برخی د هوا رول په جګړه کې By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter افغان ځانګړي ځواکونه د ماموریت د بریا لپاره پر هواپیژندونکو تکیه کوي ضابط حسین رحیمي، د هوا پیژندنې رییس، افغان هوایي777 لوا هر هیواد هوا د سیمې او جغرافیایی موقعیت سره متقابل اړیکې لري، نه یوازې د جامو، کورونو، او خوړو ډولونه ټاکي، بلکې د جګړې ډول هم ټاکي چې هلته ترسره کیږي. د مرکزي آسیا په څیر، د افغانستان غرنۍ سیمې دا څرګندوي، چې پوځي کمپاینونه باید ډېرځله د چريکي تاکتیکونو په کارولو سره او د هوا حالت سره سم ترسره شي. پوځي عملیات په دوديز ډول د پسرلي له پیل سره سم شروع کیږي او د ژمي سړې هوا سره بیرته ختمیږي. د افغانستان هوايي 777 لوا د هواپیژندنې څانګه د هوا د ارزونې او وړاندوینې مسولیت لري. چې ځانګړو عملیاتو الوتکو لپاره یوه ځانګړې اندیښنه ده چې د افغان ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قوماندانۍ او د پولیسو د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندانۍ د خوندي ځای په ځای کولو مسوولیت لري. د هوایي 777 لوا کې د هوا دقیقې وړاندوینې سره د افغانستان دودیز جنګ بدلیږي. ترهګر په دې پوهیدلي چې نور د اقلیم وضعیت دوی ته خوندي پوښښ نه وړاندې کوي ځکه چې دوی په پرله پسې ډول ماتې او تلفاتو سره مخ شوي. د ناتو ځواکونه په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو ځواکونه د هر ډول ګواښونو سره د مقابلې لپاره د افغان وسله والو ځواکونو د فعالیت په ښهوالي کې مهم رول لوبولی دی، او دوی یې په پرمختللو، د انتقال وړ، مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو سمبال کړي دي. د دښمن دا درک چې د پوځي بریا هیڅ تمه نلري، دوی دې ته اړ کړي چې د خبرو پر میز باندې د حل لارې په لټه کې شي. بریدمل ارشد حسین رحیمي د افغان هوایي 777 لوا د هواپیژندنې رییس له خپلو کارکوونکو سره د هوا حالات څاري. د افغانستان دفاع وزارت سرچینې د هوا پیژندنې اداره په 2017 کې تاسیس شوه ترڅو د هوایي 777 لوا سره مرسته وکړي چې د الوتنې لپاره د غوره وختونو وړاندوینه وکړي. مخکې له هغه، دا ډول وړاندوینې د امریکايي پرسونل لخوا ترسره کیدې. د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د مسلکي توب او ځان بسیاینې رامینځته کول د متحده ایالاتو د سلاکارانو له اهدافو څخه دي، همدا وه چې زه په کال 2017 کې د هوایي 777 لوا لپاره د هوا پیژندنې د مشر په توګه وټاکل شوم. ما په هندوستان کې د هوا پیژندنې لومړنۍ زده کړې ترلاسه کړې او په افغانستان کې په ایګل کمپ کې د متحده ایالاتو له ماهرینو څخه مې پرمختللي روزنه ترلاسه کړه. مخکې لدې چې زه د هوایي 777 لوا سره کار وکړم، ما د افغان هوایی ځواک سره دنده ترسره کوله. د امریکایی همکارانو په مرسته، ما پدې وروستیو کې د هوا پیژندنې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. د متحده ایالاتو سلاکارانو د خپلو افغان همکارانو سره د هواپیژندنې دقیق توکي او خپل مهارتونه شریک کړي او دوی ته د پرمختللو هواپیژندنې رادارونو او ویب پاڼو د کارولو روزنه ورکړې ده. د افغان ځواکونو لپاره ، د متحده ایالاتو سلاکارانو یو برکت دی. هره ورځ افغان او امریکایي هواپیژندونکي د هوا پیژندنې معلومات د شریکولو لپاره سره ګوري، او کله چې مالومات ترلاسه شي، وروسته د پوځي تصمیم نیونکو لپاره یو دقیق انځور وړاندې کوي. د وړاندوینې اهمیت ځانګړي هوایي عملیات اکثرا د شپې لخوا ترسره کیږي، او د ورځني عملیاتو په جریان کې د هوا پیژندنې محاسبې باید دقیقې وي ترڅو د ځانګړو عملیاتو سرتیري په بریالي توګه ځای پرځای او بیرته وویستل شي. د اسمان روښنایي، د سپوږمۍ نور او د باد سرعت شتون یا نه شتون د ځانګړو عملیاتو په اجرا کولو کې حیاتي رول لوبوي. که د هوا پیژندنې معلومات یو څه نامناسب وي، نو عملیات ممکن ناکام شي. د ځانګړو عملیاتو ماموریتونه معمولا د 20 دقیقو څخه تر دوه ساعتونو پورې دوام لري، پدې دوره کې که چیرې پیره دار الوتکې او استخبارات، د څار او کشف ټیمونه ونه توانیږي چې ځمکنیو ځواکونو ته لارښوونه وکړي، نو کیدای شي چې مونږ خپل ټول ځواکونه له لاسه ورکړو. د هوا له لارې د سرتیرو حرکت لپاره پکار ده چې مونږ د بادونو سرعت او جهت ته نږدې پاملرنه وکړو. شدید بادونه د دا ډول عملیاتو لپاره ویجاړیدونکی تمامیدای شي، او له هغه ځایه چې د افغانستان خاورې ډیره برخه غرنۍ ده، نو دښمن اکثره وخت په تنګي کې ځانونه پټوي چې له دواړو خواو څخه د غونډيو په واسطه خوندي کیږي. په عجیبه توګه اکثره دغو درو کې، بادونه لور بدلوي او شدید کیږي او دې پورې اړه لري چې شپه ده یا ورځ، او دا اړینه ده چې د چورلکې پیلوټان د خپلو ماموریتونو د خوندي بشپړولو لپاره تفصيلي راپورونه ترلاسه کړي. د وریځو پوښښ یو بل اوښتونکی عامل دی چې هوایی عملیات ګواښي. وريځې دا امکان زیاتوي چې د ځانګړو عملیاتو پر سرتیرو باندې د دښمن لخوا برید وشي، او د غرونو تر مینځ لارې د هوا پاریدنې او نور هوایي وژونکو پیښو سره مخ کیدای شي. له کابل څخه مزارشریف ته غځېدلې لاره د پیلوټانو لپاره تل یوه ننګونه وي، ځکه چې د سالنګ پر 3365 متره لوړه غونډۍ باندې تیریږي. نو د الوتنې عملیاتو لپاره د دقیقو موسمي معلوماتو لاسته راوړل اړین دي. د قضیې څیړنه ښیي چې د هوا پیژندنې معلومات د افغانستان په پوځي عملیاتو کې ورځني رول لوبوي، مګر د بریا یوه کیسه په کې بیله ده. په 2018 کې، کله چې کندز د دښمن لخوا محاصره شوی و، د دفاع وزارت د لوړ پوړو قوماندانانو یوه ډلې ټاکل شوې وه چې د وضعیت ارزولو لپاره دې ولایت ته الوتنه وکړي. هوا د دوو ورځو لپاره ډیره خرابه وه او د هر ډو الوتکې الوتل ناممکن و. د محاصره شوو ځواکونو لپاره د هلیکوپټرو په واسطه د ژغورنې ماموریت سالنګ ته چې د کابل شمال خواته پروت دی ورسید او د هوا پیژندنې دفتر سره یې اړیکه ونیوله او د هوا حالاتو مفصل راپور یې وغوښت ترڅو د کندز په لور خپل سفر ته ادامه ورکړي. هواپیژندونکو قوماندانانو ته وویل چې که چیرې دوی د دوو ساعتونو په موده کې په ملایمه هوا کې د غرونو له کرښې څخه ونه وځي، نو ممکن دوی دوه ورځې نور هم بند پاتې شي. په داسې یوه پیښه کې احتمالا محاصره شوي ځواکونه له ماتې سره مخ شي. د چورلکې پیلوټانو د دې معلوماتو څخه ګټه پورته کړه ترڅو لوړ پوړي قوماندانان او مهمات په کندوز کې محاصره شوو سرتیرو ته ورسوي. د چورلکې پیلوټانو د دې معلوماتو څخه ګټه پورته کړه ترڅو لوړ پوړي قوماندانان او مهمات په کندوز کې محاصره شوي سرتیرو ته ورسوي. د افغانستان وسله وال ځواکونه او شریف خلک د متحده ایالاتو او دهغه ملګرو څخه د کورودانۍ او مننې پوروړي دي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.