څانګېد سیمې هېوادونه د کویټ ملي ګارد د پولیسو سازمان سره یوځای کیږي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د کویټ ملي ګارد د پولیسو څو ملیتي سازمان سره یوځای شوی چې دا ورته اجازه ورکوي ترڅو د نړۍ له امنیتي ځواکونو څخه زده کړې. د 2019 د اکتوبر میاشت کویټ په نیدرلنډ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د سرحدي ځواکونو او پولیس ځواکونو د نړیوال ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ، چې په لنډه توګه د اف آی ای پي په نوم پیژندل کیږي. د کویټ غړیتوب به د دغه هیواد ملي ګارډ ته اجازه ورکړي چې د فرانسې، ایټالیا، هسپانیا، پرتګال، ترکیې، مراکش، قطر او اردن په ګډون، د 19 هیوادونو سره تجربې تبادله کړي. په کال 1994 کې د سرحدي او پولیس ځواکونو نړیواله موسسه تاسیس شوه، چې پوځي حیثیت لري او په اصل کې د مدیترانې په ساحل کې د اروپایی هیوادونو څخه دی. هدف یې د اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي، او د پولیسو ترمنځ همکاري ته وده ورکول ترڅو کړکیچونه اداره کړي، او مجرمین، قاچاقبران او ترهګر مات کړي. د کویټ ملي ګارد 2020 ستراتیژیک پلان د اجراتو د ښه والي پر لارو ټینګار کوي. کویټ غواړي دا هدف د غوره ګمارنې، د نوي تجهیزاتو په ترلاسه کولو، د کړکیچ په مدیریت کې د مسلکيتوب په ښوولو، او د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیونونو څخه په مؤثر اطاعت سره ترلاسه کړي. کویټ په کال 2014 کې د نړیوال سرحدي او پولیس ځواکونو ټولنې د غړیتوب غوښتنه وکړه. سرچینې: ایف آی اي پي، د کویټ ملي ګارد Facebook Twitter Share
Comments are closed.