برخی د حوثیانو ځمکني ماینونه یمنیان وژني By Unipath On Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د یمن ګڼمېشتو سیمو په ګډون، د یمن ډېرې سیمې د حوثیانو لخوا د پرسونل ضد او د وسایطو ضد ماینونو باندې پوښل شوي دي. ملګري ملتونه د یوې نړیوالې او سیمهییزې هڅې غوښتنه کوي ترڅو دغه هیواد له وژونکو چاودیدونکو توکو څخه پاک کړي. رسمي اټکلونه د حوثي ماینونو شمیر چې ډیری یې د ایران د حکومت په ملاتړ تولید شوي د یمن په 15 والایتونو کې 1.2 میلیونه اټکل کوي. د تایز ښار د یمن د لویو ښارونو له ډلې څخه دی چې د یمن حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمینځ جګړو له امله سخت ځپل شوی. او دغه ولایت د پرسونل ضد ماینونو له کبله ډیر ککړ دی. له 22 ولسوالیو څخه چې دا ولایت جوړوي، 18 یې پر ځمکنيو ماینونو پوښل شوې. د یمن د ماین پاکۍ مرکز اداري مدیر، عارف القحطاني په وینا، د 2019 کال په لومړیو درې میاشتو کې، په ښار او شاوخوا سیمه کې د ځمکنيو ماینونو له امله د ملکیانو د مړینې شمیر 465 تنو ته ورسېد، چې پکې د 120 نه ډیر ماشومان او 85 ښځې وې. نږدې 905 کسان ټپیان شوي چې پکې 275 ماشومان او 183 ښځې هم ګډون لري. د 2019 د دسمبر په میاشت کې یوه ښځه او ماشوم د الدولي په ولایت کې د ځای پرځای شوي ماین له امله ووژل شوه. په یوه بله پیښه کې یو 12 کلن ماشوم، چې واسیلا عبدالکریم محمد الامیري نومید، د پسونو د څرلو پرمهال ومړ. یو بل ځمکنی ماین هغه مهال وچاودید کله چې دوه کورنۍ د کور څخه د بې ځایه کیدو وروسته د سرپنا په لټه کې وې. یوه ښځه ووژل شوه او اوه نور ټپیان شول. د یمن د بشري حقونو وزارت مرستیال نبیل عبدالحفیظ وویل چې حوثیانو د مرګ تخم په هغو سیمو کې کرلی چې یو وخت د دوی په کنټرول کې وې. فارمي ځمکې، سړکونه او د کلیو شاوخوا سیمې یې په ماینونو پوښلې دي. دوی د سړک د غاړې ماینونه هم ځای پر ځای کړي دي چې د موندل کیدو د مخنیوي لپاره یې د ځمکې له سطحې/مخ سره یوځای کړي دي. نه یوازې دا چې حوثي ماینونه یمني ملکي وګړي وژني او معیوبوي یې، دوی همداراز یمنیان نه پریږدي چې خپل فصلونه راټول کړي او ځان لپاره د څښاک اوبه راوړي. همداراز، ماینونه نړیوال مرسته کونکي سازمانونه نه پریږدي هغو ملکي وګړو ته خوراکي توکې او درمل ورسوي چې د لوږې او ناروغیو سره مخ دي. دا کار د دې لامل وګرځېد، چې بحرانونو ته رسیدګي ونشي لکه د کووېډ- 19 وبا چې د کال 2020 په پسرلي کې خپور شو. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په یمن کې د ماین پاکولو هڅو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي. په کال 2019 کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرم (یو ان ډي پي) د یمن د ماین پاکۍ ادارې ته 20 ټیوټا پک اپ موټر ورکړل ترڅو یمنیانو سره مرسته وشي چې د هودیدا له بندر څخه د بشري مرستو کاروانونو لخوا کاریدونکی عمومي سړک له ماینونو څخه پاک کړي. د ملګرو ملتونو کنوانسیونونه د پرسونل ضد ماینونو کارول منع کوي. سربیره پردې، د شاه سلمان بشري مرستو مرکز د ځمکني ماینونو د پاکولو لپاره د سعودي عربستان پروژه په لاره اچولې چې د یمن د ماین پاکولو او د ملکي وګړو ساتنې لپاره وقف شوي. د 2400 چاودېدونکو توکو په ګډون چې په کال 2020 د اپرېل میاشت کې د یوې اونۍ په بهیر کې وموندل شو، نوموړی پروګرام د کال 2018 راهیسې تر 100,000 ماینونو د پاکولو راپور ورکړی. سرچینې: almashareq.com, ye.undp.org, alarabiya.net Facebook Twitter Share
Comments are closed.