د لوړپوړي مشر پیغام
موږ ویاړو چې د یونیپث دې ځانګړې ګڼې لپاره په ګډه دا سرمقاله لیکو چې د پولو او ساحل دفاع باندې تمرکز کوي. دفاع د امنیت او څارنې ساتلو لپاره ویښو سترګو ته اړتیا لري پداسې حال کې چې د ملي، سیمه ییز او نړیوال امنیتي ګواښونو او خطرونو سره مخ وي. د ډیری دودیز او غیر دودیز امنیتي ګواښونو سره مقابلې او د امنیت او ثبات ډاډمن کولو لپاره همکارۍ او مشارکت ته اړتیا ده.
د عمان سلطنت او د امریکا متحده ایالاتو ترمینځ ژوره ستراتیژیکه اړیکه د نږدې مشارکت څرګندونه کوي. په 1833 کې، عمان د امریکا متحده ایالاتو سره د ملګرتیا او سوداګرۍ یو تړون لاسلیک کړ چې په 1834 کې د کانګریس لخوا تصویب شو. شپږ کلونه وروسته، عماني بیړۍ سلطانه نیویارک ته راورسیدله، چې د عمان د هغه وخت واکمن سید بن سلطان لخوا لیږل شوې وه. پدغه بیړنۍ کې د سلطان استازی، احمد بن نعمان الکعبي و، چې د امریکا متحده ایالاتو کې لومړی معتبر عرب دیپلومات وګرځید او پدې توګه یو تلپاتی نظامي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري مشارکت پیل شو.
دا ډول ستراتیژیک مشارکت د هغه ټیکاو او اصولو پربنسټ دی چې دواړه هیوادونه ورسره اشنا دي. د دغه مشارکتونو په لړ کې یو یې د عمان سلطنت او د امریکا متحده ایالاتو ترمینځ نږدې نظامي مشارکت دی، په ځانګړي توګه د سلطان وسله والو ځواکونو او د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې ترمینځ.
د عمان سلطنت د عرب ټاپو وزمه په لیرې سهیل ختیځ کې موقعیت لري او ساحلي پټۍ یې د هورمز تنګي د شمال څخه نیولي تر د یمن پولې پورې په سهیل کې غزیدلي چې درې سترو اوبو څخه تیریږي: عرب خلیج، عرب سمندرګی او د عمان سمندرګی. په سمندر کې د ګرځیدونکي یوه ملت په توګه چې ژور سمندري تاریخ لري، عماني سوداګرو او پوهانو د بیلابیل کلتورونو ترمینځ سفر کړی، د هغوی سره یې راشه درشه کړې او ورسره ښکیل شوي دي. په پایله کې، عمانیانو د ډیری کلتورونو او تمدنونو سره اړیکې جوړې کړي او خپل دې کار ته یې دوام ورکړی دی. سمندري فعالیت د نړیوال کیدو دې پیر کې خورا مهمه برخه لري، او عمان د آزادې تبادلې او مشارکت روحیی ته دوام ورکول غوښتلی دی چې د نړیوال کیدو لومړي پیر کې برلاسی و. دا فعالیتونه د داسې یوه چاپیریال چوپړتیا ته دوام ورکوي چې کلتوري، سوداګریز او ساینسي همکاري ډیروي، همدارنګه ګډ شتون، سوله، همغږي او دوه اړخیزه درناوی پياوړی کوي، ترڅو عادلانه بادونه د هر چا په کښتۍ کې وچلیږي.
د عمان ستراتیژیک موقعیت ته په کتلو سره، د عمان بندرونه په اسانۍ د هند سمندر لویدیزې برخې څخه، مخکې یاد شوي اوبو او د هورمز تنګي څخه په اسانۍ د لاسرسي وړ دي. د عمان سلطنت او د امریکا متحده ایالاتو ترمینځ د ستراتیژیک بندر تړون لاسلیک کیدو د شریک امنیتي اهدافو پياوړي کولو ته د دواړه هیوادونو ژمنتیا تائید کړه.
د هورمز تنګی د تیلو او ګازو د لیږد یو له نړیوالو لارو څخه ګڼل کیږي، چې هرکال ورڅخه 60,000 بیړۍ تیریږي، هره ورځ 17 میلیون بیرل تیل سمبالوي چې د سمندر له لارې لیږدول کیدونکي تیلو 30% جوړوي. د تیلو سربیره، مایع طبیعي ګاز هم لدې لارې لیږدول کیږي، چې د دې ارزښت لرونکي توکي د 30% سوداګرۍ استازیتوب کوي. د عمان سمندري ځواک، د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې او د سیمه ییز سمندري ځواکونو سره په همغږۍ کې، د دې حساس موقعیت د مرکزي ساتونکي په حیث حیاتي رول لوبوي. د دې د سمندري ځواک واحدونه او ځواکونه د هورمز تنګي هغه برخو کې د کښتیو د لارو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کوي چې د عمان اوبو کې راځي.
دا رول د سمندري امنیت مرکز له لارې تقویت شوی او پیاوړی شوی دی. دا قومانده د عمان سمندري ساحه کې امنیتي عملیات مدیریت او لارښوونه کوي؛ سمندري بندرونو، تاسیساتو او ساحلي پټۍ لپاره لازمي محافظت وړاندې کوي؛ او د سلطنت سمندري امنیت ادارو سره په همغږۍ د سمندري امنیت ګواښونو سره مبارزه کوي. د بار وړلو او کښتیو خوندیتوب تضمین کولو لپاره، دا مرکز د سمندري امنیت ګواښونو په اړه اندیښمن هیوادونو کې د بیلابیل عملیاتي مرکزونو سره هم معلومات راټولوي، تحلیل کوي او تبادله کوي. عمان د متحد او ملګري هیوادونو سره د سمندري امنیت پیاوړي کولو او د معلوماتو تبادلې لپاره تړونونه لاسلیک کړي دي.
د سمندري امنیت چاپیریال کې د بدلونونو مشاهده کولو کې، موږ سمندري خطرونو او ګواښونو کې ډیروالی ملاحظه کړی دی، په ځانګړې توګه سمندري غلا، وسله واله غلا، نفوذ کول او قاچاق، د نړیوال کښتیو لارو بندول، سمندري تروریزم، د هیوادونو ورهاخوا منظم جرمونه او غیرمشروع سوداګري لکه د انسانانو او وسلو قاچاق سره تړاو لرونکي ګواښونه.
په 2019 کې د خلیج همکارۍ شورا غړي هیوادونو په سیمه ییز اوبو کې د شدید امنیتي ګزمو کول پیل کړل. د امریکا متحده آیالاتو د مرکزي قوماندې اړوند د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک 5مې ډلې لخوا د یوه بیانيې مطابق، “د شورا غړي هیوادونو د یو بل سره ارتباط او همغږي پیاوړې کړې، ترڅو سیمه ییز سمندري همکاري او په عرب خلیج کې د سمندري امنیت عملیات ملاتړ کړي.”
دې بیانيې واضح کړي ده چې “د خلیج همکارۍ شورا بیړۍ، پشمول د سمندري ځواک او ساحلي ګارد پورې تړاو لرونکي هغو، د یو او بل سره او همدارنګه د امریکا متحده آیالاتو سمندري ځواک سره له نږدې کار کوي.” د 5مې ډلې د عملیاتو ساحه د عرب خلیج، د عمان سمندر، سور سمندرګی او د هند بحر برخو په شمول شاوخوا 2.5 میلیون مربع مایل ساحه د پوښښ لاندې لري. پدې ساحه کې 21 هیوادونه او درې حساس د تقاطع ځایونه دي: د هورمز تنګی، سویز کانال او د باب المندب تنګی.
پدې وروستیو کې، 5مې ډلې د ودې په حال کې ګواښونو سره مبارزې لپاره یو نوی نوښت پیل کړ. د دې نوښت استازولي کاري ځواک 59، د فضایی، ځمکني او د اوبو لاندې بې پرسونل ډرونونو نوي ځواک کوي. د دې ځواک په لاره اچولو موخه د سمندري عملیاتو سره په چټکۍ د بې پروسنل سیسټمونو او مصنوعي ذهانت مدغم کول دي.
دا ځواک پرته له شکه په سیمه ییز مشارکتونو او ائتلافونو درنده تکیه لري. موږ زمونږ د یووالي او مشارکت له لارې پیاوړي یو.
مرستیال مدیر عبدالله بن خامس الرئیسي،
د سلطان د وسله والو ځواکونو ستر درستیز،
او مرستیال امیرالبحر جیمز مالوی، پخوانی مرستیال
قوماندان، د امریکا متحده آیالاتو مرکزي قومانده
Comments are closed.