څانګې د لوړپوړي مشر پیغام By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter زه د دې ګڼې سرمقالې د لیکلو لپاره د یونیپث مجلې د بلنې په منلو سره خوښ یم، چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې لخوا خپریږي او د امنیتي او پوځي چارو لپاره ځانګړې شوې ده. هغه موضوع چې غواړم ورباندې بحث وکړم د کرونا ویروس ناروغۍ پر وړاندې له وسلوالو ځواکونو سره په ملګرتیا د اردن حکومت رول دی، چې د ورور او متحده پوځونو ترمینځ له دې ناروغۍ سره د مبارزې او سیمې ته د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره د همکاری پر اړتیا ټینګار کوي. له هغه ورځې راهیسې چې د چین په ووهان سیمه کې کورونا ویروس په خپریدو شو، د اردن وسلوال ځواکونه د دولت او رسمي ادارو سره په ملګرتیا هڅه کړې تر څو وضعیت تر څار لاندې ونیسي، د دولت په کچه ستراتیژیک پلانونه جوړ کړي او د یادې ناروغۍ پر وړاندې د لوړې کچې همغږي وکړي. د جنوري میاشت په پای کې حکومت په ګړندۍ توګه په عربي هیوادونو کې د یو شمیر زده کونکو د ایستلو ترڅنګ، په ووهان کې میشته د اردن لسګونه زده کونکي په بیړه وویستل. حکومت دغه احتیاطي ګام د لوی پاچا دوهم عبدالله ابن الحسین رحمة الله علیه د مستقیم لارښود لاندې اخیستی. دا د دې مرض د خپریدو پر وړاندې د مبارزې لپاره د حکومت او رسمي ادارو د مخکې تګ پلان جوړونې، جدي والي او پوهاوي څرګندوي دی. د مارچ میاشت په 15 باندې جلالتمآب پاچا هیواد ته راستون شو او د امنیت او کړکیچ د مدیریت لپاره د ملي مرکز د یوې ناستې نظارت یې وکړ، ترڅو دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ملي هڅو د یووالې اړتیا ته پاملرنه وشي. جلالتمآب د اړونده دولتي ادارو سره په همغږۍ او مشوره د وسلوالو ځواکونو په مشرۍ د بحران د مدیریت لپاره د یو عملیاتي مرکز د رامینځته کولو امر ورکړ، ترڅو له بحران سره مبارزه وکړي، ملي امنیت خوندي کړي او په سلطنت کې د خلکو او اوسیدونکو روغتیا او حقونه خوندي کړي. له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د بحران د مدیریت مرکز رامینځته کول یو فعال اقدام وو. دغه مرکز د وزارتونو او رسمي ادارو د استازیو ترمینځ د دوامداره همغږي سیسټم په پلي کولو سره په ستراتیژیکه او عملیاتي کچه کې خپلې دندې سرته رسوي. هدف یې د هغه ستونزو لرې کول دي چې ښاریان ورسره مخامخ دي، پرته لدې چې پر پلان او د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره پر نیول شوې پریکړو باندې اغیز وکړي. د اردن دفاعي قانون نافذ شو او له مخې یې د وبا خپریدو د مخنیوی په موخه څو حکمونه صادر شول. له دفاعي حکمونو سره سم، د سلطنت په ټولو ولسوالیو، ښارګوټو، کلیو او شاوخوا سیمو کې د وسلوالو ځواکونو او امنیتي منسوبینو د استولو پلان فعال شو. لومړی او تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د ځواکونو دا ګمارنه له خلکو سره د مرستې او د دوی د ساتنې لپاره په پام کې نیول شوې وه، ترڅو د ناروغۍ د کنټرولو او د هغې فعالیت د محدودولو لپاره طبي کارکوونکو او د وبا پېژندنې د سروې ټیمونو ته واک ورکړل شي چې خپلې دندې ترسره کړي. د دفاعي قانون له نافذ کېدو سره سم، موږ ډاډ ورکوو چې د اردن خلک به د ورته اقداماتو لپاره اړتیا احساس کړي. له نیکه مرغه موږ دا ډاډېینه له لاسه ورنکړه. د ښاریانو تر منځ پوهاوی او د پاچا پر ځیرکې رهبرۍ باندې د دوی بشپړ باور او او زموږ له وسلوالو ځواکونو او امنیتي خدماتو سره د دوی مینه او ویاړ د همغږۍ او همکارۍ د ډېرېدو لامل ګرځېدلی او د ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې یې مرسته وکړه. دا هرڅه د 2018 په منځ کې د اردن د وسلوالو ځواکونو عمومي قوماندي له لوري د قطعاتو او تشکیلاتو/جمع نظامونو د بیارغونې پروګرام له پلي کولو وروسته رامنځته شول ترڅو د اردن ثبات او امنیت پر وړاندې هر ډول ګواښ سره د شته سرچینو پر مټ مقابله وکړي. د اوسني وخت سره سم د پوځي او تخنیکي ظرفیتونو د عصري کولو، پیاوړي کولو او پراختیا سربیره، همدارنګه دې پروګرام متحدو، همکارو او ملګرو هېوادونو سره د ګډ کار د وړتیا ډاډ رامنځته کړ. د وسلوالو ځواکونو بیارغونه چې د ملي امنیت یوه لویه ستنه ده، دوی ته دا وړتیا ورپه برخه کوي تر څو له نویو پرمختګونو سره د سمون ښودلو لپاره بدلونونو ته غبرګون وښیي او د سلطنت د درناوي او ثبات د ساتلو لپاره د خپل مقدس ماموریت د دوام لپاره اړین وسایل او میتودونه وکاروي. دا چې وسلوال ځواکونه د دولتي ادارو او امنیتي سازمانونو دوامدارې همکارۍ او همغږۍ په ترڅ کې د کوروناوېروس کړکیچ پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي سره ښایي د بیا جوړونې اغیزمنتیا او امکانات په ښه توګه راڅرګند شي. وسلوال ځواکونه، په نړیوالو تمرینونو کې د ګډون او د استخباراتي مالوماتو شریکولو له لارې چې کولی شي زمونږ د هغو سرتېرو پوهاوی پیاوړی او مهارتونه ډېر کړي چې په ګډ عملیاتي چاپېریال کې فعالیت کوي، له افراطي تروریستي ډلو څخه د پولو په خوندي کولو او د سیمهییز امنیت او ثبات د پراختیا په موخه د متحد او دوست هیوادونو سره د خپلې ملګرتیا د پراختیا لپاره کار کوي. د متحده ایالاتو د ځواکونو سره په همغږۍ، موږ د افراطیت پرضد د مبارزې دوهم نړیوال کلنی کنفرانس د فکري امنیت تر عنوان لاندې په لار واچوو” پدې کې 72 ملګرو هیوادونو برخه اخیستې وه ترڅو د فکري افراطیت او تروریزم ټول ډولونه چې د افرادو، ټولنو او هیوادونو ژوند ته زیان رسوي، رد کړي. له لومړۍ ورځې راهیسې، وسلوالو ځواکونو دولت او ټولنې ته د فکري افراطیت او تروریزم خطر ورپیژندلی. له همدې امله، وسلوالو ځواکونو د تروریزم او افراطیت پر وړاندې پوځي مرکز تاسیس کړ، چې د تروریزم پرضد د مبارزې او تروریزم ضد ستراتیژۍ کې د ماسټری سند ورکوي. په پایله کې زه غواړم له مختلفو هېوادونو څخه خپلو متحدینو او ملګرو څخه د دوی د دوامدارې مرستې لپاره چې د نړیوالې وبا په ماتولو کې یې کړي، مننه وکړم. زه غواړم د اردن مسلح ځواکونو، امنیتي خدماتو، سازمانونه او دولتي ادارو څخه چې د کروناویروس بحران سره په مبارزه کې یې هلې ځلې کړي او د سلطنت د اوسېدونکو ژوند او امنیت یې خوندي کړی، هم مننه وکړم. تورن جنرال یوسف الحنیتي د ګډو ځواکونو د درستیزولۍ مشر، د اردن وسلوال ځواکونه/عربي پوځ Facebook Twitter Share
Comments are closed.