سرتيرو ته خپرونې
عمان د هیواد د عصري کولو پروګرام د یوې برخې په توګه د السومود راډیو په لاره واچوله
یونیپث کارکونکی
عمان د السومود راډیو په کار واچوله، چې په مینځني ختیځ کې دا دوهم هیواد دی چې د پوځي خدماتو غړو د اړتیاو سره سم نشراتي خپرونې کوي.
د دفاعي چارو لپاره د وزیر مرستیال، شهاب بن طارق السید د کال 2021 په جنوري میاشت کې د السومود د پرانیستو په مراسمو کې وویل “د الله په نوم او د هغه په برکت سره، موږ د سلطان وسله والو ځواکونو لپاره د السومود راډیو سټیشن پرانیزو، او الله بریا ورکونکی دی”.
عمان د اردن د وسله والو ځواکونو رهبري تعقیب کړه، کوم چې په کال 2010 کې هالا ایف ایم پوځي راډیو سټیشن پرانست. هالا راډیو د خپل مورال ورکونکو خپرونو سره د سرتیرو په منځ کې ډیر اوریدونکي پيدا کړي دي.
جلالتماب سلطان هیثم بن طارق وسله والو ځواکونو ته دعا وکړه چې د کال 2020 د دسمبر په 11 مه د عماني وسله والو ځواکونو د ورځې په ویاړ د السومود راډیو جوړه کړه. د عمان د پوځي اخلاقي لارښود ریاست له پلازمینې مسقط څخه څو کیلومتره وړاندې د المرتفیه پوځي قرارګاه له سټوډیوګانو څخه د السومود راډیو ورځني خپرونې اداره کوي.
د لومړي وزیر مرستیال سټوډیوګانو ته سفر وکړ، او د راډیو سټیشن د اهدافو، لید لوري، ملي ماموریت او راتلونکي پلانونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل. نوموړی دغه سټیشن یوه کړکۍ وبلله، چې د عمان د سیمه ایزو رسنیو عمومي هدف سرته رسوي. دا راډیو هڅه کوي چې د ملي ارمانونو په خدمت کې د رسنیزو پیغامونو معیار لوړ کړي.”
ډګر جنرال احمد بن حارث النباني وویل، په دغه شاهي هیواد کې السومود لومړی پوځي راډيو سټيشن دی. د برنامې پلي کول به سرتیرو ته اجازه ورکړي چې خپلې هیلې او نظریات څرګند کړي.
پوځي راډیو ګاني همداراز د معلوماتو د ګټورو زیرمو په توګه کار کوي تر څو خلک د امنیتی چارو څخه با خبره وساتي. د بیلګې په توګه د اردن هاله راډیو خلکو ته د کویډ- 19 وبا په جریان کې لارښوونې خپرې کړي.
د عمان دفاع وزارت د راډیو دغه پروژه د رسنیو، مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخو کې د عصري کولو پروګرام د یوې برخې په توګه پیل کړه. دا د عمان منظر 2040 په نوم د هیواد د راتلونکي سړک نقشې سره په تعامل کې طرحه شوی و. F
Comments are closed.