برخی د ګډو سمندري ځواکونو ارزښت By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter د سمندري ځواکونو کاري ځواک به د مینځني ختیځ همکارو هېوادونو له ژور ګډون څخه ګټه پورته کړي بریدمل میچل واینز، د استرالیا شاهي سمندري ځواک، ا نځورونه د ګډو سمندري ځواکونو لخوا یو ګډ کاري ځواک چې ګڼ مليتونه پکې ښکیل دي، په لویه سمندري سیمه کې بریالیو عملیاتو ترسره کولو ته ارزښت ورکوي. هر برخه اخیستونکی هیواد یو لړ مهارتونه، تجربې او پوهه ترلاسه کوي، او هر نوبت د پای غوښتونکي حالت ته له ورنږدې کېدو کې مرسته کوي. ګډ سمندري ځواکونه (سي ام اف) د ګډ کاري ځواکونو په کارولو سره عملیات کوي (سي ټي اف) 150، 151، او 152. د سي ټي اف 150 تمرکز، په لویه کچه د مخدره توکو پر ضد د عملیاتو له لارې په عملیاتي سیمه کې چې 3.2 ملیون کیلومتر مربع پراخوالی لري، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده. سي ټي اف 150 د غړو هېوادونو پر همکارۍ باندې تکیه کوي تر څو د استخباراتو تر مشرۍ لاندې عملیاتو سره مرسته وکړي، او پایلې یې بریالۍ وې. د مثال په توګه، کاري ځواک په 2017 کې د 23 ملیون ډالرو په ارزښت، په 2018 کې د 74 ملیون ډالرو او په 2019 کې له 48 ملیون ډالرو څخه ډیر مخدره توکي کشف کړل. سي ټي اف 150 په عمومي ډول د سي ام اف سره چې په بحرین کې د تاسیساتو حمایوي فعالیت کوي، مرسته کوي. په تیرو 18 کلونو کې د سي ام اف مسلکيتوب او سرښندنې په دوامداره توګه ګڼ شمیر غړي راجلب کړي، چې د نړۍ 33 هیوادونه اوسمهال له دې ماموریت سره مرسته کوي. د سي ټي اف 150 بڼه ښه تنظیم شوې، او تاریخچه یې د 2001 د سپټمبر 11مې ترهګریزو پیښو پورې غځیږي. په 2002زېږدیز کال کې ګډ کاري ځواک 150 پر څو ملیتي ځواک واړول شو، چې مختلف نړیوال شریکان پکې ګډون لري او هڅه یې د مقرراتو پر بنسټ نړیوال نظم ساتل دي. سي ټي اف 150 د سمندري امنیت، د ظرفیت لوړولو او سیمهییزې ښکیلتیا عملیات ترسره کوي. دا درې برخې د ماموریت د ترسره کولو او اړین ملاتړ د رامینځته کولو لپاره خورا مهم دي. بریالي سمندري امنیتي عملیات ډېر ځله له سیمهییزو سمندري ځواکونو سره اړیکې پیاوړې کوي، سمندري ټولنې ته ډاډ ورکوي او د هغو غیرقانوني فعالیتونو مخه نیسي چې ښایي د تروریستي فعالیتونو ملاتړ وکړي. د وړتیا لوړول او سیمهییزه ښکیلتیا د تفاهم او ملاتړ په رامینځته کولو کې مرسته کوي چې د عملیاتو د دوام لپاره اړین ګڼل کیږي. د ګډ کاري ځواک 151 یوه سمندري کښتۍ د سمندري غلا ضد ماموریت د یوې برخې په توګه یوه سوداګریزه کښتۍ بدرګه کوي. ګډ کاري ځواک 151 د اروپایي اتحادیې سمندري ځواک او نورو هیوادونو سره په ګډه مبارزه باندې تمرکز کوي او په سیمه کې په خپلواک توګه فعالیت کوي. ګډ کاري ځواک 151 د عدن په خلیج کې د سمندري او وسلوالو غلاوو د مخنیوي لپاره هراړخیزو هڅو سره مرسته کوي او په 2009 کې یې د خپل تاسیس راهیسې دغه کار ته دوام ورکړی. د یاد کاري ځواک شتون د سمندري غلاوو اړونده پیښو د پام وړ کمښت سره مرسته کړې. باید د ټول هغه هېوادونه چې د سمندري غلاوو پر ضد عملیاتو کې یې ګډون کړی، پر خپلو هغو هڅو وویاړي چې د نړۍ په دې سیمه کې یې د سمندري سوداګرۍ لپاره د خوندي لېږد رالېږد لپاره زمینه برابره کړې. ګډ کاري ځواک 152 د عرب خلیج دننه د سمندري-امنیتي عملیاتو همغږي کوي. دا کاري ځواک په 2004 کې د خپل تاسیس راهیسې پراختیا موندلې او د خلیج همکارۍ شورا غړو او نورو سیمهییزو همکارانو لکه اردن لخوا یې مشري کیږي. سمندري-امینتي عملیات په سیمه کې د کار او ظرفیت جوړونې د ګډ کاري ځواک 152 ګډو هڅو له لارې پرمختګ ته دوام ورکوي. د ګډ کاري ځواک 150 لاسته راوړنه د ګډ کاري ځواک 150 تمرکز د مخدره توکو، وسلو او د لرګو سکاره چې د عملیاتو په سیمه کې د تروریزم تمویل لپاره قاچاق کیږي، پر مخنیوي باندې دی. په تیرو پنځو کلونو کې کاري ځواک له 500 ډیرې ګزمې ترسره کړي او د چرسوو هیرویینو، میتامفیتامین او کوکین په ګډون یې څه باندې 130،000 کیلو ګرامه نشه يي توکي یې نیولي دي. دا نیونې د ترهګرۍ پورې اړونده مالي ملاتړ او فعالیتونو اغیزې او وړتیا له منځه وړلو او کمولو په برخه کې له نړیوالې هڅې سره مرسته کوي. د دې نیونې دوهمه ګټه دا ده چې د احتمالي زیانمنونکو ټولنو له لارې وروستي منزل ته د مخدره توکو بهیر کموي. سربیره پردې، د ګډ کاري ځواک 150 دننه تجربه شوې همکاري د نړیوالې ټولنې وړتیا پیاوړې کوي ترڅو داسې مهارتونه رامینځته کړي چې له داسې هیوادونو سره چې په ندرت سره یوخای کار کوي یا په یوه ژبه خبرې کوي، د کار کولو پر مهال ارزښتناک ګڼل کیږي. ولې په ګډ کاري ځواک 150 کې ګډون وکړو؟ نړۍ د اقتصادي ودې چلولو او د ژوند معیارونو ساتلو یا سمون لپاره په نړیواله سوداګرۍ تکیه کوي. په سمندر کې باثباته سوداګريزې لارې د سمندرونو کې د توکو اغیزمن بهیر ته فرصت برابروي. په ګډ کاري ځواک 150 کې برخه اخیستل د مخدره توکو، وسلو، او د لرګیو سکارو د قاچاق او نورو اړونده تروریستي فعالیتونو باندې د اغېز شیندلو لپاره یو لوی فرصت رامنځته کوي. د نړیوالو اړیکو ساتلو، جوړولو، پراختیا او پیاوړي کولو فرصت د هغو کسانو لپاره بل انعام دی چې ګډ کاري ځواک 150 کې، د سمندر، وچې او هوايي برخو په پام کې نه نیولو سره برخه اخلي. مخکښ هیوادونه د ګډ کاري خواک 150 بریالیتوب لپاره اساسي برخې دي، او د دوی د مرستې له لارې ګډ سمندري ځواک خپل ماموریتونه ترسره کوي. د خلیج هیوادونه په سیمه کې د عملیاتو د دوام لپاره سیمهییزې پوهې او وړتیا لري. سربیره پردې، دوی د سیمې په سیاسي، پوځي، اقتصادي او بشري جغرافیه کې هراړخیزه پوهاوی لري. یوه پوځي الوتکه د ګډ کاري ځواک 151 د یوې برخې په توګه د یمن او سومالیا تر منځ له اوبو څارنه کوي. دې پوهې ته باید په ټیټه سترګه و نه کتل شي. هغه قوماندانان او پرسونل چې په سیمه کې ریښې لري، په سیمهییزې ژبې خبرې کوي، او کلتوري لیدلوری لري، د ګډ سمنري ځواک لپاره د ډېرېدونکي ځواک په مانا دی. د دغو دلایلو پر اساس د خلیج هیوادونه او نور سیمهییز ملګري د نورو په پرتله د ماموریت اړتیاوو په پیژندلو کې په غوره حالت کې دي. په ګډ کاري ځواک کې د ګډون بله ګټه له مختلفو هیوادونو سره د کار کولو فرصت دی. د 2020 په پیل کې د ګډ کاري ځواک 150 په نوبت کې د آسټرالیا، کاناډا او نیوزیلینډ پرسونل شامل دي، او هر هیواد د ستونزو او حل لارو په اړه مختلف لید لوري وړاندې کوي. ګډ کاري ځواک پرسونل ته دا وړتیا ور په برخه کوي ترڅو د یوځای کار کولو لپاره هیله او انګېزه رامینځته کړي. دا هغه مهارت دی چې کله پرسونل له دندو بېره خپل کور ته راستنیږي، ګټه یې هم ورته په دوامداره توګه رسیږي. لویه سیمهییزه دنده د ګډ کاري ځواک قومندانۍ په کال کې څو ځله بدلیږي او نوي لیدلوري رامینځته کوي او د همکارۍ روحیه پیدا کوي. د هر نوبت د دورې غځول به ګډ سمندري ځواک ته فرصت ورکړي تر څو اوږد مهال پلان نیول او ستراتیژیکې موخې وپیژني. ګډ سمنري ځواک د سیمهییزو همکارانو اړتیاوو ته هم غبرګون ښیي. دا په دې مانا ده چې، سیمهییزو همکارانو څخه هیله کیږي چې ګډ سمندري ځواک څخه خپلې غوښتنې وټاکي. تمه کیږي چې سیمهییز دولتونه به په پای کې د کاري ځواکونو واک په دایمي ډول په خپل لاس کې واخلي. دا به غوره وي چې د ګډ کاري ځواک 150 په هر نوبت کې یو سیمهییز دولت شامل کړل شي، تر څو له مخکې نه وړ او مسلکي سیمه نوره هم پیاوړې او ځواکمنه شي تر څو د ګډ کاري ځواک 150 او ګډ سمندري ځواک راتلونکی په عمومي توګه خبله بڼه بدله کړي. ګډ کاري ځواک 150 ښایي د خلیجي دولت پر تلپاتې قوماندې باندې له تمرکز څخه ګټه واخلي. دا د سیمهییز څښتنوالي او د ګډ سمندري ځواک په ماموریت کې د مشرتابه له تر ټولو غوره ښه رول په لور حرکت کوي. ګډ کاري ځواک 152 دا چاره وار دمخه په سمه توګه اجرا کوي. د ګډ کاري ځواک 150 په مخابراتو کې د عربی ژبې زیاتېدونکی رول کولی شي د سیمهییز مشرتابه د بڼې په بدلون کې مرسته وکړي. د ګډ کاري ځواک 150 ماموریت پراختیا بله لاره ملي محکمو ته فرصت برابروي تر څو هغه قاچاق کونکي محاکمه کړي چې په نړیوالو سمندري اوبو کې غیرقانوني توکي قاچاق کوي. دا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره “قانوني پای” په توګه توضیح شوی. په نړیوالو اوبو کې د ترسره کېدونکو غیرقانوني کړنو محاکمه کولو لپاره د یو میکانیزم جوړل له وړاندې نه د “قانوني پای” منع کېدونکې اغېزه ښودلې. د مخدره توکو پر وړاندې د ورته چلند پلي کول له ننګونو څخه ډک دی، ځکه چې د سمندري غلا برعکس د مخدره توکو قانون ماتوونکې پېښې د نړیوال واک اړونده جرمونه نه دي. له همدې امله، ګډونکوونکي هیوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د مخدره توکو قاچاق کونکو د تعقیب لپاره کورنی قانون لري او یا د هغو هیوادونو سره دوه اړخیز تړونونه لري چې د مخدره توکو قاچاق کوونکي په قانوني ډول تعقیبوي. ګډ کاري ځواکونه 150، 151 او 152 په منځني ختیځ کې د شراکت پر بنسټ د بریالیتوب ښه دود رامنځته کولو ته دوام ورکوي. بریا په پراخه کچه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دولتونو رضایت پورې اړه لري تر څو د خوندي سمندري چاپیریال او قانوني نظم لپاره ګډ کار وکړي. دا له پخوا نه د یوې پیچلې دندې په توګه راپاتې ده. د خلیج هیوادونه او سیمهییز همکاران د دې هڅې د بریا لپاره اساسي ارکان دي او په راتلونکې کې به هم وي. دا چې ګډ سمندري ځواک خپل ماموریتونه سرته رسوي، د دوی د دوامدارې ژمنې له کبله دی. Facebook Twitter Share
Comments are closed.