څانګېد سیمې هېوادونه عراقیان د داعش پاتيشونې لمینځه وړي By Unipath On Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter د انبار ولایت او شاوخوا سیمو کې د 26000 مربع کیلومترو په اوږدوالي د عراقي ګډو عملیاتو قومانده د کال 2020 په فبروري کې د عراقي هیرو تر نوم لاندې عملیات په لاره واچول ترڅو د سوریې او اردن سره په ګډه پوله باندې داعش لمینځه یوړل شي. د کال 2020 د فبرورۍ په پای کې د ترهګرۍ ضد عراقي قطعات هم یو عملیات ترسره کړل چې له مخې یې د کرکوک په ولایت کې د داعش وسلوالو فعالیتونه خنثی او تروریستي مشرانو ونیول شول. د داعش ډلې نور تیښتیدونکي جنګیالي په دیاله، نینوا او صلاح الدین سیمو کې په جګړو کې وژل شوي دي. د عراقي هیرو د عملیاتو په لومړي پړاو کې نه یوازې د ترهګرۍ ضد اداره بلکې د اردو عادي قطعات، د عراق هوایي ځواک او د سرحدي ساتونکو قومنداني هم برخه درلوده. د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ مخکنی مرستیال قوماندان، جنرال عبدالامیر رشید یارالله په یوه وینا کې وویل، “پروسه داسې ده چې د عراق، سوریې او اردن پولو سره د انبار ولایت او شاوخوا سیمې وپلټل شي او پاکې شي، د منځني فرات قوماندې او د بغداد عملیاتي قوماندې په مرسته د تروریزم پاتې شوني له مینځه یوړل شي، امنیت تامین او ثبات وده وکړي.” عراقي وسلوالو ځواکونو د کال 2017 په وروستیو کې د موصل د آزادولو اعلان وکړ چې په عراق کې د داعش وروستی مرکز و. په هرصورت، د داعش حجرو کوچني قطعات، او د دوی خواخوږي، په صحرا، غرونو او زیمناکه ځمکو کې پټولو ته دوام ورکوي. سرچینې: Azzaman.com ،al-ain.com Facebook Twitter Share
Comments are closed.