شکونه د داعش په اړه
ترهګره ډله نور نشي کولی ولایتونه ونیسي یا لوی عملیات ترسره کړي
د عراق تورن جنرال تحسین ابراهیم الخفاجي، د ګډ عملیاتو د قوماندې ویاند
اکثره خلک پوښتنه کوي چې ایا داعش یو ځل بیا دا وړتیا پیدا کړي چې لوی بریدونه ترسره کړي یا ځينې سیمې کنټرول کړي، او ایا دوی کولی شي په سیمه ایز او نړیوال امنیت باندې د فشار راوستلو وړ ترهګریز ځواک واوسي.
د روانو ګډوډیو، نفاق او ډله ییزو وژنو تګلاره چې د داعش مربوط تروریستي سازمانونو لخوا ترسره کیږي، نه به حاصل ولري او نه هم داسې پایلې ترلاسه کولی شي چې په عراق کې په ورته ځایونو کې دوامداره نفوذ وساتي.
ډیر دلایل شتون لري چې ولې داعش بیا دومره پیاوړی کیدلی نه شي لکه څنګه چې یو پخوا وو.
لومړی دا چې پر عراقي وګړو باندې یي خپل کنټرول له لاسه ورکړ، چې له هغه ځای څخه یې د ګمارنې تمه لرله، په ځانګړي توګه په ګڼ میشته سنې ښارونو کې. نور د ځوانانو، مشرانو، مخورو، د رسوخ خاوندانو او حتی تمویل کونکو تر منځ هیڅ ډول نفوذ یا ټولنیز شتون نلري. هغوی چې مخکې یي د دې ډلې څخه ملاتړ کاوه اوس ورڅخه ځانونه لري ساتي.
د داعش د نفوذ د ورکیدو دوهم دلیل په هغو سیمو کې ناسم مدیریت و چې یوځل یې تر ولکې لاندې نیولي و. په ښارونو کې د ژوند کیفیت په ښه کولو کې د دوی پاتې راتلل د دوی د نه منل کیدو لامل وګرځید.
دریم، داعش د جنسي جهاد له پلوه د ټولنې ضد چلند ترسره کړه، ماشومان چې د خلافت بچیان بلل کیده مجبور شول چې وژنې وکړي. او د بشری حقونو او اخلاقو په سرغړونې سره ښځې یې پیریدلې او پلورلې.
په پایله کې د عراقي ښارونو له آزادیدو وروسته، په هغو سیمو کې د داعش ملاتړ په چټکی سره کم شو چیرې چې د دغه ډلې لپاره د نسل ګیرۍ ځای په توګه پیژندل کیده.
په هغه وخت کې چې ځیني ښارونه لکه حدیثه، امرلي او نور د دې ډلو ټپلو سره په زړورتیا مقاومت کولو او جنګیدل، دغه ښارونو داعش ته د پام وړ ننګونې رامینځته کړې. د ویریدو او ډاراچونې پالیسې چې د ملکي وګړو پر وړاندې ترسره کیده، او د داعش لخوا د وحشیانه ډله ییزو وژنو سره سره، د دې ښارونو اوسیدونکو یوازې خپل مقاومت او مخالفت زیات کړل.
دا حقایق وړاندوینه کوي چې داعش د پخوا په څیر د عراق پر برخو د واکمن کیدو وړ نه دی. پرځای یې د دې سازمان پاتې شونې کړۍ هڅه کوي هر هغه څه ترسره کړي چې دوی یي توان لري او د هیواد امنیت ته زیان ورسوي، د پیسې ګټونکو ډلو لخوا یې ملاتړ کیږي ترڅو د قاچاق شوي خواړو او وسلو سره د دې ډلې بقا دوام ولري.
داعش د ډیرو دلایلو پر اساس خپل نفوذ ساتي. لکه د ژورې ریښې ایډیالوژی چې د خپل درې کلنۍ شتون په جریان کې یي کرلي دي، او همدارنګه هغه کړۍ چې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو فرصت ته انتظار باسي. کمپونه یې د افراطي افکارو د کښت او خپرولو مرکزونه پاتې شوي دي.
عراقي امنیتي ځواکونه مکلف دي چې دا ستونزې حل کړي. دوی د تروریستي سازمان د ډیری کوډونو په ماتولو کې بریالي شوي، پداسې حال کې چې د نړیوال ایتلاف په مرسته استخباراتي عملیات په علمي ډول پیل کړي، چې اوس هم د داعش پر وړاندې مبارزه کې خورا زیاته مرسته کوي.
که ترهګر پدې باور وي چې دوی کولی شي داعش په خپله زاړه بڼه له سره تنظیم کړي، نو دوی غلط شوي دي. اوس هرڅه توپیر لري، د هغو ننګونو چې هیواد ورسره مخ دی او د عراقي امنیتي ځواکونو د پرله پسې هڅو سربیره.
ژوندی دې وي زما هیواد، د ډیری تمدنونو خاوره، او ژوندي دې وي زما خلک د خپل روښانه تاریخ سره. له ټولو څخه د زړه له کومي قدرداني کوم او سلام ورته استوم، هغه کسانو ته چې د داعش پر ضد مبارزه کې برخه اخیستې ده. F
Comments are closed.