څانګېد سیمې هېوادونه د مصر نوی سمندري ځواک By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د مصر سمندري ځواکونو د 2019 په مې کې د الکزاندریا بېړۍ جوړولو کارخانه کې د یوې کوچنۍ جنګي بیړۍ، المویز په جوړولو کار پیل کړ. دا د دې هیواد د کښتیو د ترمیم لپاره یو بل اقدام دی چې غواړي د سویس کانال او نورو اوبو لارو څخه ښه دفاع وکړي. په ورستیو کلونو کې نوموړی سمندري ځواک د خپلو بېړیو د بدلولو یا بیاځلې جوړولو هڅه پیل کړې. او د مصر وسلوالو ځواکونو د ټولو وسلو او تجهیزاتو د نوي کولو په موخه پر استراتیژیک پلان کار کوي. که څه هم د یو غښتلي او معاصر سمندري ځواک لپاره لوړو عملیاتي لګښتونو ته اړتیا ده، خو بیا هم د سمندري امنیت په ساتنه کې پاتې راتلنه د دغو لګښتونو پر وړاندې هیڅ شی هم نه دي. د مخدره توکو او وسلو قاچاق په شان غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي او د سویس کانال، د سمندري تېلو او ګازو د سیمو غوندې د حیاتي زیربناوو د امنیت خوندي کولو لپاره یوه پیاوړي سمندري ځواک ته اړتیا شته. المویز د فرانسویانو لخوا په یو مصري کاخانه کې په ګډه جوړه شوه، خو مصریانو د خپلو بیړیو د پراختیا او جوړولو لپاره او د جنګي وړتیا د زیاتولو لپاره له جرمني، جنوبي کوریا او نور ملکونو سره هم قراردادونه لاسلیک کړي دي. مصر د جزمني کمپنۍ تایسنکروپ سره قرارداد لاسلیک کړ، ترڅو د مصر لپاره د تکنالوجي له اړخه پرمختللي څلور ډیزلي-برېښنایي اوبتلونه جوړ کړي. دا اوبتلونه د ټارپیدو او د بېړۍ ضد پر توغندیو سمبال دي. د نوموړو څلور اوبتلونو څخه وروستی به یې په 2020 کې په کار پیل وکړي. سرچینه: akhbarelyom.com Facebook Twitter Share
Comments are closed.