د پاکستان د ډیجیټل ملکیت محافظت کول
نوموړي هیواد د بریدونو پر وړاندې د شبکو د ښه کولو لپاره د هیواد د مجازي امنیت لومړۍ پالیسي خپله کړه
یونیپث کارکونکی
په کمپیوټري شبکو د مجازي بریدونو په تړاو اندیښمن د پاکستان فدرالي کابینې د 2021 جولای کې د هیواد د مجازي امنیت لومړۍ ملي پالیسي تصویب کړه. د پاکستان د معلوماتي ټیکنالوژۍ او مخابراتو وزارت د مجازي مجرمینو او د باالقوه جیوپولیټکي سیالانو څخه د هیواد د ډیجیټل شتمنیو محافظت کولو لپاره دا پالیسي لیکلې ده.
پاکستان پالیسي په یولړ کټګوریو ویشلې – حقوقي، تخنیکي او تشکیلاتي ـــ ترڅو هغه څه ته وده ورکړي چې د هیواد د اطلاعاتو وزیر د انټرنیټ سره وصل وسیلو ناکافي محافظت ګڼلی. له 65 میلیون څخه ډیر پاکستانیان انټرنیټ ته لاسرسی لري، او دا هیواد لکه د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر سوداګري او حکومتي خدمتونه آنلاین پرمخ وړي.
پاکستان به دا پالیسي د حکومت د کمپیوټر بیړني غبرګون ټیمونو شته کاري چوکاټ کې ځای په ځای کړي.
د پاکستان د معلوماتي ټیکنالوژۍ او مخابراتو وزیر سید امین الحق اعلان وکړ، “د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت او ټولو اړوند عامه او خصوصي نهادونو ته به هرډول ممکن مرسته او ملاتړ د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره ورکړی شي چې د هغوی ډیټا، خدمتونه، د معلوماتو او مخابراتو ټیکنالوژي محصولات او سیسټمونه یې د مجازي امنیت د شرایطو سره سمون ولري.”
دلته د لارښوونو هغه مثالونه ورکړل شوي چې د پاکستان د نوي مجازي امنیت پالیسۍ لخوا ترویج شوي:
هیواد د مجازي امنیت ستراتیژي د څارلو لپاره د مجازي حکومتولۍ پالیسي کمیټې جوړول.
بریښنالیک له لارې درغلۍ، حکومتي شبکو ته ورننوتلو او د ملویر ککړتیاو د مخنیوي لپاره د “فعال دفاع” په لاره اچول.
ملي حساس معلوماتي زیربنا او د حکومت د معلوماتو سیسټمونو د مقاومت خوندي کول او ښه کول.
عامه – خصوصي مشارکت هڅول ترڅو د هغه تشبثي نوښتونو څخه ګټه واخیستل شي چې پاکستان ته یې فایده رسیږي.
مجازي امنیت د څیړنې او پراختیا پرمخ وړل او سپانسر کول، پشمول د پرسونل لپاره د پرمختللې روزنې.
مجازي امنیت ملي کلتور ترویج کول چې پدې کې د کمپیوټر او ځیرک تلیفونونو کاروونکي د حیاتي معلوماتو محافظت کولو ته هڅول کیږي او ښوونه ورکول کیږي.
مجازي امنیت نړیوال شاخصونو کې د پاکستان درجه بندۍ ښه کولو لپاره د نړیوالې همکارۍ او ملتیا په ګوته کول.
پرمختللي قوانینو او مقرراتو سره د مجازي جرمونو د غبرګون میکانیزم جوړول.
پرمختللي تصدیق او تایید میکانیزمونو په کارولو سره ډیجیټل لیږدونو او انتقالاتو کې د باور رامینځته کول.
ټیکنالوژۍ پاکستانی ژورنالیست جهانګیر مدثر چې د پاکستان اردو مجلې حلال کې لیکنې کوي، تاکید کوي چې د بریدونو پر وړاندې د کمپیوټرونو او ګرځنده تلیفونو محافظت کولو لپاره په ټوله ټولنه کې د پوهاوي په برخه کې اوښتون ته اړتیا ده.
مدثر لیکلي، “مجازي امنیت د ځانګړي پروتوکول فعالولو لپاره د یوې تڼۍ د وهلو مسله نده. دا یو کلتور دی چې باید زموږ د ژوند د څرنګوالي برخه وګرځي، د یوه تبعه، دولتي کارمند، یا هم د امنیتي ځواکونو څخه د خلکو په توګه.”
”زموږ د اوسني او راتلونکي مجازي امنیت ښه کولو لپاره، د مجازي امنیت هراړخیزه پالیسي باید زموږ د مقرراتو برخه وي چې ټول شریکان یې باید ترویج کړي.” F
سرچینې: د پاکستان د معلوماتي ټیکنالوژۍ او مخابراتو وزارت، حلال، ډاون، یوراشیا بیاکتنه
Comments are closed.