سعودي عربستان د ایران له ملاتړه برخمنه تروریستي کړۍ لمنځه یوړه
د سعودي امنیتي ادارې په ایران کې د روزل شوو هغو تروریستانو د نیول کېدو اعلان وکړ چې په ټوپک، بمونو او ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو سمبال وو.
لس ترهګر چې درې یې د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو څخه روزنه ترلاسه کړې وه د 2020 په سپتمبر کې ونیول شول.
د سعودي عربستان د دولتي امنیت د ریاست ویاند وویل چې د 2017 په وروستیو کې د دغې تروریستي ډلې مشرانو په ایران کې د انقلابي ګارد په سیمو کې “د چاودیدونکو توکو د جوړولو د څرنګوالي په ګډون” پوځي او ساحوي روزنې ترلاسه کړې.
تروریستانو خپلې وسلې په دوو ځایونو کې ذخیر کړې وې: یو کور او یو پټی. د کشف شویو وسلو په منځ کې چاودیدونکي توکي د لمر ضد عینکو په شان او نورو هغو لمر ضد عینکو په شان جوړ شوي وو چې پر کمرو او د اورېدونکو وسایلو باندې سمبال وي.
د سعودي سیاسي کارپوه، ډاکټر احمد الشهری وویل، “نیول شوي توکي دا په ډاګه کوي چې ترهګر اوس مهال د وسلو او چاودیدونکو توکو په شان ترهګریزو بریدونو کې د شته کارېدونکو دودیزو تکتیکونو او میتودونو تر څنګ ډیرو پیچلو تاکتیکونو او تخنیکونو څخه کار اخلي.
د استخباراتي مالوماتو د راټولولو داسې تخنیکونه چې پر ځانګړو موخو د برید لپاره اړین دي د [اسلامي انقلابي ګارد قول اردو] او د هغه د ملیشهییزو ډلو، لکه په یمن کې حوثیانو کار دی.”
د 2019 په سپتمبر کې پر سعودي عربستان یو ویجاړوونکي برید کې پر ایران باندې تور هم ولګېد. بې پیلوټه الوتکو په ختیځ سعودي عربستان کې د سعودي ارامکو د تیلو د تصفیې پر تاسیساتو برید وکړ، چې د لوی اور لګیدنې لامل شو او په لنډ وخت کې یې د سعودي د تیلو تولید ظرفیت یې نیمایي کم کړ.
سرچینې: alarabiya.net
Comments are closed.