د عمان د بحري امنیت مرکز رول
یونیپث کارکوونکی | د مشترکې توظیفي قوې 151 عسکونه
د بحري امنیت مرکز د عمان اردو، امنیت او ملکي ادارو څخه جوړ دی چې د هیواد د اوبو د خوندیتوب او ثبات ساتنه کوي.
په المرتفعه ګارنیزون کې مرکز د دغه ادارو څخه راپورونه ترلاسه کوي او د اړوند ادارو سره همغږي کوي. د دې تخصصي سیسټمونه او تجهیزات هره ورځ 24 ساعتونه د عماني اوبو ساتنه کوي.
- مرکز د خپلو دندو په لړ کې:
- بحري امنیت ادارو ترمینځ هڅې متحد کوي.
- تجهیزاتو، وسایلو، کشفي الوتکو، بیړیو او کښتیو په بڼه لازمي وړتیاوې او شتمنۍ وړاندې کوي.
- په بندرونو، تاسیساتو او ساحلي سیمو کې د غیرقانوني فعالیتونو او تشکیلي جرمونو سره د مبارزې لپاره طرزالعملونه او پلانونه جوړوي.
- کبونو د زیرمې، طبیعي سرچینو او د سمندري ژوند د محافظت او ساتنې لپاره طرزالعملونه او اقدامات کاروي.
- سلطنت په واک کې موجود وړتیاو او شتمنیو په مرسته چاپیریالي او بشري ناورینونو ته غبرګون ښئ.
- بحري بحران او ناورین مدیریت کې ګډون کوي او د بحري خطر سناریوګانې چمتو کوي.
- سلطنت د طبیعي بحري شتمنیو محافظت کولو لپاره د امنیت او همکارۍ اهمیت په اړه اتباع، اوسیدونکو او سمندري ګرځندویانو ته پوهاوی ورکوي.
- عمان هیواد اوبو کې دننه او شاوخوا د کښتیو حرکت تعقیب او نظارت کوي.
همکار او ملګري هیوادونو او د بحري امنیت پورې تړلي سیمه ییز او نړیوال سازمانونو سره همکاري پياوړې کوي.
مرکز د عمان اوبو کې دننه او ورته څیرمه د سرغړونو د نظارت مسؤلیت لري. پدې کې شامل دي:
- سمندري غلاوې.
- غیرقانوني مهاجرت یا نفوذ.
- غیرقانوني کب نیول او ډیر زیات کب کیول.
- سمندر ککړتیا.
- نړیوال بار وړلو لارو بندیدل.
- بحري تروریزم.
- ساحلي تیلو تاسیساتو کې لاسوهنه کول او/یا سبوتاژ کول.
- منظم جرمونه، غیرقانوي سوداګري او قاچاق.
Comments are closed.