برخی د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه By Unipath Last updated Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter د سیمې نظامي ځواکونو خپل پام د کووېډ- 19 یا کورونا ناروغۍ د له منځه وړلو پر مبارزه باندې وراړولی دی یونیپث کارکونکی که څه هم د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې ډیره پاملرنه په طبي مسلک باندې وه، خو سرتیرو، ماڼوګانو او امنیتی ځواکونو د مایکروسکوپي بریدګر، چې په ټوله نړۍ کې یې په سلګونو زره خلک وژلي د خپرېدو پر وړاندې مبارزه کې خورا مهم رول لوبولی. د قرنطین عملي کول او د ناروغۍ د لېږد او انتقال د کچې کمولو، د سرحدونو بندولو او د پولیس او سرتېرو پام رااړولو ته اړتیا درلوده. پر وخت د روغتیایي اکمالاتو لیږد په ژوند ژغورلو او د ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې مرسته وکړه. د نظامي روغتیایي ماسکونو او دستکشو د ذخیرو ویش د ملکي وګړو ته د کووېډ- 19 یا کورونا د خپراوي په مخنیوي کې ډره مرسته وکړه. او د ملکي روغتونونو د کار د کمولو په موخه، نظامي روغتونونه د خپلې چټګتیا او اغېزمنتیا پر مټ د روغتیایي پاملرنو په وړاندې کولو کې اغېزمن او غوره ثابت شول. هیڅ دوه هیوادونه د ویروس برید پر وړاندې ځواب کې یوشان نه وو، مګر د وسلوالو ځواکونو رول ارزښتناک و: کویټ د عرب خلیج سیمې د ډیری هیوادونو په څیر، د کویټ څوملیته کاري ځواک د ویروس مخنیوي کې مرسته وکړه. همدارنګه، د کویټ اوسیدونکي چې بهرنیو هيوادونو کې یې کار کاوو، هېواد ته د وېروس راوړو خطر ترې لیدل کیده. د کویټ وسله والو ځواکونو، ملي ګارد، پولیسو او نورو ادارو هڅه کوله ترڅو د کورونا ویروس ګواښ کې کموالی راولي. د 2020 فبروري په پیل کې، د کویټ هوایی ځواک نه یوازې خپل اتباع له ایران نه هېواد ته راوستل بلکې د وبا د مخنیوي لپاره یې اړین روغتیایي توکي هم خپل هېواد ته راولېږدول. په قرغزستان کې د ویاړ ساتونکو د ناروغۍ د خپریدو پر وړاندې احتیاطي تدابیر نیسي. رویترز د کويټ د دفاع وزیر، شیخ ناصر صباح الاحمد الصباح چې د لومړي وزیر مرستیا هم دی، په مشرۍ لوړپوړو مشرانو د عبدالله المبارک هوایی ډګر څخه د لیدنې پر مهال دکووېډ- 19 پر وړاندې مبارزه کې د نظامي ځواکونو چټګ اقدام څخه مننه وکړه. د دفاع وزیر وویل، “نن ورځ هغه خدمت چې تاسو کوئ زموږ د ټولو لپاره د وطن پالنې، قدردانۍ او ویاړ ځای ده”. هغه زیاته کړه، “د کویټ دفاع وزارت هڅه کوي چې خپلې ټولې تخنیکي او بشري وړتیاوې لوړې کړي ترڅو د هیواد له هڅو ملاتړ وشي”. د کویټ ملي ګارډ هم هڅه کوي ترڅو د ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د هیواد په ټولو ځایونو کې مرکزونه جوړ کړي. د بېلګې په توګه، د ملي ګارد د اړیکو مرستیال،ډګر جنرال هاشم ال ریفا د کورونا ویروس هغو ناروغانو لپاره د یو ساحوي روغتون له چمتووالي څخه څارنه وکړه چې د احمدي ولایت په محبولا سیمه کی اوسیږي. متحده عرب امارات د خپلو خلکو او د ګاونډیو هېوادونو وګړو د ساتنې په موخه د یو غوڅ ګام اخیستو له مخې د متحده عرب اماراتو اردو سلګونه عربان د چین له ووهان ولایت څخه راانتقال کړل او دوی یې په موْقتي توګه د ابوظبي نړیوال بشرپال ښار کې په یوه نوي جوړ شوي روغتیایي مرکز کې در درملنې لاندې وساتل. د متحده عرب امارات هغو هيوادونو ته هم رسیدنه وکړه چې له دوی څخه یې د ډېرو مرستو تمه کېده. افغانستان له هغو هیوادونو څخه و چې د متحده عرب اماراتو څخه یې روغتیایي توکي ترلاسه کړل. او شیخ محمد بن زاید آل نهیان ډاډ ورکړ چې سوریه به هم دا ډول مرستې تر لاسه کړي. هغه د دې جنګ ځپلي هیواد د ملاتړ یوازینۍ غږ و. د نظامي او امنیتي ځواکونو تر نظر لاندې، متحده عرب امارات نااړین سفرونه محدود او د ناروغۍ د ازموینې پرمختللي مرکزونه یې فعال کړل چې د 15 دقیقو په ترڅ کې چټک معاینات پکې ترسره کیږي. لبنان کله چې د لبنان حکومت د کورونا ویروس په اړه خپل چمتووالی اعلان کړ، د لبنان اردو ته یې د عامه امنیت د خوندیتوب ډیرې دندې وسپارلې. امنیتی ځواکونو خنډونه او پوستې جوړې کړې ترڅو پر نا اړینو سفرونو بندیز عملي، او په ښارونو کې ګزمې ترسره او د خلکو غونډې بند کړي چې د ناروغۍ د خپریدو په مخنیوی مهم ګڼل کیږي. په مارچ کې د حکم صادرېدو سره، د لبنان وسله والو ځواکونو د محافظت توکو، لکه د ماسکونو او دستکشونو کمښت احساس کړ چې سرتېري ورته له خلکو سره د اړیکو نیولو پر مهال د روغ پاتې کېدو په موخه اړتیا لري. په متحده ایالاتو کې د امریکا د روح په نوم یوې نظامي خیریه موسسې 20000 ماسکونه او 100000 دسکشونه د لبنان له فشار لاندې ځواکونو ته ورکړل. نظامي چورلکو، چې پر لوډ سپیکرونو سمبالې وې، د لبنان په ښارونو کې الوتنې وکړې تر څو په کور پاتې کېدو لپاره د دولت د پالیسۍ په اړه د خلکو پوهاوی ډېر کړي. د اردن یو سرتیری هغې کورنۍ ته سوغات ورکوي چې د دوه اونیو لپاره د بحر المیت په ساحل کې قرنطین وه. رویترز عراق عراقي ځواکونه د بصرې او بابیل په ولایتونو کې د کووېډ-19 ناروغۍ د مخنیوي په موخه چمتو او اماده باش دي. له ایراني خاورې او وګړو سره د سهیلي عراق نږدېوالی د ویروس د ډېر خپراوي لامل شوی. امنیتي ځواکونو سره همکاري ډير۰ زياته وه. سیمهییزو اوسیدونکو د قرنطین د څارنې ځواکونو ملاتړ په چای او خواړو سره وکړ. په ټول عراق کې، نه یوازې نظامي ځواکونو له پولیسو سره د قرنطین په تطبیق کې مرسته وکړه، بلکې د لویو ښارو پاکولو کې یې هم کمک وکړ. په ځینو بېلګو کې، د هغه پالیسیو مخنیوی لپاره چې ایران یې د ویروس د ستونزو ځای ګرځولی – امنیتی ځواکونه اړ وو تر څو د هغو زیارت کوونکو تګ راتګ محدود کړي چې د بغداد او کربلا په شان ځایونو ته زیارت لپاره راځي. پاکستان د بحران په پیل کې، د پاکستان هوایی ځواک د چېن د هوبې په ولایت کې د وېروس له کبله د 1300 بندو پاکستاني زده کوونکو لپاره د یوې ځانګړی الوتکې په مرسته 17 ټنه حلال خواړه – چې له دوه اونیو ډېر دوام لپاره کافي وو، ولېږل. په دې روغتیایي بېړني حالت کې د وسله والو ځواکونو رول هراړخیز وو. چورلکو، د غرونو په سختو درو کې د خطرناکو ماموریتونو په ګډون، ټول هیواد ته روغتیایي توکي ورسول. اردو له ملکي ادارو سره، د خېمو جوړولو او د سرپنا په توګه د کانټینرونو د کارولو په ګډون، د نږدې 200 قرنطين مرکزونو په جوړولو او ساتنه کې مرسته وکړه. د پاکستان په شمالي غرنیو ګوښو سیمو، لکه ګلګت-بالتستان کې د مرستې لپاره ځانګړې هڅې شوې وې. نظامي ځواکونو علان وکړ چې په یادو سیمو کې د خلکو د روغتیا د ډاډمنولو لپاره “د جګړې ډګر” ته ووځي. د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر جاوید باجوا څرګنده کړه، “موږ به په دې سختو حالاتو کې هیڅکله هم د ګلګت-بالتستان خلک پرې نږدو.” ازبکستان حتا مخکې له دې چې په ازبکستان کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شي، د دغه هیواد نظامي ځواک د 2020 کال په فبروري میاشت کې د چین ناروغانو سره د کمک په پار لاس ور اوږد کړ. ازبک ځواکونو د 40 ټنه محافظتي توکو/جامو، ماسکونو او دستکشونو ډکه باروړونکې الوتکه د چین ځپل شوو خلکو د مرستې لپاره ولېږله. له چین څخه د وېروس د خپرېدو پر مهال، ازبک مشرانو تاشکند ته نږدې د 10000 بستریز قرنطین مرکز د جوړولو لپاره ځواکونه خای پر ځای کړل. همدارنګه، د ساري ناروغیو دوه 5000 بستریز روغتونونه په چټکۍ سره جوړ او چمتو شول. یو کویټي سرتیری یو سوپرمارکیټ ضد عفوني کوي د کووید- 19 د خپریدو په جریان کې. د کویټ دفاع وزارت قرغزستان په قرغزستان کې د بیړني حالت له اعلان وروسته، د بیشکیک ښار په څنډو کې د ماناس نړیوال هوایي ډکر کې د کورونا ویرس ازموینې لپاره مرکزونه جوړ شول. امنیتې پوستو باید راتلونکي مسافر پر کورونا وېروس د اخته کېدو په پار کتلي او معاینه کړي وی. اردو هم د ناروغۍ د خپریدود مخنیوي لپاره د د مارچ په میاشت کې د بندیزونو په عملي کولو کې لوی رول لوبولی. د بحران په پیل کې، قرغزستان له آلمان څخه 50000 یورو د محافظتي تجهیزاتو، طبي پرسونل روزني، د ناروغۍ د مخ د ډب کولو په موخه د عامه پوهاوي ډېرولو لپاره ترلاسه کړې. بحرین د بحرین د دفاعي ځواک روغتون، په وسلوالو ځواکونو کې د غړیتوب په پام کې نه نیولو سره، د کووېډ- 19 پر ناروغۍ اخته ملکي ناروغانو د ازموینې او درملنې په برخو کی مهم رول ولوباوه. نظامي قومندانانو هغو سرتیرو ته چی له بهرنيو سفرونو بیرته ستنیدلي، امر وکړ ترڅو روغتون ته د ازموینی لپاره لاړ شي. هغه سرتیري چې د ازموینې نتیجه یي مثبته وه، د روغو خلکو د ساتنې لپاره، د روغتون جلا او ګوښو برخو ته ولیږل شول. د لوژیستیکي ترتیباتو د مهارتونو په برخه کې، اردو یوازې د یوې اونۍ په ترڅ کې د دفاعي ځواک روغتون نږدې د موټرو یو پارکینګ کې د 130 بستریز جدي پاملرنو څانګهجوړه کړه. د هیواد د روغتیا شورا مشر، ډګرمن شیخ محمد بن عبدالله ال خلیفه، له ویروس سره د مبارزې لپاره د اردو چمتووالی تایید کړ. د بېلګې په توګه، د بحرین دفاعي ځواک روغتون په ملي کچه د تلویزیون او انټرنیټ له لارې په اوو بېلابېلو ژبو کمپاین پر مخ وېووړترڅو له خلکو نه په کور پاتې کیدو غوښتنه وکړي. عمان د عمان شاهي اردو د متحده ایالتونو له همکارانو سره یوځای د ډلهییزې ویجاړۍ د وسلو د احتمالي بریدونو په وړاندې دفاع په اړه روزنې ترلاسه کړې چې پکې بیولوژیکي وسلې هم شاملې وې. دا چمتووالی د کورونا ویروس مخنیوي لپاره ګټور ثابت شو، چې په مرکزي چین کې د ناروغۍ د پیل له ځای څخه عرب خلیج ته خپور شو. د شاهي اردو انجینران د اردو څانګې لخوا د هیواد په ګوټ ګوټ کې ساحوي ټیمونه جوړل کړل ترڅو پر وېروس ککړ شوي سړکونه او ودانۍ ضدعفوني او پاکې کړي. د هیواد سترې کمیټې د عمان ولایتونو سره تړل شوو سړکونو کې د اردو او پولیسو ګډې پوستې جوړې کړې، او یواځې د بېړني وضعیت اړونده موټرونو او هغو ټرکونو لپاره ورباندې د تلو اجازه شته چې خواړه او نور اړین توکي لېږدوي. د بحرین د دفاعي ځواک د روغتون کارکوونکو د دغه روغتون د موټرو په تمځای/پارکنګ کې دکووېډ- 19 ناروغانو د درملنې لپاره د جدي پاملرنو څانګه جوړه کړه. رویترز سعودي عربستان سعودي عربستان د فبرورۍ په پیل کې د د کوروناو وېروس له خطر سره مخ هېوادونو خلکو باندې مکې ته د حج فریضې پر اداکولو بندیز لګولو سره د مخنیوي اقدامات ونیول. د ورته دورې په بهیر کې، د سعودي عربستان د مخکې تګ اقدام د ایران لخوا د لویو کچې مذهبي غونډو هڅولو سره په مثبت ډول توپیر درلود. د سعودي پوځ یمن ته هم سخاوتمندانه مرستې برابرې کړې. سعودي عربستان، د متحده عرب اماراتو په شان د عرب ایتلاف ملګرو سره یوځای د یمن د عدن په شان سختو ځپل شوو ښارونو ته د روغتیایي توکو د رسولو پوځي الوتنې پیل کړې. سعودي سرتېرو د یمن له خاورې د نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو تګ راتګ ته اسانتیا برابره کړه، او دوی د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د سرحدي دروازو امنیت ڼیتنګ کړ. مصر د مصر وسله وال ځواکونو له هېواده بهر جوړ شوي روغتیایي تجهیزات هېواد ته دننه رانتقال کړل، او لږترلږه یې 200 بستریز شپږ نظامي روغتونونه پرانيستل ترڅو د کورونا ویروس پېښو درملنه کې مرسته وکړي. له یو نه په ډیرو حالاتو کې، ولسمشر عبد الفتاح السیسي په شخصي ډول هغه مهال مداخله وکړه چې کله هغه خلک ولیدل چې د سړک تر غاړې د خوندیتوب اقدامات په پام کې نه نیسي. د ولسمشر کارکوونکو دستکشې او ماسکونه ووېشل. د مصر پوځ هم د عامه خوندیتوب چمتو کولو لپاره پراخ رول ولوباوه. دوی د نورو دولتي ادارو سره د قاهرې ښار عامه ځایونو ضدعفوني کولو کې مرسته وکړه، او د بندیزونو پر مهال چې کم خلک بیرون له کوره ګرځېدل عامه ځایونو باندې یې سپرې وشیندلې. د تحریر څلورلارې، د اوپیرا کور، د ريلګاډي تمځایونه، له ځمکې لاندې د رېلګاډي سیسټم، د الفتح جومات، د عرب لیګ مرکزي دفتر او په سلګونو سړکونو په شان ځایونه ضدعفوني او پاک کاري شول. پدې هڅو کې د پلې لارو او د ودانيو مخې هم شاملې وې. د سعودي عربستان وسله وال ځواکونه د یمن لپاره د ځانګړو شوو مرستو د یوې بخرې په توګه په پوځي الوتکه کې د روغتیایي توکو د بارولو تیاري نیسي د سعودي عربستان وسلوال ځواکونه قازقستان قزاقي ځواکونو له بې پیلوټه الوتکو څخه د هغو خلکو د څارنې په موخه چې د تلاشۍ پوستې یې له پامه غورځولې او په نورسلطان او الماتی کې د قرنطین له پولو په بې پروایۍ سره تېرېدل، پروای کوله کار واخیست. یوازې الماته ښار ته نږدې 1000 په شاوخوا سرتېري د کورونا ویروس پر وړاندېمبارزې لپاره واستول شول. سرتیرو په ټول هیواد کې د ضدعفوني کولو او پاکولو د کمپاینونو ډېره کاري برخه جوړه کړې وه. د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او اټومي خوندیتوب قطعو په نور سلطان، الماته، شیمکینټ، اکتاو، اکټوبې، اتیراو، کاراګندا، کیزیلورډا او تراز کې ولایتونو کې فعالیت ترسره کړ. حکومت پوځي ډاکټران، ملکي روغتونونو ته د ناروغانو د درملنې لپاره واستول. اردن د اردن وسلوالو ځواکونو په مارچ 2020 کې هیواد ته پر بېرته راتلونکو مسافرو باندې قرنطین تطبیق کړ. سرتیرو مسافر د هغوی له رارسېدو سره سم چیک، د کورونا ویروس ټیسټونه یې ترسره او د هغو خلکو لپاره به چې په دې ناروغۍ شکمن ګڼل کېدل، د 14 ورځو لپاره قرنطین کېدل. د جف طبي خدمتونو مرکز د وبا پر مهال لوی رول ولوباوو. دوی نه یوازې سرتیرو او د هغوی کورنیو لپاره جدي روغتیایي پاملرنو وړاندې کولو ته دوام ورکړ، مګر پوځي ډاکټرانو په اردن کې د ویروس د له منځه وړلو لپاره د مکروبي ناروغیو پر کمېټو هم کار وکړ. کله چې د اردن د روغتیا وزارت د وېنې د کمښت راپور ورکړ، جف روغتیایي خدمتونو مرکز په بیړه د وینې واحدونه جوړ کړل. ډیر مسافر د هیواد د بحر المیت اړونده هوټلونو کې قرنطین کېدل چې د هغوی ایزولاسیون یا ګوښیتوب دوره یې نوره هم په زړه پورې کوله. په هر هوټل کې د وسلوالو ځواکونو طبي ډلې ازموینې ترسره کړې او د ناروغانو درملنه یې وکړه. قطر قطري وسلوالو ځواکونو له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه د کورونا ویروس ناروغانو د روغتیایی پاملرنې لپاره د 5000 بستریز روغتیایي مرکزون جوړ کړل. د قطري هوایی ځواک لوژستیک ټیمونو، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره په ګډه، د باروړونکو الوتنو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې ترڅو د روغتیایي توکو لېږدولو او وړاندې کولو سره د ویروس مخه ونیسي. له کړکیچ سره سره، قطر په منځني ختیځ کې، د 2020 اپریل میاشت کې اردن ته له مرستو ډک وسلوال پوځي موټر او عمان د 44 ژمنو شوو له مرستو بار موټرو په ګډون، خپلو ملګرو سره خپلې ژمنې پوره کړې. د مرستو د سپارلو په مراسمو کې په اردن کې د قطر سفیر، شیخ سعود بن ناصر ال ثاني او د قطر د سرحدي ساتونکو قوماندان، تورنجنرال حماد الکبیسي ګډون درلوده. د اردن وسله والو ځواکونو یادونه وکړه چې د قطر سخاوتمندانه مرستې په داسی خطرناک وخت کې مونږ ته ورسېدې چې ټوله سیمه او نړۍ د کورونا ویروس ناروغۍ له خپرېدو ځوریږي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.