافي ملګرو هوایی ځواکونو لکه متحده ایالات په تصفیه کې برخه اخیستې وه. په نینوا کې یوولس کلي تصفیه شوي، او د خوراکي توکو زیرمې، نیمه پوځي یونیفورمونه، ګرځنده تلیفونونه او بمونه ویجاړ شول. د داعش پر ضد عملیاتو کې د موصل په لویدیز کې د تیلو پایپ لاینونو څخه ساتنه او د نږدې غرونو لکه بادوش او اتشانه تصفیه کول هم شامل و. Facebook Twitter Share
Comments are closed.