د یو مقصد لرونکي ملګري
د اردن په ایګر لایین تمریناتو کې اته زره سرتیرو ګډون وکړ، ترڅو سیمهییز یووالی څرګند کړي
یونیپث کارکوونکي
هغوی کلي ونیول، ماینونه یې پاک کړل، ودانیو ته پورته شول، ټپیان یې وویستل، یرغمل شوي کسان یې وژغورل، له سواحلو څخه یې دفاع وکړه، ترهګر یې په شا وتمبول او له الوتکو څخه په پاراشوټ ښکته شول.
مګر هغه څه چې د اردن په ایګر لایین 19 پوځي تمرین کې 8000 برخه اخیستونکو تر ټولو ډېر څه ترلاسه کړل، هغه د کلتوري، ژبني، لوژستیکي او تخنیکي توپیرونو سربېره د جګړې په ډګر کې د مقصد او موخې یووالی و.
د 2019 د اګست په وروستیو کې او د سپټمبر په پیل کې، نهه ویشت هیوادونو په اردن کې خپل ځواکونه سره راټول کړل ترڅو د هغه دښمن له منځه وړلو لپاره خپلې وړتیا وښیي، چې ممکن په سیمه کې ورسره مخامخ شي.
د کوربه هېوادونو په توګه د اردن او متحده ایالاتو سرتېرو سربېره، د اسټرالیا، اتریش، بحرین، بلجیم، بروني، کاناډا، قبرس، د چک جمهوریت، مصر، فرانسه، جرمني، المان، عراق، ایټالیا، جاپان، کینیا، کویټ، لبنان، هالنډ، ناروې، قطر، پاکستان، قطر، سعودي عربستان، هسپانیا، تاجکستان، د عرب متحده امارات، او انګلستان ځواکونو هم ګډون وکړ.

ضابط شادرچ هیکس/د متحده ایالاتو د اردو ملي ګارد
د روزنیزو سناریو ګانو پیچلتیا د برخه اخیستونکو ځواکونو له تنوع سره مطابقت درلود. د سیمې له ګوټ ګوټ څخه سرتیري نه یوازې د داعش په څیر خپلواکو تندلارو سره، بلکې د دولت له لوري تمویل کېدونکو ملیشو سره چې د سیمهییزې دیکتاتورۍ له خوا یې ملاتړ کیږي، باید مبارزه وکړي.
د اردن د ګډو درستیزوالیو مشر، تورن جنرال یوسف الهونیتي وویل چې، “دوديز او راپورته کیدونکي دښمنان به د خپلو ظرفیتونو پراختیا ته دوام ورکړي، او موږ هم باید همداسې وکړو.” مونږ باید هڅه وکړو چې نه یوازې د خپل دښمن ځواکونو، بلکې د هغوی ایدیولوژي ته هم باید ماتې ورکړو. د تر ټولو بدې احتمالي سناریو پر وړاندې، مونږ یوازې په ګډې روزنې سره کولی شو خپله ټولنه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړو.”
د دغې ملګرتیا د روح سمبول هغه ماموریتونه و، چې په پیچلې دښته کې په ژوندۍ بڼه د پراخو انداختونو، د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو چاپې او د تښتول شوې بېړۍ په نښه کولو د سمندري برید په ګډون یې په لوړه کچه څوملیتي همغږۍ ته یې اړتیا درلوده.
د ایګر لایین په وروستۍ ورځ په ژوندۍ بڼه د انداخت په یو ګډ تمرین کې د قطر د ګړندي غبرګون ځواکونو د اردن او متحده ایالاتو سره په هغو عملیاتو کې یوځای شول چې موخه یې د هغو ترهګرو ځالې له منځه وړل وو، چې له پولې د راتېرېدو هڅه کوي. د جنګ لومړۍ لیکې شاته، د سعودي عربستان یو طبي بلوک د جنګ له ډګره، د تلفاتو ایستلو لپاره چمتووالی نیوو.
تورن جنرال الحونیتي او د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال کینت مککینزي د څار له خیمې څخه، چې د اردن په وچه صحرا کې پر یوه ګردۍ غونډۍ پرته ده، په تمریناتو کې برخه واخیسته. له دوی سره د لسګونو هیوادونو افسران یوځای شول.
هوایی بریدونه د هلیکوپټرو، اف- 16 جنګي الوتکو او بي- 52 بم غورزونکو الوتکو لخوا ترسره کیدل، چې ورسره د توپخانې او راکټ انداختونه هم مل وو چې د رادار په لارښوونې سره د لوړې کچې توپچي راکټي سیستم له لارې ترسره کېدل. د راکټ چاودېدونکو توکو په توګه پر ستغو غونډیو د ټانکونو وړاندې تګ د ماینونو د له مینځه وړلو لپاره او د دښتې پر مخ د لارې پاکولو په موخه طرحه شوی وو.

د متحده ایالاتو د اردو ډګروال، ګرانټ فاوسیت، چې په تمرینونو کې یې په کویټ کې میشت ځواکونو برخه اخیستې وه، وویل، “دلته له هېوادونو سره د همغږۍ په ترسره کولو او د هغوی تر څنګ نظامي عملیات ترسره کول ټولې سیمې ته یو مهم پیغام لیږي، چې متحده ایالات او متحدین یې په ثبات تمرکز کوي.”
د اردن د وسله والو ځواکونو د ګډو تمریناتو او روزنې پخوانی مشر برید جنرال محمد الثلیجي د څو ملیتي ځواک همغږي او پیوستون وستایل.
الثلیجي وویل، “تاسو نشي کولی چې امریکایي عسکر د اردن له سرتیرو څخه بیل کړئ.” “او دا یو له اصلي موخو څخه ده چې د خپلو ځواکونو د معلوماتي تبادلې وړتیا پیاوړې کړو، او په راتلونکي کې د ګډ کار وړتیا ته پراختیا ورکړو ترڅو هغو ننګونو او ګواښونو سره مقابله وکړو او کم یې کړو چې زموږ امنیت او مصونیت له ګواښ سره مخ کوي.”
د اردن، امریکا متحده ایالاتو، ایټالیا، قطر، بروني، سعودي عربستان، رومانیا، لبنان، جاپان، د عرب متحده امارات، فرانسې، المان او قبرس هېوادونو د ځانګړو عملیاتو 500 سرتېرو له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړې. دوی پر دې اساس چې ایا دوي په ځمکني، سمندري یا هوایی ماموریتونو کې تخصص لري او که څنګه، پر کاري ګروپونو ویشل شوي وو.
د اردن، سعودي او قطر د ځانګړو عملیاتو ګډ ځواکونه د چورلکو په وسیله د ښاري بریدونو ترسره کولو لپاره سره یوځای شول. د اردن، لبنان او قبرس کومانډو سرتیرو، چې د متحده ایالاتو د هوایی قواوو د ځانګړو تاکتیکونو ډلګۍ څخه یې لارښوونې اخیستې، له هوا څخه د توکو غورزولو تمرین ترسره کړ، ترڅو د دښمن د لیکو ترشا له عملیاتو ملاتړ وکړي. په عقبه خلیج کې د اردن، متحده ایالاتو او قطر څخه د ځانګړو عملیاتو ګډ کاري ځواک له چورلکو په چټکتیا سره راښکته شو ترڅو د تښتونې په یو سناریو کې یوه بېړۍ وګوري او ضبط یې کړي.
د متحده ایالاتو او اردن د ځانګړو عملیاتو سرتېرو د عصري جګړې په ډګر کې یوه بله پیچلتیا په ګوته کړه: د دښمن بې پیلوټه الوتکو سره مبارزه.
د اردن د وسله والو ځواکونو د چاودیدونکو توکو د ضبط قطعه د یوې غورزول شوې بې پیلوټه الوتکې یا ډرون د تفیش لپاره له روباتونو، سیګنال لېږدوونکو او ایکس رې انځور کښلو نه کار واخیست. د دې کار موخه د هر ډول استخباراتي مالوماتو ترلاسه کول وو چې ښایي په راپرزول شوې الوتکه کې شتون ولري او هر ډول چاودېدونکي توکي چې په کې وي، له منځه یوسي.
د متحده ایالاتو د اردو لومړي بریدمل، انډریو بیرډ وویل، “مونږ نن وپوهیدلو چې مخابرات څنګه سره یوځای کړو، هر ډول ژبني خنډونه لرې کړو، او څنګه یوې ریښتینې سناریو ته ځواب ووایو.”

په ډېرې زیرکتیا سره د ځواک ښودلو، سرتیري په معلوماتي عملیاتو کې راښکیل کړل. دا په هممحاله توګه هم د دښمن پرېکړې تر اغېز لاندې راوستلو، ګډوډولو، او له منځه وړلو کې او هم د یو چا په خوندي کولو کې د مالوماتو اړونده وړتیاوو لپاره کارول کیږي. په ایګر لایین کې د دې دندو پای ته رسیدلو سره د اردن شاهي حکومت د هوایی ځواک د الوتکې عملې لخوا یوه اعلامیه خپره شوه.
دودیزه ټکنالوژي هغه مهال د داعش پر وړاندې مبارزه کې مناسبه وه، چې کله ترهګرو په عراق او سوریه کې تر خپل کنترول لاندې ښارونو کې انټرنټي، تلویزیوني او رادیویي اړیکې ټولې ګډې وډې کړې. اعلامیې به خلکو ته د راتلونکو جنګونو په هکله خبرداری ورکاوه او دوی به یې هڅول ترڅو د ترهګرو پټنځایونه افشا کړي او خلک د جګړې له ساحو څخه لرې وساتي.
په ایګر لاین کې پر انترنتي چمتووالي هم ځانګړی ټینګار شوی و. په حقیقت کې د اردن، عراق، کویټ او متحده ایالاتو سرتیري په تمرین کې یو ریښتینی درس ترلاسه کړ. ټیم د خپل سایبري تمرین پیلولو لپاره هغه مهال چمتووالی نیوو، چې د سایبري پیښو لپاره د غبرګون ټیم پخپل کمپیوټري سیستم کې یو زیانمنونکې هڅه کشف او له منځه یوړه.
د سایبري ډلې یو غړی، عراقي ډګرمن سمیر عماد، خوښي څرګنده کړه چې د پنځو هیوادونو ګډونوالو وکړای شول د ناوړه بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې کړنلارې سره یو کړي. ډګرمن عماد وویل، “د ایتلافي ځواکونو سره کار کول یو ښه احساس رامنځته کوي او وینو چې ټول هېوادونه د مچیو په شان بوخت دي او د هر هغه ګواښ پر وړاندې دفاع کوي، چې د عملیاتو د ګډوډولو هڅه کوي.”
د لوړ رتبه رهبرانو یو سیمینار چې د ایګیر لایین 19 په پای کې تشکیل شوی و، د شاوخوا 30 هیوادونو قوماندانانو ته فرصت برابر کړ چې د هغو امنیتي مسایلو په اړه ستراتیژیک فکر وکړي چې سیمه او نړۍ ورسره مخ ه. اصلي موضوعات یې سایبري امنیت، د کیمیاوي، بیولوژیکي، رادیولوژیکي، اټومي او بالیستیک توغندیزو بریدونو پر وړاندې دفاع او د افراطي ایډیالوژۍ سره مبارزه کول وو.
په عراق او سوریه کې د داعش جنګیالیو پر وړاندې د غټو بریاو سربیره، د اردن افسرانو له خپلو ګڼ ملیتي ملګرو نه وغوښتل چې د ترهګرو له هر ډول بیا راپورته کیدو څخه باخبره واوسي.

Comments are closed.