یونیپث کارکونکی
یونیپث: د اردن شاهي بحریه دندې شرح کړئ؟
ډګروال الجراح: شاهي بحري ځواک د اردن د وسله وال ځواکونو درې څانګو (ځمکه، هوا او بحر) څخه یوه ده او د ملي دفاع سیسټم د غبرګ رول په لوبولو سره بشپړوي – د بحري ځواک نظامي رول او د ساحلي ګارد تشکیلاتي او امنیتي رول. دا اصلي بحري ځواک ګڼل کیږي او د اردن د بحري امنیت اصلي مسؤلیت په غاړه لري، داسې یو ماموریت چې دا یې د یوشمیر دندو په لړ کې ترسره کوي. پدې کې د نفوذ او قاچاق مخنیوي لپاره د اردن د بحري پولو د ساتنې او محافظت لپاره ګزمې کول، د عصري تجهیزاتو سره د وړ او روزل شوي تفتیشي ټیمونو په واسطه پرمخ وړل کیدونکي بحري تفتیشونه، په سیمه ییزو اوبو کې د سرغړونو کشف او مخنیوی، د تصویب شوي قوانینو تطبیق او د بحري عملیاتو مرکز له لارې په عقبه کې د ملکي او نظامي تاسیساتو او حساس اهدافو څارنه شامل دي، علاوه لدې په سیمه ییزو اوبو کې د لټون او ژغورنې عملیات او د بحر د ککړتیا پر وړاندې محافظت چارې پرمخ وړي.
یونیپث: د اردن بحري ځواک په سور سمندرګي کې د بحري امنیت کومو ننګونو سره مخ کیږي؟
ډګروال الجراح: هغه ننګوونې چې د اردون بحري ځواک ورسره په سور سمندرګي کې د اردن د بحر امنیت ساتنې کاري چوکاټ کې مخ کیږي بیلابیل بڼې لري. پدې کې د غیردودیز څرنګوالي ننګوونې هم شامل دي، لکه تروریزم، کوم چې بیلابیل بڼې خپلوي لکه په کښتیو او بندر بریدونه همدارنګه سمندري غلاوې، چې د بار وړلو خوندیتوب ګواښي، او پدې وروستیو کې د کرونا ویروس بحران د بحري ټرانسپورټ عملیاتو باندې سیوری غوړولی دی. دې ننګونو څخه ځینې دودیز امنیتي اړخ لري، لکه نفوذ او د بحري پولو څخه راتیریدل او د قاچاق ټول ډولونه، پداسې حال کې چې ځینې ننګوونې ځانګړې دي، لکه بحري پیښې او ناورینونه، د کښتیو او بندر اورونه، د بحر ککړتیا او ضربتي عمل. د دې ننګونو په پام کې نیولو سره، د بحري امنیت تامینونکي ټولې ادارې باید خپله همغږي، بسیا او چمتو والی ډیر کړي.
یونیپث: ملګري هیوادونه د اردون بحري ځواک پراختیا کې څنګه مرسته کولی شي؟ کوم ډول کښتۍ او تجهیزاتو ته اړتیا ده؟
ډګروال الجراح: نړیوال او سیمه ییز مشارکت پرته لکه شک د ګډو کورسونو او تمرینونو له لارې د روزنې او مهارت ترلاسه کولو په برخه کې د اردن بحري ځواک وړتیاو پراخولو کې ستر رول لوبولی دی. هغوی همدارنګه د لازمي عالي ځانګړتیاو تجهیزاتو سره د سیمه ییزو اوبو څخه بهر د عملیاتو وړتیا لرونکي کښتیو د شتون په برخه کې د اردن بحري ځواک اړتیاوې پوره کړي دي، کوم چې د چټک غبرګون وړتیا ښه کولو او د بیړني غبرګون وخت راکمولو ظرفیت لري. هیره دې نه وي چې دې د 77ام بحري کنډک وړتیاوې پراخې کړي دي چې کولی شي خپلې دندې ترسره کړي. پدې ساحه کې د اردن بحري ځواک، د متحده آیالاتو بحري ځواک او د متحده آیالاتو بحري قل اردو ترمینځ نږدې همکاري د یادونې وړ ده.
یونیپث: آیا د عقبه خلیج سره پوله لرونکي هیوادونو ترمینځ امنیتي همکاري شتون لري؟
ډګروال الجراح: ښکاره ده چې د اردن بحري امنیت ساتلو دنده د عقبه خلیج سره پوله لرونکي هیوادونو سره د لوړې کچې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. دا د نړیوال بار وړلو لیکو لپاره د اردن یوازینی بحري بندر دی او البته چې دلته د ارتباطي افسرانو او دوره ای امنیتي ناستو له لارې د دې هیوادونو ترمینځ امنیتي همکاري جریان لري. دا همغږي او همکاري د بحري تمریناتو په بڼه د دې هیوادونو کې ترسره کیږي.
یونیپث: ګډ سیمه ییز او نړیوال بحري تمرینونه څومره مهم دي؟
ډګروال الجراح: د دوه اړخیز او څو اړخیز بحري تمرینونو ترسره کول د بحري ځواکونو ترمینځ د اړینې کچې همکارۍ او همغږۍ ترلاسه کولو کې مهم رول لوبوي. دا پدې تمرینونو کې د دخیل ځواکونو اغیزمنتیا او وړتیا باندې مثبت اغیزه کوي. علاوه لدې، دا د ټولو اړخونو مهارت ترلاسه کولو او د مهارتونو تبادله کولو کې ونډه لري ترڅو دواړه په سیمه ییز او نړیواله کچه د بحري ځواکونو لخوا کارول کیدونکي طرحې او طرزالعملونه په لوړه اندازه متحد او یو ډول شي.
یونیپث: د ګډو بحري ځواکونو د برخې په توګه، اردن پدې ائتلاف کې د نورو 34 هیوادونو له ډلې د ځینو د تجربو څخه څنګه ګټه پورته کړې ده؟
ډګروال الجراح: په 2009 کال کې د ګډو بحري ځواکونو د تاسیس راهیسې، د اردن شاهي بحري ځواک یې فعال غړی دی. دې دخالت د اردن د بحري ځواک اغیزمن رول او مثالي انځور څرګند کړی دی، او پرته له شک د اردن بحري ځواک سطحې پراختیا کې د ائتلاف هیوادونو څخه د ګډون کونکو سره د مهارت او تجربې د تبادلې، د نړیوالو بحري ځواکونو د کار لارو چارو سره د ځان اشنا کولو، او د بحري عملیاتو مدیریت کولو کې د بیلابیل هیوادونو د تجربو په اړه د زده کړې له لارې ونډه درلودلې ده. دې کار په خپل وار سره د افسرانو، بریدملانو او د دخیل پرسونل معیارونو باندې مثبت اغیزه کړې، چې د همدې لپاره د اردن بحري ځواک ته د لوړ معیار روزنه، تخصص او مهارتونه وړاندې کیږي، او همدارنګه د نورو هیوادونو څخه د ګډون کونکو سره ملګرتیاوې جوړیږي او د ټولنیز او کلتوري پوهاوي موخې پکې ترلاسه کیږي.
یونیپث: د اردن شاهي بحري ځواک کومو تمرینونو کې ګډون کوي، او دا ګډون تاسې ته ولې مهم دی؟
ډګروال الجراح: د اردن بحري ځواک په درې سطحو کې په بیلابیل تمرینونو کې ښکیل کیږي: ځایی او ملي، سیمه ییز، او نړیوال. په ځایی سطح، بحري ځواک د خپلو واحدونو ترمینځ د انسجام او همکارۍ د ډیرولو لپاره د بحري قوماندې دننه داخلي تمرینونه په لاره اچوي. ځینې تمرینونه او بیلابیل سناریوګانې د نظامي او امنیتي خدمتونو او د بحري ځواک لاندې ځینې ملکي نهادونو په دخالت سره په ملي سطح ترسره کیږي. موخه د دې ګروپونو ترمینځ د همکارۍ او همغږۍ د ټاکلې کچې ترلاسه کول او د بحري ناورین د غبرګون وړتیاو ډیرول دي. په سیمه ییزه سطح، د اردن بحري ځواک په منظم ډول د عقبه خلیج سره پوله لرونکي هیوادونو سره یوځای بحري تمرینونو کې برخه اخلي. په هاشمي شاهي اردن کې د لیوال زمري او نامحدود مدافع په نوم تمرینونه، په مصر کې د روښانه ستوري تمرین او په سعودي عربستان کې د سرې څپې او خوندي ساحل تمرینونه ترسره شوي دي. په نړیواله سطح، د اردن بحري ځواک ډیر شمیر نړیوالو بحري تمرینونو کې د فعال ګډون کونکي یا د مشاهده کونکي په حیث تل موجود و. پدې کې هیڅ شک نشته چې د دې په څیر دوامداره دایمي حضور د اردن بحري ځواک پرسونل د وروستي بحري عملیاتي مدیریت تخنیکونو سره اشنا کوي، مهارتونه تبادله کوي او لدې لارې تجربه ترلاسه کوي.
یونیپث: د متحده آیالاتو بحري قل اردو ستاسې ځواکونو پراختیا کې څنګه مرسته کړې؟
ډګروال الجراح: د اردن بحري ځواک د 77ام بحري کنډک له لارې د متحده آیالاتو بحري ځواکونو سره ځانګړې اړیکې لري. دا مشارکت د څو کلونو په لړ کې پلي شوي د ګډ سمون پروګرام کې څرګند شوی او د دفاعي او یرغلیز عملیاتو، د داخلي امنیت عملیاتو لپاره د کنډک د چمتو والي او روزنې سطحې لوړولو کې، او همدارنګه د بحري ځواک ایس ډبلیو ای ټي او د کښتیو د تفتیش ټیمونو روزنه کې ونډه درلودلې. باید یادونه وکړم چې د متحده آیالاتو سره د دې مشارکت له لارې، 77ام بحري کنډک ته بیلابیل تجهیزات او پیچلي وسایل ورکړل شوي دي چې بحري پیاده (مرین) برخه کې کارول کیږي. د دې مشارکت اهمیت د جاري ګډو دندو او څو سطحو همغږۍ له لارې هم څرګند شوی دی. د اردن د بحري قوماندې په توګه، موږ د دواړه اړخونو د ګډو ګټو لپاره د دې مشارکت ساتنه او پراختیا غواړو.
یونیپث: د اردن بحري ځواک د اردن هیواد د اوبو خوندي کولو لپاره د نورو وسله وال ځواکونو او امنیتي نهادونو سره څنګه راشه درشه کوي؟
ډګروال الجراح: د اردن بحري امنیت یو ګډ مسؤلیت دی چې بیلابیل نظامي او امنیتي ادارو، حکومتي نهادونو او بحري فعالیتونو پورې اړوند چارواکو په غاړه دی. د همدې لپاره، د اردن بحري ځواک د اردن هیواد د اوبو د ساتنې موخې پوره کولو لپاره د بیلابیل ادارو سره د همکارۍ او همغږۍ اهمیت باندې پوهیږي. دا همکاري او همغږي د بحري عملیاتو مرکز سره د معلوماتو د تبادلې په واسطه ښودل شوې، کوم چې د خورا وروستي څارنیز سیسټمونو او پیچلي ارتباطي شبکو سره مجهز شوی دی، او د بحري ناورین غبرګون او د عقبه لپاره امنیتي پلانونه په دوامداره ډول تازه کوي. د امنیتي افسرانو او د متخصص ادارو سره هم جاري ارتباط موجود دی، او ګډ بحري تمرینونه په ځایی او ملي سطح ترسره کیږي او ټولې ممکن سناریوګانې د پوښښ لاندې لري، چې د ادارو ترمینځ همغږي ډیروي او د همغږۍ عالي معیار ته د دغو ادارو رسیدو کې ونډه لري.
یونیپث: مهرباني وکړئ د اردن د بحري او سمندري پرسونل لپاره د چمتو والي او روزنې په اړه وغږیږئ؟
ډګروال الجراح: د اردن بحري ځواک غړي، پشمول د افسران، بریدملان او پرسونل د سرتیرو لومړني نظامي شرایطو سره په لیکه کې د قوي وړتیا او روزنې پروګرام لري. پدې کې لومړنۍ روزنه، د وسلو روزنه، نښه ویشتل، لامبو، او د امنیت او پوهاوي روزنه شامل دي. دې پسې بیا بحري ځواک لپاره ځانګړې تخصصي بحري او تکنیکي روزنه ده چې بیلابیلو برخو پورې تړاو لري. علاوه لدې، دا پرسونل د اردن بحري او امنیتي ادارې انسټیټیوټونو کې د روزنې کورسونو کې برخه اخلي، او همدارنګه بحري ساینس کې تخصص لرونکي ملکي انسټیټیوټونو کې هم.
یونیپث: آیا افسران او بریدملان د شاهي اردن څخه دباندې هم روزنې کوي؟
ډګروال الجراح: د اردن بحري ځواک افسران او بریدملان په یو شمیر بهرني کورسونو کې هم ګډون کوي چې د ائتلافي او ملګري هیوادونو بحري روزنې انسټیټیوټونو کې په لاره اچول کیږي. پدې کې د بحري څانګو (بحري، سمندري انجینري، لامبوزن، بحري پیاده) لپاره بنسټیز او عالي کورسونه شامل دي، سربیره پردې د ژبې بیلابیل کورسونه، او د ټاکلې روزنې پایلې ترلاسه کولو لپاره د افسرانو او لوړرتبه مشرتابه لپاره روزنیز کورسونه هم دي، چې دا د دې رتبو مؤثریت او وړتیا ډیروي او د نورو د تجربو سره د هغوی اشنا کولو له لارې هغوی په مهارتونو او تخصص سمبالیږي.
یونیپث: آیا د اردن بحري ځواک د بحري ایکوسیسټم د ساتنې لپاره ماموریتونه ترسره کوي؟
ډګروال الجراح: د اردن د بحري ځواک یوه له تر ټولو مهمه دنده د بحري ایکوسیسټم محافظت دی. اردن د بحري چاپیریال ساتنې لپاره یو تخصصي تشکیل جوړ کړی دی، او پدې تړاو پایښت لرونکې همکاري او همغږي شتون لري ترڅو د بحري ایکوسیسټم د ساتنې پورې اړوند د دې ټولې سپارښتنې او د کب نیولو مقررات پلي شي. باید یادونه وکړم چې د اردن بحري ځواک کې موږ د کب نیولو صنعت نظارت کوو او د غیرقانوني کب نیولو میتودونه منع کوو.
Comments are closed.