د عربی خليج دفاع
د سعودي او متحده ایالاتو کښتۍ د سیمه ایز امنیت د ساتلو لپاره مهم سمندري تمرین ترسره کوي
د سعودي، متحده ایالاتو او برټانیا جنګي کښتۍ له یوې اونۍ څخه ډیر عربي خلیج ته د سمندري دفاع 21 په نوم سمندري تمرینونو لپاره سفر وکړ.
د کال 2021 د جنوری له 20 تر 29 پورې، نوموړی تمرین سمندري ځواکونو ته اجازه ورکړه، چې د بندر دفاع، د بې پیلوټه الوتکو سیسټمونو سره مبارزه، د کښتۍ له ټوپک، د ملکي کښتیو اسکورت، غوطې او ماین پاکولو تمرین ترسره کړي.
د سعودي شاهي سمندري ځواکونو د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (NAVCENT) له سمندري ځواکونو او د انګلستان د سمندري برخې له قوماندې سره برخه اخیستې.
د سمندري دفاع تمرین چې د څو ملتي سمندري تمریناتو پایله وه، د سمندري همکاریو د زیاتوالي، د بار وړلو سمندري لیکو د ساتنې او د بیلابیلو هیوادونو د کښتیو ترمینځ د پوځي راکړې ورکړې لپاره ډیزاین شوي.
”د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو تورن کریسټوفر ګلیبرټسن چې د تخریب قطعې د قوماندان په توګه د تمرین مشري یې کړې وه وویل” دا د سمندري دفاع ترټولو لوی تمرین دی، چې موږ تر دې دمه په کې برخه اخیستي، د ټولو برخه اخیستونکو لخوا د پام وړ مرستې شوي دي.” “د دومره لوی او پیچلي ځواک سره موږ وکولی شول چې په بیلابیلو مهارتي برخو کې ژوره روزنه ترلاسه کړو.”
سمندري دفاع 21 تمرین د لومړي ځل ګډون کونکو ښکارندوی و، چې هوایی ځواک یې د ځمکني جنګ له تمرینونو سره یوځای کړي و. د بیلګې په توګه په داسې یو سناریو کې، چې په عربي خلیج کې د ریښتني خطرونو تقلید وي، الوتکې د ګزمې چټکې کښتۍ له منځه وړي چې پر ایتلافي سمندري ځواکونو د برید اراده لري.
تورن ګیلبرتسن وویل “زموږ ایتلافي ځواکونه ورځ تر بلې ډیر انعطاف منونکي او پیاوړي کیږي.”
په ایتلافي کښتیو کې د لارښود توغندي کښتۍ، د ماین ضد کښتۍ او د ګزمې بیړۍ شامل وو. دوی سره د سمندري ګزمو او کشفي الوتکي، جنګي جټ الوتکي او چورلکي یوځای شوي. د کښتۍ د پرسونل سربیره، په برخه اخیستونکو کې د چاودیدونکو توکو د شنډولو تخنیکران، د لیدنې، ختلو، لټون او ضبطولو ټیمونه هم شامل وو.
”د سمندري دفاع لپاره د لوړې کچې خوځښت څرګندوي چې زموږ سیمه ایز ظرفیتونه څومره ژوره وده کوي، لکه څنګه چې موږ د سیمه ایزو او ایتلافي ملګرو تر څنګ روزنه ورکوو،” سنمدري ستر جنرال وویل. سمول پاپارو، د سمندري ځواک د مرکزي قوماندې او د متحده ایالاتو د پنځمې سمندري قطعې پخوانی قوماندان.
”د دوامداره راکړې ورکړې او د اوږد مهاله تبادلې د هدف په لور په دغه ډول اقداماتو سره، موږ به د یو قوي ګډ ځواک رامینځته کولو ته دوام ورکړو، چې دا وړتیا ولري چې د سیمې په سمندري لارو کې د آزاد تګ راتګ او د سوداګرۍ د آزاد جریان پروړاندې د هر ډول ګواښ سره مقابله وکړي.”
د متحده ایالاتو پنځمه سمندري قطعه او د هغوی ملګري د 2.5 ملیون مربع میل اوبو د ګزمو لپاره مسؤل دي، چې پکې عربي خلیج، عمان خلیج، سره سمندر او د هند سمندر ځینې برخې شاملې دي.
سعودي عربستان د کښتیو دوه قطعې لري. د بیړیو ختیځه قطعه له جاوبیل او د پاچا عبد العزیز له سمندري اډې څخه په عربي خلیج کې عملیات کوي او د بیړیو لویدیځه قطعه په جده کې له خپلې اډې څخه سره سمندر ته ګزمه کوي.
نړیواله سوداګري د سیمې له درې مهمو تنګیو څخه د خوندي تیریدو پورې تړاو لري: د هرمز تنګی، د سویز کانال او د باب المندب تنګۍ د یمن په سویلي برخه کې.
Comments are closed.