د لبنان د راتلونکي مشرانو روزل
د لبنان په وسله وال ځواکونو کې د عملیاتو درستیز معاون برید جنرال حسن جوني د خپل مسلکي ژوند ډیره برخه په ځوان افسرانو کې د هیواد پالنې ترویجولو باندې تیره کړې
برید جنرال حسن جوني، چې تر دې وروستیو پورې د لبنان د فواد شهاب قوماندانۍ او سټاف کالج قوماندان و، ارامه او خاکساره شخصیت لري چې د زده کونکو او استادانو درناوی یې ګټلی دی.
هغه احتمالآ دا د ستایلو وړ ځانګړنې د ډیری تجربو څخه خپلې کړي چې د لبنان وسله وال ځواکونو کې د خدمت پرمهال ترلاسه کړي او د خپلې غوره مشغلې، شطرنج، څخه چې د اردو د شطرنج اتلولۍ ګټلو څخه مخکې یې د شطرنج په تخته ډیرې جګړې کړي دي.
د قوماندانۍ کالج د مشر په حیث د څو کلونو خدمت کولو وروسته، برید جنرال حسن په 2023 کې د لبنان وسله والو ځواکونو کې د عملیاتو درستیز معاونیت ته ارتقا وکړله. د هغه مسلکي ژوند د هغه مقاومت ته درناوی دی. هغه د اردو سره په حساس وخت کې یوځای شو کله چې فرقه پالنې او وسله والو ډلو د دولت د تخریب لپاره کار کاوه.
هغه وویل، “زه په کال 1984 کې په لبنان کې د کورنۍ جګړې په اوج کې د جګړې کالج کې داخل شوم، کله چې د فرقه پالو او ایډولوژیکي ګوندونو او ملیشه کلتور موجود و، مګر ما مشروعیت، دولت او قانون انتخاب کړ ځکه چې زه په دوی د ملي ژوند د بنسټیزو ارزښتونو په حیث باور لرم.” “نو ما خپل ځان د ویاړ، قربانۍ او وفادارۍ اردو سره د یوځای کیدو لپاره د جګړې کالج د دروازو له لارې د خپل هیواد پراخه دروازه ټکولو په حال کې وموند.”
دغه سختو وختونو د نظامي کالج څخه د فراغت وروسته ځوان بریدمن حسن ته بڼه ورکړې.
د هغه او د هغه د وروڼو افسرانو رول په داسې یوه چاپیریال کې د دولت حاکمیت او واک تحمیل کول و چې ملیشه او بهرنۍ اجنډاوې ورباندې واکمنې وې او موخه یې د دولت ختمول و. د دې ځوان افسرانو جرت او هیواد پالنه د انسان وژونکو وحشت او د ملیشو اجنډاو باندې برلاسې شوه او پدې توګه د لبنان بیرغ راپورته او د قانون حاکمیت او سوله واکمنه شوه.
هغه وویل، “زما د جګړې لومړی خوند د تنظیمي ملیشه و پروړاندې زما د فراغت څخه یوازې دوه میاشتې وروسته و.” “هغه جګړه، چې ما یې خپل ځان په مینځ کې وموند، خورا شدیده وه او ما هغه وخت لاهم عملي تجربه نه درلودله، زه یوازې شاوخوا 21 کلن وم. دې محاربې د اردو د افسر په حیث زما د کار څرنګوالي او زما ریښتینې دندې ته ډیر ژر ور وپیژندلم. زه د سترې ننګونې او مسؤلیت سره مخ وم چې اړ یې کړم د لازمي محاربوي مهارتونو د پراختیا لپاره سخت کار وکړم.”
هغه د خپل 39 کلن نظامي ژوند په اوږدو کې ډیرو جګړو کې برخه اخیستې او عملي تجربه یې ترلاسه کړې. هغه په اردو کې بیلابیلو بستونو ته ترفیع کړې، چې د روزنې، امنیت او استخباراتو برخو کې یې د هغه مهارتونه پیاوړي کړي دي. هغه په نهایت کې په سټاف کالج کې خپله اړتیا وموندله، چیرې چې هغه خپلې تجربې په تاکتیکي او ستراتیژیک درسونو واړولې چې داسې یوه نهاد ته به یې ګټه رسیږي کوم چې د “قوماندانانو فابریکه” باندې یادیږي. په 2019 کې د کالج قوماندان کیدو څخه مخکې، هغه د شپږو کلونو څخه ډیره موده د بشپړ وخت استاد په حیث خدمت وکړ.
برید جنرال حسن وویل، ښه تعلیم لرونکی او روزل شوی افسرانو قطعه د ستونزمن ماموریتونو اجرا کولو وړتیا لرونکي منسجم ځواک د بنسټ ډبره وي. د سرتیرو باور او درناوی ګټل اطاعت ته اړ کولو لپاره د واک کارولو پرځای ډیر اغیزناک دي.
هغه وویل، “د مشرتابه معنوي اړخ او په بیلابیلو برخو کې د دې پراختیا او وده مشر ته وړتیا ورکوي په خپلو مادون باندې معنوي واک ولري مخکې لدې چې هغه مقررات او قوانینو ته رجوع وکړي کوم چې هغوی اړ کوي د هغه اطاعت وکړي.” “د انساني ذهنیت د بدلون په رڼا کې، کوم چې ډیر آزاد شوی، اوس عصري مشرتابه د ځواک کارولو پرځای اړ دی د ترغیب څخه کار واخلي. تشویق او انګیزه له همدې ځایه راپورته کیږي ځکه چې متقاعد شوی مادون انګیزه لري پداسې حال کې چې غیرقانع شوي مادون ته باید انګیزه ورکړل شي.”
جنرال وویل، د یوه عالي عصري مشر خورا مهم مشخصات د حساس فکر کولو وړتیا او د بیلابیلو زاویو څخه د خلکو، شرایطو او چلند درک کولو لپاره انعطافیت دی. واقعی مشر هغه دی چې په خپل مادون پرسونل کې نوښت هڅوي کله چې د عمل په میدان کې شرایط بدلون ومومي.
د شطرنج سره د هغه لیوالتیا د نظامي قوماندان په حیث ستراتیژیک پلان جوړونه کې د هغه مهارتونه تیز کړي. دې زغم او صحیح قضاوت پاللی او د دښمن ارادو باندې د هغه د پوهیدلو وړتیا یې ښه کړې.
برید جنرال حسن وویل، “شطرنج د دې پرځای چې یوازې یوه لوبه وي، خورا ډیر اړخونه او خورا ډیر ژوروالی لري. دا د دوه لوبغاړو ترمینځ د شدیدې ذهني مبارزې ډګر دی چې سخته جګړه پکې کیږي چیرې چې هیڅ وینه نه بهیږي او یوازینۍ وسله پکې د فرد د فکر کولو وړتیا ده.”
”په شطرنج کې ترټولو مهم شی د انتخابونو مطالعه کول او تحلیل کول، د خورا مناسب پریکړې کول، د غوره حرکت مشخص کول او د پایلو ګالل دي. دا د هر مشر یو له ترټولو مهمو دندو څخه دي. د شطرنج او نظامي قوماندان ترمینځ اړیکه همدې کې ده.”
په شخصي سطحه، جنرال د اردو د شطرنج اتلولي ګټلې او د اردو د شطرنج ټیم د مشر په حیث پاتې دی. په لبناني او نړیوالو اتلولیو کې ګډون هغه ته نړیواله درجه ورکړې.
د نظامي مشرتابه د سبک پراختیا کې، برید جنرال حسن د تاریخي شخصیتونو څخه ګټه پورته کوي.
هغه وویل، “ما تل ځیرک شخصیتونه تحسین کړي چا چې د جګړې او نظامي عملیاتو فلسفې ته ژوره کتنه کړې او هغوی ته یې پیاوړي اخلاقي او رواني اړخونه ورکړي دي. شاید د دغو شخصیتونو ترټولو مهم یې د پروس نظامي او ستراتیژیک تیوریست جنرال کارل ون کلازویټز دی، چا چې د جګړې، سیاست او ټولنې ترمینځ اړیکې مطالعه کولو او پیژندلو کې لوی لاس درلود.”
هغه ځوان افسرانو ته چې د هیواد د امنیت مسؤلیت به په غاړه اخلي، د اردو تاریخچې او کلتور د زده کړو څخه مشوره ورکوي. د هغه د نظامي مشرتابه لومړۍ ستنه د نظامي او غیر نظامي تعلیم په تعقیب کې غوره والی دی. مګر د هغه د نظامي مسلک په پیل کې د مشکل وختونو په یادولو سره – کله چې ملیشه، چاودنې او په کوڅو کې جګړې واکمنې وې – برید جنرال حسن باور لري چې زده کونکي باید نورې وړتیاوې وپالي ترڅو بیا هیڅکله هم دغه تیارې ورځې بیرته را ونه ګرځي او مخه یې ونیول شي.
”زه تل د فواد شهاب قوماندانۍ او سټاف کالج افسرانو ته وایم چې هرڅه هغوی کوي درې بنسټیزه ارزښتونه پکې وساتي، هغه که مسلکي وي یا هم که شخصي. د هغوی انسانیت، ضمیر او هیوادپالنه.”
Comments are closed.