د ناورین لپاره تیار شوي
21 نه ماتېدونکی ساتونکی د قطري او امریکایي پوځیانو وړتیا ازمویي چې امنیتي ګواښونو ته په ګډه ځواب ووایي
یونیپث کارکونکی
د امنیتي ناورین د راتګ پر مهال – هغه که ترهګریز برید وي، یا د کښتۍ تښتول او که د کیمیاوي موادو چاودنه – څو ملیتي ځواکونه باید د یو بل تر څنګه اغېزناک او مناسب غبرګون وښیي
د دغه ډول عالي روزل شوي ټیم لپاره ټینګې تیارۍ ته اړتیا ده؛ لکه څنګه چې په نه ماتېدونکي ساتونکي 21 تمرینونو کې ورکول کېږي؛ دغه څو ملیتي پوځي تمرینونه د 2021 کال د مارچ میاشتې له 21 -25مې په قطر کې وشول.
قطر او په عربي خلیج کې یې ګاونډي هېوادونه یې د سمندر له لارې له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ داسې چې افراطي ترهګرو سازمانونو ګواښلي. د امنیتي مکلفیتونو، لکه د بندرونو، کښتۍ چلولو کانالونو او د انرژۍ د تاسیساتو؛ سربېره، دوحه 2022 کال د فیفا فوټبال نړیوال جام کوربه ده.
د نه ماتېدونکي ساتونکي په پوځي تمرینونو کې د روزنې لپاره جوړې شوې سناریوګانو – چې سلګونه قطري او امریکایي پوځیانو پکې ګډون درلود- د قطر له دفاعي اړتیاوو سره مناسبې وې. سرتېري په کښتیو کې سواره شول چې ګروګان کسان وژغوري، په شپه کې له الوتکو څخه په پراشوټ کې راښکته شول چې په صحرا کې پر هدفونو برید وکړي، پر هغو ودانیو یې بریدونه وکړل چې ترهګرو نیولې وې او بمونه یې خنثی کړل.
د دوحې په ورزشي ښار کې یو لړ نمایشي امنیتي ناورینونو د مهارتونو او وړتیاوو طیف ته اړتیا لرله. د سپورټ په کمپلکس ګې لوبغالي شامل دي چې د نړیوال جام کوربه توب به کوي. امنیتي ځواکونو د بلواګرو مخه ونیوله، چاودېدونکي توکي یې خنثی کړل او هغه ترهګر یې ونیول چې په لوبغالي کې یې د خلکو د ګروګان کولو هڅه کوله.
د قطر د تمرینونو مسؤل، ډګروال مخکمد الاوطیبي وویل، سناریوګانې داسې ډیزاین شوې وې چې د ګډو ځواکونو تیاری وکتل شي چې مختلفې ژبې، تکتیکونه او تاریخونه لري.
”د تمرینونو موخو ته په ډېر بریالیتوب ورسېدو، د قطر وسله وال پوځ ژمن دی چې له خپل امریکايي سټراټېژیک همکار سره به همکاري او همغږي زیاتوي.”
د متحده ایالاتو مرکزي قومانده (CENTCOM) هر کال له خپلو همکارو هېوادونو سره تر 80 ډیر پوځي تمرینونه کوي چې پوځي اړیکې پراخه کړي. زموږ موخه دا ده چې سیمه ایزه همغږي زیاته کړو تر څو پر عمومي امنیتي ګواښونو برلاسي شو.
د سفارت شادافیرې او د دغو تمرینونو په وخت کې په قطر کې د امریکا د ډیپلوماټيک ماموریت مسؤلې، ګرېټا هولټز له قطر څخه خوښي څرګنده کړه چې داسې امنیتي مشارکت یې جوړ کړی چې په العدید پوځي هوایي ډګر کې د امریکا د مرکزي قوماندې او د امریکا هوايي ځواک لپاره د یوې مرکزې ادارې کوربتوب هم پکې شامل دی.
هولټز وویل:”امریکا ته له قطر سره سټراټېژیکه امنیتي همکاري ارزښت لري.” “د نه ماتېدونکي ساتونکي تمرینونه امریکا ته ډېر ښه فرصت دی چې له خپلو قطري همکارانو سره یو ځای روزنه وګورو او ناورین ته د غبرګون ښودلو په برخه کې خپله وړتیا تمرین کړو.”
له نه ماتېدونکي ساتونکي تمرینونو څخه د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او په دفاعي چارو کې د دولت د وزیر ډاکټر خالد بن محمد ال عطیه پوره پوره ملاتړ و.
د دې لپاره چې د ناورین پر وړاندې غبرګون واحد شي؛ قطري مشرانو له ځانګړو ځواکونو، پولیسو، هوایي ځواکونو، د شاهي ګارډ او داخلي امنیتي ځواک یا لېخویه څخه واحدونه سره یو ځای کړي وو.
په دغو تمرینونو کې پر قطري او امریکایي سرتېرو سربېره؛ د فرانسې، اردون، عمان، مراکش، پاکستان، ترکیې او ناټو سرتېري هم وو.
د تمرینونو د پای په مراسمو کې لوړپوړو قطري پوځي مسولینو او د بهرنیو هېوادونو پوځي اتشو ګډون کړی و د هر هېوادو هوایي ځواک خپل هېواد بیرغ په هوا کې وښود.
Comments are closed.