د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر د ترکمنستان څخه لیدنه کوي
د ترکمنستان “مثبتې بې طرفۍ” ته د درناوي څرګندولو لپاره، جنرال میکایل، ای. کوریلا، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، په 2023 اپریل کې د امنیتي همکارۍ پیاوړي کولو هدف سره د نوموړي هیواد څخه لیدنه وکړه.
جنرال کوریلا په پلازمینه عشق آباد کې د ترکمن نظامي مشرانو او د بهرنیو چارو وزارت لوړرتبه استازو سره ناستې وکړې. پدغو کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویپا حاجي یوف، د دفاع وزیر ډګر جنرال بیګنج ګوندوګدیوف او لوی درستیز ډګروال اکمورات انیمتوف شامل و.
کله چې کوریلا په عشق آباد کې د دې چارواکو سره بوخت و، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راسیت میریدوف د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره د کلني دوه اړخیز مشورو لپاره واشنګټن ډي.سي ته ورسیده.
ترکمن مشرانو د متحده ایالاتو د ملي ګارد د ایالت مشارکت پروګرام په لړ کې د ترکمنستان وسله والو ځواکونو او د مونټانا ملي ګارد ترمینځ پدې وروستیو کې د رامینځته شوي روزنیز او تعلیمي مشارکت ستاینه وکړه.
د نیک نیتۍ په یوه حرکت کې، کوریلا په دوهمه نړیواله جګړه کې وژل شوي ترکمن سرتیرو د درناوي څلي کې د ګل یوې غونچې ایښودلو لپاره د انیمتوف سره ملتیا وکړه.
کوریلا لیدنه دې ډاډ سره پای ته ورسوله چې ترکمنستان او متحده ایالات د مرکزي آسیا هیوادونو د اراضي تمامیت او د ثبات په اړه شریک لیدلوري لري.
جنرال وویل، “د دې په څیر لیدنې دوامداره مشارکت ته لاره برابروي کوم چې د تلیفون یا د ویډیوي ټیلي کنفرانس له لارې نشي رامینځته کیدی”.
په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سره د خپلې لیدنې پرمهال، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د امنیتي موضوعاتو یادونه وکړه چې پدغو کې په ګاونډي افغانستان کې د بې ثباتۍ راکمولو څرنګوالی شامل و.
Comments are closed.