روزنه لکه د درېويو موټی
د عراق، کویت او د متحده ایالاتو ځواکونه د سمندري امنیت روزنې په جریان کې د ریښتیني نړۍ ګواښونه نقلوي
دعراق، کویټ او متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د دریواړو هېوادونو یو دوه ورځنی تمرین وکړ چې تمرکز یې د عرب خلیج شمالي برخه کې د سمندري غلا سره مبارزه او د سمندر امنیت باندې و.
د اکتوبر 2023 په تمرین کې د ټولو دریو هېوادونو بحري بیړۍ شاملې وې. د کویت ساحلي ساتونکی او سمندري ځواکونو د ګزمې کښتۍ، یوه سرعت لرونکې کښتۍ، یوه اکمالاتي بیړۍ او یوه چورلکه چمتو کړه، او د عراق د دوو ګزمې کښتیو او د متحده ایالاتو د ساحلي ګارد ګړندي غبرګون کټرانو رابرټ ګولډمین او کلیرنس سوټفین جونیر سره ګډې ګزمې ترسره کړې.
د روزنې ماموریتونو د نورو سمندري امنیتي اندیښنو په لړ کې د لیدنې، بورډ، لټون، او ضبط (VBSS) پروسیجرونو، د کوچنیو کښتیو عملیاتو، د کب نیونکو خوندیتوب او د ارتباطي تجهیزاتو پر چیک کولو تمرکز وکړ.
د کویت تمرین د سمول شوي هدف وړ کښتیو معرفي کولو، د VBSS تمرین تکرار زیاتولو او په کویتي بیړیو کې د VBSS تمرینونو ترسره کولو له لارې د VBSS د پخوانۍ عملیاتي روزنې پر بنسټ رامنځته شوی.
دغه درې اړخیز تمرین شپږ کاله مخکې د دریو شریکانو لپاره د یوې لارې په توګه پېل شو ترڅو د سمندري امنیت په برخه کې په ګډه کار وکړي، خو په پیچلتیا کې یې وده کړې ترڅو پر سیمه ایزو اړتیاوو لا دقیق تمرکز وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د ساحلي ګارد یوې کښتې قومانده کونکي افسر بریدمن هنټر سټووز وویل، “هغه څه چې دې تمرین ته ارزښت ورکوي هغه په ګډه د پوهې، تجربې او د VBSS تاکتیکونو څخه پراخه ګټه اخېستل دي.”
”دا ډول تمرینونه په دوامداره توګه زمونږ سیمه ایزه مشارکتونه پیاوړي کوي، زمونږ د متحدینو سره په نه پرې کېدونکي ډول د یوځای کېدو وړتیا کې ښه والی راولي او په سمندري ساحه کې زمونږ مهارتونو ته وده ورکوي.” کویټیانو د هغوی د هېواد اوبو ته څېرمه د خلیج شمالي برخې کې په پولیسي چارو کې د همکارۍ اړتیا باندې تاکید وکړ.
”زموږ تمرینونه، د امریکا متحده ایالاتو 5مې بېړۍ سره یوځای کار کول، د کویټ او عراق سمندري ځواکونه د عرب خلیج شمال برخې په نړېوالو اوبو کې د کب نیونکو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کوي،” تورن جنرال طلال ال مونس، د کویټ ساحلي ګارد قوماندان وويل.
د عراق تورن جنرال لیث عبدالستار عبدالجبار، د ام قیصر سمندري بېس قوماندان د څو هېوادونو همکارۍ د هغه د هېواد دفاع لپاره حساس او مهمه ګڼي.
هغه وويل: “د دې تمرين موخه د مهارتونو ښه کول، د روزنې وړتيا لوړول، د چمتووالي او تیارۍ ساتل، د ګډون کوونکو ځواکونو ترمنځ د تجربو تبادله او د ګډو عملياتو لپاره د همکارۍ او همغږۍ په چوکاټ کې د نړيوالو اړيکو پياوړتيا ده.”
مرستیال ادم. برېډ کوپر، د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواک مرکزي قوماندې/د امریکا متحده ایالاتو د 5مې بېړۍ پخواني قوماندان، چې اوس یې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مرستیال قوماندان موقف ته ترفیع کړې، وویل دا تمرینونه بدلیدونکي چاپېریالونو سره ځان ته سمون ورکولو لپاره د سیمې ځواکونو د انعطاف وړتیا ښئ.
”د دې وروستي تکرار سره، مونږ په سمندر کې د معلوماتو د تبادلې او کارولو پرمختګ ته دوام ورکوو.” امیر البحر کوپر وویل. “د خپلو کویتي او عراقي ملګرو سره د تمرینونو دې لړۍ ته دوام ورکول د ویاړ خبره ده. دا درې اړخیزه تمرین یو وار بیا ثابتوي چې کله موږ یوځای کار وکړو، موږ خورا ډېرې لاسته راوړنې لرو.”
د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو مرکزي قومانده/د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ د عملیاتو ساحه شاوخوا 2.5 ملیون مربع میله اوبه په بر کې نیسي، د هرمز تنګي، د سویز کانال او باب المندب د بار وړلو مهمو لارو په شمول.
سرچینه: د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواک مرکزي قومانده
Comments are closed.