د پوځي استخباراتو پراختیا
امنیت د تروریستي او غیر ثابت عواملو د کړنو اټکل ته اړتیا لري
عصام عباس امین، د امنیت او استخباراتو ریاست، د عراق د دفاع وزارت
زموږ په نه اټکل کیدونکې نړۍ کې د پیښو د وړاندوینو لپاره زموږ استخبارات څومره اغیزمن دي؟ د دې پوښتنې ځواب په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د امنیت متخصصینو لپاره مهم دی. موږ باید په یاد ولرو چې جنګونه د معلوماتو پر بنسټ ترسره کیږي، او دا چې دا بنسټ نور هم شکمن او ناڅرګند کیږي.
د دې دلایلو په اساس موږ باید د خپلو استخباراتي عملیاتو اغیزمنتوب په دقت سره معاینه کړو. د استخباراتي عملیاتو بریالیتوب په بشپړ ډول د خامو معلوماتو په شتون او د استخباراتي شنونکو په وړتیا پورې اړه لري ترڅو غولوونکي او غلط معلومات د سم او معتبر معلوماتو څخه جلا او وپیژني.
له استخباراتو څخه دا عام پوهاوی اکثرا د پوځي ارګانونو لخوا ننګول کیږي، کوم چې ټینګار کوي یو شخص باید یوازې پر تایید شوي معلوماتو باندې باور وکړي او په بشپړ احتیاطۍ عمل وکړي. سره له دې، نوموړي ورته ارګانونه غوښتنه کوي چې استخبارات باید وړاندوینه وکړي، لکه څه ډول چې استخبارات د پوځي عملیاتو لپاره اساس جوړوي.
د هغه څه په اړه د پایلو ترلاسه کول چې دښمن مخکې څه ترسره کړي، یا اوس څه ترسره کوي، معمولا د قوماندان یا پوځي پلانونکي لپاره لږ د کارولو وړ دي، ځکه چې هغه دا معلومات معمولا د هغه ځواکونو څخه ترلاسه کوي چې لا دمخه له دښمن سره ښکیل دي. هغه څه چې یو رهبر ورته خورا اړتیا لري د دښمن د اټکل کولو وړتیا ده، چې په فعاله توګه خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړي او د دښمن خوځښتونه وڅاري.
د دې کار لپاره هغه باید د دښمن احتمالي مقاصد وپیژني. هغه باید د دښمن د قوماندانانو ذهنونه وڅاري کله چې دوی د پریکړو لپاره راټولیږي. د دې کار د ترسره کولو غوره لاره د وړاندوینې استخباراتو له لارې ده. د دې معنی دا نده چې استخبارات باید تیر یا اوسنۍ حالت له پامه وغورځوي، ځکه چې د دې مطالعه کولی شي د راتلونکو مقاصدو وړاندوینه وکړي. مګر استخباراتي راپورونه تل باید راتلونکي ته وګوري.
د دې له پوهیدو سره سره چې د وړاندوینې استخبارات مهم دي، خو ستراتیژیکي حیرانتیاوې (لکه غلچکي بریدونه) د تاریخ په اوږدو کې عام دي. د نن ورځي وضعیت داسې وړاندیز کوي چې د دې بریدونو په نوعیت کې لوی بدلون باید رامینځته شي، کوم چې اکثرا استخباراتي خدمات د شرمونکي پوښتنو سره مخ کوي. څرنګه پیښ شو؟ کله پلان شوی دی؟ نفوذ څنګه رامینځته شو؟ او ځیني وخت د ټولو لویه پوښتنه: د برید مرتکبین څوک دي؟
په بل عبارت، په سټراټیژیک معنی سره یو حیرانونکي برید د برید لاندې
دولت لپاره استخباراتو ناکامي او د برید کونکی دولت لپاره بریا ده. دا ټول په استخباراتي نړۍ کې د شوي پرمختګ او د ځانګړي عملیاتو له امله دي چې دقیق
او حساس وي.
هغه څه چې په 2020 کال کې په ایران کې پیښ شوي دي د دې انګیرنو حقیقت تاییدوي. ډیری چاودنې په حساسو سیمو کې ترسره شوي چې ننوتل پکې ګران دي، د حیرانتیا یو عنصر په ګوته کوي. دا د ایران د استخباراتو د ناکامۍ منل شوی ثبوت دی. له همدې امله، د ستراتیژیکي حیرانتیا “استخباراتو ناکامۍ” مطالعات ممکن د هغه څه په اړه مهمې پایلې ترلاسه کړي چې غلط شوي.
مګر اصلي ستونزه دا ده چې د استخباراتي ادارې هڅې چې د غلطیو د سمولو په هدف ترسره کیږي اکثرا ناکامیږي، ځکه چې دوی نه غواړي اعتراف وکړي چې د دوی اساسی انګیرنه، یعنی د استخباراتو وړاندوینه کیدی شي غلطه وي. استخبارات نشي کولی ډیره دقیقه وړاندوینه وکړي، له همدې امله د حیرانتیا مخنیوی په پشپړ ډول نشي نیول کیدی.
دا د دې لامل کیږي چې موږ د خطر د ادارې پر اهمیت باندې وپوهیږو، کوم چې موږ ته د ستراتیژیکي حیرانتیا په وړاندې د مقاومت د رامینځته کولو لپاره لارښوونه کوي، لومړی دا چې زیانونه کم کړو او بیا د خپلو استخباراتي ظرفیتونو ته وده ورکړو ترڅو نور د حیرانتیا پیښې محدودې شي. دا به ګټوره وي چې د وړاندوینې غلطۍ ځینې خورا مهم لاملونه ذکر کړو:
کمزورې انګیرنې ترسره کول.
تعصب لرل.
تر فشار لاندې تصمیم نیول.
اهدافو او پلانونو ته بدلون ورکول
چاپیریال ته بدلون ورکول
د شخصي وړتیا لوړ اټکل.
د نويو معلوماتو په خپلولو کې ناکامي.
په پای کې، استخباراتي ادارې ځانونه د نويو ننګونو سره مخامخ ویني. د دې ننګونو ترټولو جدي د بدلیدونکي امنیتي چاپیریال پر پوهاوي پورې اړه لري چې معمولا ناڅرګنده، نامعلوم او پیچلي وي، او له همدې امله د دولت له کنټرول څخه بهر وي. په ډیری قضیو کې دولت نور د خپلو اتباعو وفاداري نه اداره کوي. اوس مهال ټولې نښې د استخباراتو په راتلونکې کې لوی مشکل ته اشاره کوي، ځکه چې د عناصرو شمیر نور د دولت تر کنټرول لاندې ندي.
Comments are closed.