د مرګ سیمې
زرګونه یمنیان د هغو ځمکنيو ماینونو له امله مړه شوي چې له نړیوال قانون څخه په سرغړونه ښخ شوي دي
د دې خبرې کول به مبالغه نه وي چې د 2014 له کودتا وروسته په یمن کې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي ملیشو لخوا د ځمکني ماینونه د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو په لویه کچه ښخ کړل شوي دي، او د انسانیت پر وړاندې تر ټولو سخت جنایت ګڼل کیږي، چې د ملیشو لخوا د یمنیانو د اوس وخت او راتلونکی پر وړاندې ترسره شوی.
حوثي ملیشې په هغو ټولو سیمو کې ماینونه ځای په ځای کړي چې لاسرسی يې ورته موندلی، یا یې ورڅخه شاتګ کړی او یا یې خپل کنټرول لاندې دي. حوثیانو د پوځي او ملکي سیمو تر منځ د توپیر کولو پرته دا کار ترسره کوي. حوثي ماینونه د کورونو، ښوونځیو، جوماتونو، مارکیټونو، څړځایونو او کرنیزو سیمو په منځ کې ښخ شوي. دوی په سړکونو، هوایی ډګرونو او بندرونو، د ځمکنیو اوبو او د بېړیو نړیوالو سمندري لارو کې ژوند ته ګواښ پیښوي.
د ماین پاکۍ ملي پروګرام د شمېرو له مخې د حوثي ماینونو له کبله تر 7000 ډیر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، چې ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان دي. دغو ماینونو له زرګونو کسانو څخه لاس او پښې اخیستي او نور خلک یې له دایمي معلولیت سره مخ کړي. دوی همداراز په حدیده، مارب، الجوف، ال ذالي او شبوا ولسوالیو کې په څړځایونو کې څاروي لکه غواګانې، پسونه او اوښان له منځه وړي.
د ملکي قربانیانو ویرجنې کیسې ډیرې دي. له دې ډلې د 13 کلن نصیر محمد کیسه ده چې د لوبی پر مهال یې د حوثیانو پر ښخ شوي ماین باندې له پښې ایښودلو او د ماین له چاودلو وروسته خپله سترګه له لاسه ورکړه.
د ماینونو پر وړاندې د اخلاقي فساد شتون
د هغو نړیوالو سازمانونو شمېرې/احصاییه چې د ماینونو د څارنې دنده لري د ناورین کچه او د حوثي ماینونو له کبله د قربانیانو اصلي شمیر نه منعکسوي د ماین پاکۍ ملي پروګرام لخوا خپاره شوي حکومتي راپورونه تاییدوي چې حوثي ماینونو له امله د 2014 زېږدیز کال کودتا څخه مخکې د یمن پوځ په وسلتونونو کې شتون نه درلود، او دا چې دا د حوثیانو لخوا په سیمهییز ډول د ایران د انقلابي ګارد او د هغوی د متحدینو تر څارنې لاندې تولید شوي دي.
د ماین پاکۍ ملي پروګرام مشر، برید جنرال امین صالح العقیلی څرګنده کړه چې حوثي ملیشې المونیم نایتریټ (چې د ماینونو د جوړولو لپاره د چاودیدونکو توکو مهمه برخه ده) او ټي ان ټي د ماینونو د فلزي پوښ داخل کې ځای پر ځای کوي.
یمن په 1997 کې د اوتاوا د ماین ضد تړون لاسلیک کړ او هغه قانون یې تصویب کړ چې د دې ماینونو تولید، ډیزاین، واردات، صادرات، ملکیت، لیږد او ځمکه کې ځای پر ځای کول او تولید یې جرم وګاڼه. د یمن پوځ په 2007 کې خپله ذخیره ویجاړه کړه. خو د حوثیانو لخوا د سلګونو زرو ماینونو جوړولو او خښولو دا پرمختګ خراب کړ، او یمن د نړۍ د هغو اصلي هیوادونو په کتار کې راځي چې ماینونو ځپلي دي.
تر ټولو ناوړه خبره دا ده چې حوثیانو د ایراني ملاتړکوونکو کارپوهانو تر څارنې لاندې د وسایطو ضد ماینونه د پرسونل ضد ماینونو باندې واړول او د فشاري پلیټونو پر مټ د 3 کیلو ګرامو په اندازه وزن په فشار سره فعال او ماشه کیږي. د وزن دا کچه د یو کوچني ماشوم له وزن څخه هم لږ ده.
حوثیانو له راکټونو، د ټانک مرمیو او توپونو څخه ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي (آی اي ډي) جوړ کړي، چې د غټو تیږو پڅیر ورته رنګ ورکوي، او د پي وي سي پایپونو څخه یې چسپکي بمونه جوړ کړي چې شاوخوا 30 کیلوګرامه چاودیدونکي توکي لري.
حوثیانو د تودوخې سینسرونو په کارولو سره، د پوځي او ملکي هدفونو، سړو یا ښځو، زړو یا ماشومانو، انسانانو یا څارویو ترمنځ له توپیر پرته، په عامه سړکونو کې ښخ کړل شوو چاودیدونکو توکو او ماینونو ته چاودنه ورکوي. د قرباني د بدن حرارت چاودیدونکې وسیله فعالوي کله چې بم ته نږدې کیږي، چاودنه رامنځته کیږي.
د فشار پر تارونو باندې پښه ایښودل هم کولی شي ماینونه فعاله کړي، او د ریموټ کنټرول لخوا هم تنظیم کیدی شي.
د ماین پاکۍ ټیمونو د له منځه وړلو او د ملکي ورګ ژوبلو د زیاتولو لپاره حوثیانو لوی ماینونه جوړ کړي ترڅو د ماین پاکولو د هڅو پرمهال ورته چاودنه ورکړي.
د ایران تر ملاتړه برخمنه حوثي ترهګري یوازې تر ځمکې پورې محدود نه ده: د دوی ماینونه په سره سمندر او باب المندب تنګی کې هم رابرسېره شوي ترڅو په نړیوالو سمندري لارو کې سوداګریزې کښتۍ او د تیلو ټانکرونه په نښه کړي.
د تیرو څو کلونو پر مهال، ماینونو سوداګریزو کښتیو او کب نیوونکو کښتیو ته زیان رسولی او په ساحلي اوبو کې یې سلګونه کب نیوونکي وژلي دي.
په یمن کې د قانوني حاکمیت لپاره د سعودي په مشرۍ ایتلافي ګډو ځواکونو اعلان وکړ چې د سمندري تګ راتګ د جاري ساتلو لپاره یې تر 150 ډیر ماینونه له منځه وړي دي.
د مرګ د سیمې پاکول
د یمن مشروع حکومت د ماینونو په پاکولو او له منځه وړلو کې لوی ګامونه اخیستي، د دوی خطراتو په اړه پوهاوی ورکوي او د قربانیانو سره مرسته کوي. دا کار د ماین پاکۍ ملي پروګرام او د دفاع وزارت د پوځي انجینرۍ ټیمونو لخوا د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام، د ماین پاکولو لپاره د سعودي پروژې، او ملاتړ کونکي دولتونو او سازمانونو په همکارۍ رامنځته شوی.
په یمن کې د کلونو جګړو له امله د رامنځته شوي سیاسي او اقتصادي ناکراریو سره سره، طبي ډلې د قربانيانو سره د پلاستيک جراحي په ترسره کولو، د مصنوعي غړو په جوړولو او د درملنې په برخه کې مرسته کړې.
د حکومت لخوا د تصویب شوي چټک غبرګون پلان په چوکاټ کې، د ماین پاکۍ ملي پروګرام د وروڼو او ملګرو په ملاتړ، د یمن په پراخو سیمو کې د ماین پاکۍ چارې ترسره کړې. د 2020 تر اګست پورې، موږ 14031 د پرسونل ضد ماینونه او 621531 د وسایطو ضد ماینونه له منځه وړي دي. د یونیسف په ملاتړ د ماین د پوهاوي یو کمپاین کې نږدې 1.3 میلیون یمنیانو ته پوهاوی ورکړل شو.
دا کار د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د ماین پاکۍ هڅو ته دوام ورکوي، چې پر مټ یې په 2019 کې له 35000 څخه ډیر ماینونه او ناچاودیدونکي توکي شنډ شول.
د سعودي عربستان د ماین پاکی پروژه چې د پاچا سلمان بشري مرستو له مرکز سره تړون لري، یمنیانو ته د امید په راوستو کې ستر رول لوبولی. د دې پروژې د ماین پاکۍ ټیمونو بې ځایه شوو خلکو سره مرسته وکړه ترڅو خپلو کورونو ته بیرته ستانه شي او د ماین قربانیانو ته یې روغتیایي پاملرنې او بشري مرستې چمتو کړې.
د حوثیانو لخوا د ماینونو او چاودیدونکو توکو ډیر زیات کارول او په ګڼ میشتو سیمو کې د نقشې پرته په تصادفي ډول د ماینونو ځای پر ځای کول، ملیونونو ملکي وګړو ته یو خطر رامنځته کوي. دا کار عامه ژوند ګډوډوي، بشري کړاوونو ته لا پراختیا ورکوي، د پرمختګ خنډ ګرځي، او د جګړې له پای ته رسیدو وروسته هم د لسیزو لپاره چاپیریال له خطر سره مخ کوي.
که څه هم د سولې په خبرو کې حوثي ماینونه اصلي موضوع ده، خو د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس د حوثیانو او د دوی د ایراني ملاتړو په برخه کې د پرمختګ د نه شتون له امله ناهیلي څرګنده کړه.
ایا نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا به دغو جرمونو ته چې په زرګونو ښځې، ماشومان او بوډاګان د دې ماینونو ښکار ګرځي شا کړي؟ ایا نړۍ به حوثي مشران د دې جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو پر وړاندې مسؤل وګڼي؟
Comments are closed.