د داعش پلونو په تعقیب سره، حوثیان ښځې ځوروي
په د بشري حقونو او د یمني خلکو د ارزښتونو څخه په ښکاره سرغړونې، د ایران ملاتړ لرونکي حوثي ملیشه په 2022 دسمبر کې خپلو جنګیالیو ته یو امر صادر کړ چې پکې ویل شوي و د نارینه محرم ملتیا پرته د ښځو سفر باندې بندیز ولګوي.
د ښځو حقونو باندې د حوثیانو تیری یوازې سفر پورې محدود نه و. ملیشه په 2022 دسمبر کې لانوره مخته لاړه او په صنعا کې یې د ریسټورانټ مدیرانو ته امر وکړ چې کومې کورنۍ غواړي ستاسې ریسټورانټونو کې خواړه وخوري د هغوی څخه نکاح خطونو پوښتنه کوئ.
د جنډر یا نارینه او ښځو بیلول د کالج په کمپسونو کې تحمیل شو او په پوهنتونونو کې د زده کړو وختونه په دوه نوبتونو وویشل شو: د سهار نوبت د ښځو لپاره او د ماښام نوبت د سړیو لپاره. د ښځو لپاره ډیری سینګارتونونه، د لامبو حوضونه او ورزش خونې په صنعا کې په 2022 اګست کې وتړل شوې. په 2022 اکتوبر کې، حوثیانو د عکاسۍ خونې د ښځو د عکسونو اخیستلو څخه منع کړل په استثنی د هغوی د مخونو د عکسونه هغه هم کله چې لازمي وي.
د داعش او طالبانو د پلونو په تعقیب کولو سره، حوثیان هڅه کوي په ښځو فضا راتنګه کړي ترڅو ونشي کړی آزادانه عمل وکړي، چې د حوثیانو د تیولوژیکي لومړیتوبونو مطابق د ښځو رولونه په ګوته کوي.
د یمن کورنۍ جګړه په 2014 سپتمبر کې پیل شوه، کله چې د ایران ملتیا لرونکي حوثي ملیشه د یمن پلازمینه صنعا ونیوله او د نوي حکومت غوښتنه یې وکړه. یاغیانو بیا په 2015 جنوري کې د یمن ولسمشرۍ ماڼۍ ونیوله، او پخوانی ولسمشر عبد ربو منصور الهادي او د هغه حکومت یې استعفا ته اړ کړ.
د خپلې استعفا څخه لاس په سر کیدو سره هادي په 2015 سپتمبر کې عدن ته ستون شو ترڅو په یمن کې د مشروعیت بیرته پرځای کولو لپاره د سعودي په مشرۍ ائتلاف لخوا ملاتړ شوي مقاومت مشري وکړي.
د 2014 راهیسې جګړې د 150,000 خلکو ژوند اخیستی، پشمول د 14,500 ملکیانو چې لدې څخه 3,774 یې ماشومان دي.
Comments are closed.