د داعشپټنځای نشته
عراقي او ایتلافي ځواکونه د فرات سیند په یو ټاپو کې د تروریستانو یو مرکز له مینځه وېووړ
ډاکټر حسین علوي، د ملي امنیت استاد، مهرین پوهنتون
انځورونه د عراق د تروریزم ضد ریاست لخوا
د داعش پاتې غړو هڅه وکړه چې د فرات سیند په یو ټاپو کې پټنځای جوړ کړي، یو داسې پټنځای چې له هغه ځایه بیا د بې ګناه عراقیانو په وړاندې بریدونه ترسره کړي. د عراق د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له ریاست او په ایتلافي ځواکونو کې یې د ملګرو د هڅو په مرسته، د داعش مقاومت له منځه وېوړل شو.
د قنوس کلی د صلاح الین ولایت د شیرقت ولسوالۍ شمال ته 30 یا 40 کیلومتره لیرې پروت دی او د نینوا ولایت څخه یې بیلوي. د قنوس یا زور قنوس اپو، لس کیلومتره د کلي شمال خواته د استوګنې څخه تش او په ګیاوو پوښل شوی یو ځای دی، او له ټولو خواو څخه د فرات سیند له لوري احاطه شوی دی. له دې کبله اوسیدونکي ورته ټاپو وایي.

د عراق شمال د آزادیدو نه وروسته د قنوس ټاپو په بشپړه توګه تصفیه شوه نه وه. د پام وړ خبره دا ده چې په سوریه کې د باغوز جنګ څخه وروسته، داعش هڅه وکړه خپل پاتې جنګیالي په هغو سیمو کې ځای په ځای کړي چې په طبیعي ډول لاسرسی ورته نشته.
د داعش پاتې شونو په سیمه کې ډیر مرسته کونکي درلودل او د جغرافیې او نباتاتو څخه یې ګټه پورته کړه ترڅو پټ شي او د عراقي امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په وړاندې بریدونه ترسره کړي. دغه سیمه په ستراتیژیک ډول په یوه څلور لاره کې موقعیت لري چې د کرکوک، دیاله، صلاح الین، انبار او نینوا ولایتونو ته لاسرسی لري.
لویو اتلانو په قنوس ټاپو کې بریا ترلاسه کړه او د داعش پر وړاندې د مبارزې د پای هیلې یې راوټوکولې. د قنوس کلی چې د پراخ سیند په منځ کې پروت دی، د داعش تر کنټرول لاندې وځوریده. د نړیوال ایتلاف د هوايي بریدونو انځورونو په ډاګه کړ چې د داعش د پاتې شونو ډیر خوځښت درلود او فکر یې کاوه چې دوی کولی شي دوام وکړي، بیرته یوځای شي او زمونږ د ښایسته ښارونو امنیت په ځانګړي توګه د نینوا او صلاح الین آزاد شوې سیمې تر ګواښ لاندې راولي. په حقیقت کې دا ستراتیژیک عملیات له تروریزم سره په مبارزه کې د ایتلاف او عراقي امنیتی ځواکونو ترمنځ د ژورې همکارۍ ثبوت دی.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست قومندان جنرال طالب شغتي الکنياني د اتلو افسرانو او زړورو جنګیالیو لخوا د ترسره شوو عملیاتو لپاره پلان او دهغه وروسته پروګرام چمتو کړي و. د اردو هوایي چلند او د ایتلاف پرمختللې اف- 15 او اف- 35 الوتکو اضافي ملاتړ سره، د دوی په پټنځای کې ځمکه د داعش جنګیالیو تر پښو لاندې ولړزیده. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست سوق او ادارې، د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندان په همکارۍ، د رواني عملیاتو کمپاینونه چمتو کړل چې موخه یې د هغو سیمو په نښه کول دي چې داعش یې د عراق د سیندونو په غاړو کې د نیولو هڅه کوله.
له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست د تروریزم نوې سرچینې څاري او د وچولو لپاره یې د حل لارې سنجوي. دا یوه داسې ستراتیژي ده، چې مونږ ته د خوندي ژوند کولو فرصت راکوي. د تروریزم ضد ځواکونو د 2014 کال د جون په 10 د موصل د سقوط څخه درسونه زده کړل. د آزادولو جګړې زمونږ امنیتی ځواکونو ته له تروریزم سره په مبارزه کې او د نوې رامینځته شوې شبکې په ماتولو کې د پام وړ تجربه په لاس ورکړه.

Comments are closed.