څانګېد سیمې هېوادونه د عراق حکومت له لوري د دفاع وزیر ټاکنه By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د عراق اردو په تیرو څو کلونو کې د داعش له لوري د نیول شویو سیمو بېرته نیولو تر څنګ، د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. د داسې پرمختګ د دوام لپاره د عراق پارلمان د 2019 په جون کې تورن جنرال نجاح الشماري د نوي دفاع وزیر په توګه وټاکه. نوموړی پست او همدا راز د کورنیو چارو او دعدلیې وزارتونه د څو میاشتو لپاره خالي پاتې وو، چې وروسته صدر اعظم عادل عبدالمهدی نوی حکومت تشکیل کړ. ډاکټر یاسین الیاسري د کورنیو چارو وزیر او قاضي فاروق امین د عدلیې وزیر په توګه تایید شول. په یو داسې هیواد کې چې له دوامداره امنیتي ننګونو سره مخامخ دی، د حکومت د مشرتابه څوکیو ډکول ډیر مهم و. د دفاع، د کورنیو چارو او د عدلیې وزارتونه چې پوځ، پولیس او محکمې په کې ګډون لري، هغه درې وزارتونه دي چې د تروریزم ضد جګړې لپاره ډیر حیاتي ګڼل کیږي. دفاع وزیر الشماري یو متقاعد تورن جنرال دی چې د عراق حربي پوهنتون څخه په کال 1987 کې فارغ شوی دی. هغه د کال 2003 څخه په 2018 کې د تقاعدې تر وخته پورې د څو ځانګړو عملیاتو د قطعو مشري کوله. هغه په اردن، سعودي عربستان او متحده ایالاتو کې خپلې روزنې ترلاسه کړېدي. وزیر الشماري د داسې یو پوځ قومانده اخلي چې پر داعش د بري موندلو او د هغې خاورې د بېرته نیولو سربېره چې یو وخت دغې تروریستي ډلې اشغال کړی و، هڅه کوي تر څو هغو تروریستي عناصرو پسې ورشي چې په دښتو او غرونو کې یې پناه اخیستي ده. داعش د 2019 په مارچ کې خپله غټه ښاري پایګاه د سوریې په باغوز ښار کې له لاسه ورکړ. د عراق اردو د 2014 د جون تر وخته چې داعش د درېیو عراقي ولایتونو پراخې سیمې لاندې کړې وي، په ښه وضعیت کې ده. د حیدر العبادي د صدر اعظمی پر مهال پوخ له سره ترتیب او سمبال شو او په جدیت سره ورته روزنه ورکړل شوه. د داعش پر وړاندې بریا چې د ایتلاف د هوایي ځواک په مرسته ترلاسه شوه، د عراق اردو ته تجربه او زړورتوب په لاس ورکړل، او د هغو ښاریانو شمیر کې زیاتوالی راغی، چې د عراق پوځ ته د یو پیاوړي ځواک په سترګه ګوري چې کولای شي هیواد نه ساتنه وکړي. سرچینې: Military.com ،alarabiya.net Facebook Twitter Share
Comments are closed.