سترګې په پوله
د مرکزي آسیا ځواکونه د امنیتي ګواښونو په ګوته کولو لپاره بې پیلوټه فضایی وسایط کاروي
سلطنت بردیکیوا، یونیپث کارکونکی
په د 2021 اکتوبر، کرغیزستان د خپلو پولو خوندي کولو لپاره د ترکیه څخه نوی نظامي بې پیلوټه فضایی وسایط (یو.ای.وي) واخیستل. د بایرکتار بې پیلوټه فضایی وسایط په نظامي بې بیلوټه وسایطو کې د کرغیزستان لومړۍ ستره پانګوونه وه، چې په عام ډول د ډرون په نوم پیژندل کیږي، د پیلوټ یا سپرلیو پرته الوتنه کوي. یوازې یوه میاشت وروسته، د افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو ډیریدو په رڼا کې قزاقستان د خپلې اردو لپاره ورته بې پیلوټه فضایی وسایط ترلاسه کړل.
که څه هم ډرونونه په مرکزي آسیا کې نوي ندي، د وسله وال ځواکونو سره د بې پیلوټه فضایی وسایطو پراخه یوځای کیدل د ملي امنیت لپاره د بې پرسونل ټیکنالوژۍ د ګټو څرګندونه کوي. په 2019 کې په سعودي عربستان کې د تیلو پروسس کولو تاسیساتو باندې د ډرون بریدونو دا ویره ډیره کړې ده چې ورته بریدونه د غیر دولتي لوبغاړو په واسطه مرکزي آسیا هدف ګرځولی شي. سیمه ییز حکومتونه د خپلو کشفي او دفاعي مهامتو پراخوالي لپاره د ډرونونو ترلاسه کولو ته ډیر لیواله ښکاري.
نظامي بې پیلوټه فضایی وسایط
د 2016 راهیسې، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان اساسآ د څار او نظارت لپاره د لوړې درجې نظامي ډرونونه ترلاسه کړي دي. په قزاقستان کې دا په نظامي پریډ او تمرینونو کې لیدل شوي دي. قزاقستان د بې پیلوټه فضایی وسایطو درې ډولونه هم تولیدوي کوم چې د کرنې، د تیلو تولید او د جغرافیه ای سروی ګانو لپاره کارول کیږي. ترکمنستان د ترکي بایرکتار په شمول د نظامي ډرونونو ډیری ډولونه لري چې د بمونو د وړلو ظرفیت لري.
قرغیز ولسمشر صدر جباروف تاکید کړی دی چې پدې وروستیو کې د هغوی د ترکي نظامي ډرونو ترلاسه کول فقط د دفاع لپاره دي.
”په تیرو 30 کلونو کې موږ هیڅکله د هیڅ چا سره جګړه نده پیل کړې، زموږ په لاس کې وسلو په مرسته مو بهرنۍ خاوره نده نیولې. او دا به په راتلونکي کې هم پیښ نشي،” ولسمشر وویل.
پداسې حال کې چې ازبکستان د هرډول ډرون کارول محدود کړي دي، دې هیواد په 2016 کې خپل محدودیتونه سست کړي. د ازبکستان وسله وال ځواکونه د څار او نظارت لپاره دوه ډوله نظامي ډرونونه ګومارلي دي. که څه هم تاجکستان د خپل نظامي ډرونونو کارولو په اړه ډیر کم څه ښکاره کړي، دا د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو لخوا ډالۍ شوي بې پیلوټه فضایی وسایط په غرنیزه اراضي کې د لټون او ژغورنې ماموریتونو لپاره کارولي دي.
په امنیتي ټولبکس کې نوي وسایل
بې پیلوټه فضایی وسایط د مرکزي آسیا هیوادونو ته د کم نفوس لرونکي اراضي ګزمه کولو، د چاپیریال رغوونې پروژو پرمخ وړلو، د نشه ییز توکو د قاچاق سره مبارزې او د پولو په اوږدو کې د تروریستانو د حرکتونو مخنیوي لپاره د هغوی په هڅو کې ځانګړې مرسته وړاندې کوي.
یو له د مخ پرودې مهمو لارو څخه چې ډرونونه پکې کارول کیږي د یورانیم پخواني ککړو سایټونو کې د وړانګو د سطحو نظارت کول دي. د اتومي انرژۍ نړیواله اداره (آی.ای.اِي.ای) د قزاقستان، کرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان سره په فرغانه دره کې د یورانیمو د کان پخواني سایټونو پاکولو په برخه کې همکاري کوي.
د مرکزي آسیا یو له ترټولو ډیر نفوس لرونکې سیمه، فرغانه د پخواني غیرخوندي یورانیم کانونو او د ضایعاتو دفاع کولو څخه د وړانګو او درندو فلزاتو سره مخ ده. په سیمه کې دمخه موجود زلزلې او د ځمکو ښوویدل د ککړتیا خپریدو خطر ډیروي.
د ګاما وړانګې کشف کونکي وسایلو باندې سمبال ډرونونه د وړانکو فعالیت نظارت کولو لپاره ترټولو خوندي او خورا اغیزناک وسیله ګڼل کیږي، په ځانګړي توګه مشکل غرنیزه اراضي کې چې د زلزلو سره مخ وي. ډرونونه نه یوازې د انساني ککړتیا خطر کموي، بلکه عمومآ کولی شي په لاډیر مؤثریت سره ډیټا راټوله کړي.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پروژې لومړۍ مرحله کې په 2020 کې په مرکزي آسیا کې د یورانیم سایټونو نقشه کول شامل دي. بله مرحله به د هستوي ضایعاتو پاکولو لپاره د ډرون کارولو په اړه په سیمه کې د پرسونل روزل وي.
پداسې حال کې چې په سیمه کې د قانون تنفیذ ادارو اندیښنه څرګنده کړې ده چې د نشه ییز توکو قاچاقچیان هم کولی شي ډرونونه وکاروي، هغوی د دا ډول قاچاق سره مبارزې لپاره هم ډرونونو ته د په زړه پوري وسایلو په سترګه ګوري.
د کرغیزستان د کورنیو چارو وزارت د تریاکو سره مبارزې خدمت د نشه ییز توکو قاچاقچیانو نیولو لپاره د ډرونونو کارولو کې لیوالتیا ښودلې ده. د ډرون په مرسته اخیستل شوي انځورونه د غیرقانوني بوټو پیژندلو کې مرسته کولی شي او او حیاتي استخبارات وړاندې کوي چې په بل ډول یې ترلاسه کول مشکل دي.
په کرغیزستان کې د ملګرو ملتونو د نشه ییز توکو او جرمونو دفتر مشر، آندری سیلیزنیو وویل، “د تریاکو سره مبارزې خدمت ته د بې پیلوټه فضایی وسایطو ورپیژندل په مرکزي آسیا کې لومړۍ نوښتي طریقه ده.”
سیمه ییزو حکومتونو د ناورین پلان کولو او غبرګون لپاره د لازمي وسیلې په توګه په ډرونونو کې ځانګړې لیوالتیا څرګنده کړې ده. ټول پنځه هیوادونه د طبیعي ناورینونو څخه د خطرونو بیلابیل سطحو سره مخ دي. پداسې حال کې چې پدې سیمه کې زلزلې ډیرې عام دي، مرکزي آسیا په مکرر ډول د سیلابونو، ځمکې ښوویدو، خټو ښوویدو او د واورو ښوویدو سره مخ ده.
ډرونونه نه یوازې د ناورینونو سایټونه په ګوته کوي، بلکه که په سم ډول تجهیز شي نو لیرې پرتو موقعیتونو ته مهم اکمالات هم کولی شي.
په 2021 نومبر کې، په تاشقند کې په یوه ناسته کې، د مرکزي آسیا پنځه هیوادونو د بیړني حالتونو وزارتونو مشرانو د ناورین مخنیوي او د بیړني غبرګون لپاره د ډرونونو استعمال تصویب کړ. د “بې پیلوټه فضایی وسایطو د کارولو لپاره طرحې” تړون د پنځه حکومتونو لخوا لاسلیک شوې د 2022-2030 لپاره د همکارۍ د پراختیا لپاره سترې ستراتیژۍ برخه ده.
د افغان پولو نظارت کولو لپاره هم
ډرونونه د افغانستان پولې سره په اوږدو کې د امنیت ارتقا او د سولې ساتلو لپاره لازمي ګرځیدلي دي. تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان سره اوږده پوله لري. په کابل کې د طالبانو واک ته رسیدلو اندیښنې راپورته کړي دي چې تاوتریخجن ترهګر کولی شي ګاونډي هیوادونو باندې یرغلیز بریدونه وکړي.
په 2021 اګست کې، ازبکستان د ډرونونو په مرسته د افغان پولې په اوږدو کې هوایی کشف ترسره کړ. قزاقستان د ترکیه څخه د بایرکتار ډرونونو پدې وروستیو کې ترلاسه کول په افغانستان کې د تروریستانو لخوا راتلونکي هر ډول امنیتي ګواښونو ته د غبرګون وسیلې په توګه تائید کړ.
پداسې حال کې چې د مرکزي آسیا هیوادونه د نظامي، استخباراتو، ژغورنې او د ملکي محافظت خدمتونو لپاره د ډرونونو کارولو کې فرصتونه ویني، هغوی دا هم درک کوي چې ډرونونه د دښمن ځواکونو په لاس کې پیاوړې وسلې هم ګرځیدلی شي. سوداګریز ډرونونه اوس ارزانه او ترلاسه کول یې اسانه دي. پدې تړاو اندیښنې په ډیریدو دي چې د نظامي موخو لپاره اړول شوي ساده ډرونونه د ګڼې ګوڼې، له ستراتیژیکي پلوه مهمو سایټونو او زیربنا یا د سرتیرو موقعیتونو په نښه کولو لپاره بمونه لیږدولی شي.
سیمه ییز حکومتونه پدې لټه دي چې د خپلو وسله والو ځواکونو تخنیکي او نظامي وړتیاوې جوړې کړي ترڅو د ډرون بریدونو څخه ګواښونو وړاندوینه وکړي، مخه یې ونیسي او خنثی یې کړي. هغوی د نظامي تاسیساتو دفاع لپاره د دښمن ډرونونو ویشتلو برخه کې د سرتیرو روزنه باندې تاکید کوي.
ځینې شنونکي وایې چې د مرکزي آسیا دولتونه د بې پیلوټه فضایی وسایطو ټیکنالوژۍ امنیتي او اقتصادي ګټو متوازن کولو لپاره د متحد طریقې څخه ګټه پورته کولی شي. حکومتونه کولی شي مذاکره کړي چې کوم ډول ډرونونه مجاز دي او د هغوی کارول څه شي پورې محدود کړي.
د ډرون پالیسیو متحد کول د مجرمینو او تروریستان لاس کې د نظامي بې پیلوټه فضایی وسایطو احتمالي تکثیر په ګوته کولو کې هم مرسته کولی شي.
Comments are closed.