د ترورستانو مخنیوی کول
د جلمود 3 نظامي تمرین د بحرین او د متحده عربي اماراتو د تروریزم سره مبارزې ځواکونه نندارې ته وړاندې کوي
یونیپث کارکونکی
د تروریزم سره مبارزه د استخباراتو دقیق کار او د امنیتي خدمتونو او ملګري هیوادونو ترمینځ په وخت د معلوماتو تبادلې باندې تکیه لري. دا چې تروریستي ډلې د ځایی خلکو په مینځ کې پټیږي او ملکي خلک د انساني ډال په توګه کاروي، هیوادونه باید د خپلو ښاریانو د ژوند خوندي کولو، د عامه ملکیت ساتنې او د ترورستي ډلو د پلانونو د پلي کیدو مخنیوي لپاره د چټک غبرګون هڅو او د امنیتي خدمتونو ترمینځ لوړې همغږۍ باندې تاکید وکړي. د همدې دلایلو لپاره و چې جلمود 3 – د بحرين – اماراتو د تروريزم سره د مبارزې ګډ تمرین – په نومبر 2022 کې وشو.
د تمرین اخرنی پړاو د وسله والو ځواکونو سر اعلی قوماندان جلالتمآب پاچا حماد بن عیسی الخلیفه او د متحده عربي اماراتو مشر او سر اعلی قوماندان جلالتمآب شیخ محمد بن زیاد النهیان په شتون کې بشپړ شو. د لسیزو راهیسې جوړې شوي نږدې همکارۍ په لړ کې، د بحرین د شاهي ګارد او د بحرين د دفاعي ځواک (BDF) څخه لوړ شمېر نورو واحدونو، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ملي ادارې قطعو د متحده عربي اماراتو وسله والو ځواکونو د غړو سره یوځای په تمرین کې ګډون وکړ.
د بحرین او د متحده عربي اماراتو په موخو کې په ستراتیژیکه سطح په وخت ارتباط ټینګول، د هغه تروریستي فعالیتونو پورې اړوند د استخباراتي راپورونو سمدلاسي تبادله کول چې د سیمې هیوادونو امنیت ګواښي، تروریستي ګواښونو ته چټک غبرګون او د عملیاتو چاپیریال کې همغږي شامل و.
بحرین د چټک غبرګون وختونو او د کورنیو چارو وزارت، BDF او د نورو دولتي نهادونو ترمینځ د عملیاتي همغږۍ رامینځته کولو او د یوې یوستوې قوماندې سره د متحدې ساحوي قوماندې لاندې د ټولو ګډون کونکي امنیتي ځواکونو او د بیړني ټیمونو راوړلو باندې هم تمرکز درلود.
متحده عربي اماراتو په انعطافیت تاکید وکړ او په چټکۍ سره یې د هوا له لارې د تروریزم سره مبارزې ځانګړې قطعې او د هغوی تجهیزات ولیږدول، او د هیواد د پولو څخه دباندې ماموریت کې یې ګډون وکړ. نظامي څارونکو د بحریني وروڼو ترڅنګ د عملیاتو تیاتر ته د اماراتیانو مدغم تاکتیکي ځواک ګومارلو کې په چټکۍ عمل کول وستایل.
د خپلو موخو ترمینځ، جلمود 3 د یو شمیر ادارو لپاره د تمرینونو له لارې نظامي همکاري وهڅوله او وړتیاوې او همدارنګه د ستراتیژیکو، عملیاتي او د تاکتیکي ارتباطاتو سیسټمونه یې وازمول. دې د تروریزم سره مبارزې عملیاتو مدیریت کولو پورې اړوند لوژستیک کې ځواکونه وروزل او په مسلکي ډول یوځای کار کولو لپاره د خپلې وړتیا ډاډمن کولو لپاره د ځانګړي قطعو فعالیت یې معیاري کړ. دې همدارنګه دواړو اړخونو ته موجودو وړتیاو او مهارت څخه د اعظمي ګټې ترلاسه کول هم غوښتل او د لانورې امنیتي همکارۍ لپاره یې بنسټ جوړ کړ.
د دې اړیکې جوړولو په ګټه، شاهي بحرین کې د ملي امنیت مشاور او د شاهي ګارد قوماندان جلالتمآب ډګر جنرال شیخ ناصر بن حماد الخلیفه، او د متحده عربي اماراتو د وسله وال ځواکونو مرستیال درستیز د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو (له دغه وخت راهيسې يې لوی درستيز ته ترفيع کړی) انجينير عيسی سیف بن ابلان المزروعي، د تروریزم سره د مبارزې عملیاتو لپاره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.
په تمرین کې ګډون کونکو خپلې دندې د لوړ محاربوي مهارت او په ډګر کې د فعالیت سره مخته ویوړې چې په ریالستیک او واقعیی سناریوګانو کې یې چمتو والی او د کار کولو وړتیا منعکس کړه کومې چې د سیمې شرایطو، خطرونو او ننګونو د تحلیل له مخې جوړې شوې وې.
د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د تمرین بریا په هر پړاو کې په توجه او دقت سره د پلان جوړولو او د چمتووالي پایله وه. ستره کمیټه چې دا تمرین یې طرحه کړی و او د دې چمتووالي څارنه یې کوله د عالي بسیا او مهارت ډاډمن کولو لپاره یې ډیرې ناستې کړي.
د تمرین مرکزي روزنیزه سناریو یوه ثبات لرونکي هیواد ته د ورپیښ خطر انګیرنه باندې ولاړه وه چې روزل شوي تروریستان نفوذ کوي او د ملکیانو او حکومتي نهادونو د ستر ممکن شمیر مرګ ژوبلې په لټه کې وي، او همدارنګه په ټولنه کې او په سیمه کې په نورو هیوادونو کې د ویرې خپرولو لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې غواړي خبرونه جعل کړي.
سناریو د بحرین د امنیتي خدمتونو سره پرانیستل کیږي چې د داسې یوه اجنټ لیدنه څاري څوک چې د تروریستي ډلو د ګومارلو په واسطه په سیمه کې د ناوړه فعالیتونو ملاتړ کونکي هیواد په استازیتوب کار کوي. امنیتي ځواکونه د اجنټ او په هیواد کې دننه د قانون لخوا د تعقیب لاندې کورنۍ تروریستي ډلې د یوه غړي ترمینځ پټې ناستې څخه خبریږي. د خپل دام غوړولو لپاره، امنیتي خدمت بهرنی اجنټ پریږدي چې ووځي او په تروريست ګروپ کې د شکونو راپورته کولو پرته د ځایی تروریست نیولو لپاره ورځنی ترافیک تمځای کاروي.
یوه پلټنه په بحرین کې د متحده عربي اماراتو د ګټو پروړاندې تروریستي پلان بربنډوي، او استخباراتي خدمتونه په چټکۍ سره حرکت کوي. دا چې تروریستي عملیات واردمخه په لاره کې و، متحده عربي اماراتو د C-17 ترانسپورتي الوتکې په واسطه بحرین ته د تروریزم سره مبارزې ځواکونه وګومارل. سرتیري، د چورلکو او د زره وسایطو سره یوځای د بحرین نظامي بیس ته راغلل.
تروریستي ډلې پلان درلود يوه ديپلوماتيک پوسټ، یوه ښوونځي، او څېرمه اپارتمانونو باندې برید وکړي ترڅو د ښاریانو ترمینځ ویره خپره کړي او امنیتي خدمتونه لاره ورکي کړي. مګر د بحرین د کورنیو چارو وزارت د لومړي غبرګون ټیم چټک راتګ د هغوی مخه نیسي. پولیس کشف کوي چې تروریستانو وروسته له هغې چې پلان یې شنډ شو خلک یې یرغمل ونیول. د کورنیو چارو وزارت د تروریزم سره د مبارزې واحد صحنې ته داخلیږي. د وضعیت جدي توب او د تروریستي ډلې د ارادو په اړه موجودو معلوماتو په پام کې نیولو سره، د بحرین ملي امنیت شورا په ډګر کې د عملياتو د قوماندې دنده د شاهي ګارد ځانګړي ځواک ته سپاري. ساحوي قوماندانۍ، د BDF مختلفو واحدونو، د داخلي چارو وزارت او د یرغمل افرادو مذاکراتي ټیم څخه د مرستې لپاره غوښتنه کوي ترڅو د توقیف شویو افرادو آزادي ډاډمنه کړي.
د ارتباط پرمختللې ټیکنالوژۍ سره مجهز او د ډیشبورډ کنټرول سیسټم له لارې نظارت کونکي، د ماموریت قوماندان د ګډون کونکي ټیمونو مشرانو سره وکتل. د دقت او سرعت نندارې په وړاندې کولو سره، د ملکي یرغمل شویو افرادو لیږدونکي بس باندې یرغل کیږي، په حیاتي هدفونو د برید لپاره چمتو شوې چاودیدونکې کښتۍ ویشتل کیږي، او د متحده عربي اماراتو د تروریزم سره مبارزې ځواکونه ناڅاپي د تروریستانو په نیولو سره د هغوی لخوا نیول شوې ودانۍ قبضه کوي.
د روزنې په صحنه کې په ساحوي روغتون کې د ټپي افرادو درملنه کول شامل و چې د متحده عربي اماراتو څخه راغلي مخکښ جراحي ټیم سربیره د بحرین ډاکټران او رنځورپالان پکې ګومارل شوي. طبي پرسونل تخصصي روغتونونو ته د ناروغانو د لیږدولو څخه مخکې حساسه ټپي شوي افرادو درملنه کوي، وینې بهیدل دروي او د وینې تزریق کوي. په ساحه کې ډاکټرانو په روغتون کې په تمه خپلو همکارانو ته د ناروغانو طبي چارټونه لیږي ترڅو درملنه د اخلال پرته مخته ولاړه شي.
د تمرین پلان کونکو په عملیاتو کې ټپي شوي تروریستانو ته د لومړنۍ مرستې په وړاندې کولو سره د بشري حقونو رول باندې تاکید وکړ. د عامه څارنوالۍ دفتر شواهد راټول کړل او ساحوي پلټنې یې وکړې. د بیلابیلو تخصصونو لرونکي له 26 ډیرو نړیوالو مشاهده کونکو، پشمول د بحرین، متحده عربي اماراتو، متحده ایالاتو، انګلستان او استرالیا څخه د نظامي، امنیتي او بشري حقونو فعالینو د بندي ترورستانو سره د امنیتي ځواکونو د چلند ارزونه وکړه ترڅو د نړیوالو بشري حقونو تړونونو سره په مطابقت کې وي.
جلمود 3 امنیتي خواکونو ته اجازه ورکړه ترڅو تاکتیکي او ستراتیژیک مهارت ترلاسه کړي او د څېرمه وروڼو هیوادونو څخه سیالانو سره د باور پلونه جوړ کړي. قوماندانانو هیله درلودله چې په روزنیز ډګر کې تشې او تیروتنې په ګوته کړي ترڅو د محاربې ډګر کې پیښې نشي.
Comments are closed.