د پرمختګ لسيزه
یونیپث د 10 کلونو لپاره د پوځي او امینتې کارپوهانو لپاره یوه زمینه برابره کړي ده ترڅو یو له بل سره معلومات شریک کړي
یونیپث کارکونکی
په کال 2017 په موصل کې د داعش جنګیالیو د ایستلو لپاره د عراق په ورستي هڅه کې، عسکرو یوه مجله ترلاسه کړه چې د ترهګرو پروړاندې جګړو کې لکه الانبار او بایجي د عراقي ځواکونو د زړورتیا او سرچینو ستاینه یې کوله.
د متحده ایالاتو مرکزي قومانده لس زره مجلې بغداد ته برابر او خپرې کړې، خو پدې نه پوهیده چې د دې پوځي اتلولیو پوښښ به د زرګونو عراقي سرتیرو د مورال په لوړولو کې مرسته وکړي چې داعش ته د ماتې لپاره وروستي برید ترسره کوي.
وروسته د عراق د ځانګړو عملیاتو قومانده د یونیپث مجله خپله “غوره ملګري” وباله، د مجلې د مهم رول پخاطر چې د عراقي ځواکونو لخوا له داعش څخه د ښارونو د آزادولو عملیات پکې ځلیدلې وه.
په ټوله مینځني ختیځ، سویلي او مرکزي آسیا کې د شاوخوا 18000 مجلو په ویشلو سره، د عراق د بریا پیغام له بغداد هاخوا خپور شو. په مینځني ختیځ، جنوبي او مرکزي آسیا کې په زرګونو پوځي مشرانو د تروریزم پرضد د مبارزې په اړه لومړي توضیحات د هغه قوماندانانو څخه ترلاسه کړل چې رهبري یې کوله.
د پوځي بریاو روښانه کول
د تیرې لسیزې لپاره د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې پرله پسې قوماندانان – جنز. ډیویډ پیټریوس، جیمز مټیس، لیوډ آسټین، جوزف ووټل او کِنِت مَکِنزی
– په هغو هیوادونو کې د یونیپث مجلې په خپرولو سره چې په لویدیځ کې له مصر څخه شروع کیږي تر تاجکستان پورې په ختیځ کې، پر پوځي همکاریو، جوړښتونو او نوښتونو باندې رڼا اچولې ده.
لوستونکو ته خبر ورکړل شو کله چې د اردن وسله وال ځواکونو خپل پوځي امامان د تروریزم پروړاندې د کمپاین لپاره چمتو کړل یا هڅه یې وکړه چې په افغانستان کې د حساس ماموریت لپاره ډیر ښځینه سرتیري وګماري.
کله چې بحرین په عربي خلیج کې د اوبو لاندې د ایراني ماینونو ګواښ په ګوته کړ، په منامه کې د سمندري اډو څخه د سمندري تمریناتو د لړۍ کوربه توب یې وکړ، نو د یونیپث مجلې لوستونکي له دغه پیښو څخه باخبر وساتل شول. پاکستان د ترهګرو، د مخدره توکو قاچاقبرانو او نورو مجرمینو د نیولو لپاره په عربي سمندر کې د ګډ کاري ځواک 150 په قوماندې سره خپل رول روښانه کړ. سعودي عربستان په یمن کې د قانوني واک پرځای کولو لپاره په عربي ایتلاف کې خپله رهبري تثبیت کړی.
مصري ځواکونو په سینا ټاپووزمه کې د تروریستي کړیو ریښې ایستلي دي، د لبنان وسله وال ځواکونه له طرابلس څخه ترهګر شړلي دي، یمنیانو د حوثي یاغیانو څخه یو ښار بیرته ونیوله: یونیپث مجله ډاډ ترلاسه کوي چې لوستونکي یې د دې ټولو بریاو څخه ښه باخبر اوسیږي.
د یونیپث مجلې یوه برخه د روزنې تمرینونو لپاره ځانګړي شوي ده، په کوم کې چې د متحده ایالات او د هغې سیمه ایز همکاران خپلې تجربې او تخصص په واقعي بڼې سره شریکوي چې هدف یې په سیمه کې د جګړو نقلول دي.
کله چې مصر د څو کلونو ځند وروسته په کال 2017 کې خپل برایټ سټار تمرینات بیا پیل کړل، د یونیپث مدیران د څوملتي بریا د راپور ورکولو لپاره حاضر وو. د دې نړیوال سمندري تمرین په جریان کې، مدیران په هلیکوپټرو کې سپاره ول او د څوملتي بېړیو څخه لیدنه وکړه چې د عربي خلیج هیوادونو ته د باروړونکو کښتیو له لارو څخه یې تمثیلي ماینونه پاکول.
په کال 2020 کې د کویډ- 19 ناروغۍ په مهال کې، یونیپث په متحده عربي اماراتو کې د نیتیو فري تمرین کې برخه واخیسته. پدې کې پوځي تمرینات شامل وو چې د اصلي ښار په یوه عصري نسخه کې ترسره کیدله، چې د اماراتیانو لخوا جوړ شوی و ترڅو د ښاري جګړې بڼې ځان ته واخلي.
د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې او د مرکزي آسیا، افغانستان او پاکستان د وسله والو ځواکونو تر مینځ د سیمه ایزې همکارۍ تمرینونه تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان هیوادونو ته د یونیپث مجلې لاسرسی پیدا کړي دي.
د قوماندانانو لپاره د جرګې ځای
لکه څنګه چې د یونیپث مجلې لاسرسی او توزیع وده کړي، په هم دې توګه د خلکو غږ د مجلې په چاپي خپرونو کې پراخه شوي ده. د دفاع وزیرانو، د وسله وال ځواکونو لوی درستیزانو، سیمه ایز قوماندانانو، پوځي منسوبینو او لوړپوړو دولتي چارواکو له تبصرې او مرستې څخه دغې پاڼې ډکیږي.
د مجلې دوه برخې د درنښت لپاره ځای لري: اداری او د مشر پیژنیال. اداري برخه د هرې ګڼې په سر کې ښکاري او د هغې مجلې موضوع معرفي کوي. ترټولو وروستي ګڼه کې د اردن د ګډو ځواکونو لوی درستیز تورنجنرال یوسف هناټي او د عراق د دفاع وزیر جومه عناد الجبوري راغلي دي
د لوړ پوړو مشرانو پیژنیال کې د بهرین د دفاعي ځواکونو ډګر قومندان مارشال شیخ خلیفه بن احمد الخلیفه، د کویټ د پوځ پخوانی لوی درستیز ډګر جنرال محمد الخدر، د قطر د وسله وال ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال غنم بن شاهین الغنیم او بیا د عراق د پوځ لوی درستیز جنرال عثمان علي فرهود الغنيمي لاسته راوړنې ښودلي دي.
سربیره پردې، هرکال یونیپث یوه ځانګړې نسخې خپروي چې اکثرا د یو هیواد دفاعي او امنیتي مسلو ته وقف کیږي. افغانستان، عراق او یمن – هغه هیوادونه چې ملي ځواکونو یې په پراخه کچه د نفاق او ګډوډيو ځواکونو سره مبارزه کوي – په ورته بڼه کې ښودل شوي دي.
د یمن په هکله د یونیپث ځانګړې ګڼه چې د کال 2020 په پیل کې خپره شوه، د نوموړی هیواد د دفاع او معلومات وزیرانو د مقالې په برخه کې مرسته کړي. په متحده ایالاتو کې د یمن سفیر او د سمندري ځواکونو قوماندان هم همداسې وکړل. د ملي امنیت موضوعاتو په اړه دومره ډیر معلومات په څو نورو نړیوالو رسنیو کې شتون درلود.
په وروستي کنفرانس کې چې د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې لخوا ترتیب شوی و، یونیپث مجله ویاړ درلود چې د افغانستان د ځانکړو ځواکونو ورپسی-قومندان بريد جنرال محمد فرید احمدي سره مرکه وکړي. هغه د طالبانو بغاوت پروړاندې او په افغانستان کې د سولې د اړتیاو په هکله د خپل هیواد د وسله والو ځواکونو لاسته راوړنې تشریح کړې.
خپل لاسرسی غزوي
مجله په کال 2010 کې یوازې د څو زرو نسخو سره پیل شوه، مګر اوس په مینځني ختیځ، سویلي او مرکزي آسیا کې نږدې 18000 نسخې توزیع کوي د نسخو لوی شمیر په عربي ژبه چاپیږي، چې د مجلې د ډیری لوستونکو ژبه ده، مګر د پام وړ شمیر مجلې په دري، روسی، پښتو او انګلیسي کې هم خپریږي.
یونیپث د خپل لوستونکي په وړاندې ځواب ورکونکی دی. د افغانستان د پوځ قوماندانانو یادونه وکړه، پداسې حال کې چې دري د دوی د هیواد رسمي ژبه ده، مګر ډیری افسران په خپله مورنۍ پښتو ژبه لوستلو کې ډیر راحته دي. نو په کال 2020 کې، یونیپث د خپل لوستونکي دې مهمې غوښتنې د پوره کولو لپاره د پښتو ګڼه خپره کړه.
د یونیپث هدف دا دی چې د پوځي قوماندانانو او امنیتی چارواکو لپاره د بحث ځای برابر کړي، ترڅو په سیمه کې له خپلو همکارانو سره پوهه، نظریات او غوره کړنې شریک کړي. د دې کار په کولو سره د یو هیواد د وسله والو ځواکونو سخته لاسته راغلي تجربې د ملګرو هیوادونو له ځواکونو سره شریکېدای شي.
لکه څنګه چې دا سیمه ایز ازمویل شوي نظریات له سرحدونو څخه تیریږي، ګټې یې د پوځي مسلکیتوب لپاره ژورې دي.
د معلوماتو شریکول دې ته زمینه برابروي چې د ترهګرو او د دوی ملاتړو په وړاندې مبارزه کې بدلون رامینځته شي، که دا د دښمن د بې پیلوټه الوتکو سره مبارزه وي، د اوبو لاندې د ماینونو کشف کول وي، د مخدره توکو د قاچاق څخه مخنیوی وي، د افراطیانو آنلاین استخدامول وي یا د کمپیوټري شبکو څخه د سایبري بریدونو پروړاندې دفاع کول وي.
په راتلونکو څو کلونو کې، د یونیپث ماموریت به همداسې پاتې شي: چې د ثبات او سولې په نوم د سیمه ایزو پوځي او امنیتي متخصصینو ترمنځ ارزښتناکه اړیکې رامینځته کوي. F
Comments are closed.