څانګېد سیمې هېوادونه د عمان اردو له لوري د غوره سراشپز لقب ترلاسه کول By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د عمان شاهي اردو په ډګر کې د سرتیرو لپاره د خوړو په برابرولو کې ځان اتل ثابت کړ. د عمان اردو آشپزانو په کالنۍ بریتانیاني سیالی کې، چې د اردو د پایښت ساتونکوسیالي نومیده، او د 2019 په مې کې په بریتانیا کې نیول شوې وه، ګډون وکړ. د اردو دیګونو په کارولو سره، عماني ټیم وتوانید تر څو وچه ډوډۍ په داسې ډول پخه کړي چې مینځ یې له سبزیجاتو، غوښې، او نورو خوراکي توکو څخه ډک شوي و، او په پوځي خېمو کې د قضاوت کوونکو لخوا ازمویل کیدل. عمان، بریټانیا او متحده ایالات دغې سیالۍ لپاره ګډون کوونکي استولي وو. نوموړی د دې لپاره جوړه شوې وه چې د هر پوځ قابلیتونه وازمایي چې په ډګر کې خپلو سرتیرو لپاره څنګه خواړه پخوي، ځینې وخت آشبزان اړ وو چې له ګډوډو موادو څخه یو شی تیار کړي. ډېر شمېر ټیمونو له یو بل سره سیالی وکړه. دا لومړی ځل وو چې د عمان د اردو اشپزان اردو د پایښت ساتونکو سیالۍ کې ګډون کوي، او د سیالۍ له روزنې مخکې، آشپزانو د خپل بریټانیایي شریکانو سره کتلي وو. د سیالۍ نوموړې روزنې ښه پایله درلوده چې په لاندې ډول ده: عماني سرتیرو د سفر په حال کې ځواکونو لپاره د خوو په برابولو کې نورو سیالۍ کوونکو ته ماتې ورکړه. Facebook Twitter Share
Comments are closed.