د بې پیلوټه هوايي سیستمونو ګواښ
ټیټ لګښت لرونکي ډرونونه په سیمه کې د کمو شدیدو شخړو پیچلتیا بدلوي
عصام عباس امین
د عراق د دفاع وزارت د استخباراتو او امنیت عمومي ریاست
بې پيلوټه هوايي سيسټمونه، يا ډرون، د يوې څرګندېدونکې وسلې په توګه چې دولتونه او وسله والې ډلې يې ګټوره بولي، د جګړې په مديريت کې يوه نوې ننګونه رامنځته کوي. داسې ښکاري چې بې پیلوټه الوتکې به د جګړې ماهیت یا لږترلږه کمې شدیدې جګړې بدلې کړي. په 2020 کې، ډرون په منځني ختیځ کې په شخړو کې منتخبه تکتیکي وسله وه. د یادونې وړ ده چې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه د دې وسلې اصلي ګټه اخیستونکي دي او کارول یې د سیمه ايز قدرت د توازن لپاره بالقوه ننګونه ده.
د بې پیلوټه الوتکو جګړه وروسته له هغه پراخه شوه چې متحده ایالاتو په 2001 کې د سپټمبر د 11مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې خپلې Predator -پریډیټر الوتکې ځای پرځای کړې. متحده ایالات د ډرون برتری لري، مګر د دغو سیسټمونو ټیټ نسبي لګښت دوی په منځني ختیځ کې ناوړه لوبغاړو ته راښکونکې کوي. د متحده ایالاتو او د دغو ناوړه لوبغاړو او د دوی له ملاتړو افراطي ډلو سره واټن په کمیدو دی.
په سوریه کې د ادلیب جګړې یو نوی رول او جنګي نظریه په ډاګه کړه، چې اصلي تمرکز یې پر بې پیلوټه الوتکو دی او په ځمکه کې د ځواک توازن بدلوي. ترکیې خپل اصلي برید له شاوخوا 100 ځایی تولید شوو بې پیلوټه الوتکو څخه پیل کړ چې په وژونکي موثریت یې ارزانه هدایت کېدونکي مهمات وتوغول. د ترکیې د ملي دفاع وزارت په وینا، د سوریې رژیم لږ تر لږه دوې جیټ الوتکې، اته چورلکې، 135 ټانکونه، 77 زغره وال ګاډي له لاسه ورکړل او د جګړې تر پای ته رسېدو مخکې 2,500 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه برید د سوریې پوځ ونه توانید چې په لومړۍ کرښه کې د خپلو وسلو او توپچي واحدونو ساتنه وکړي، چې په سیستماتیک ډول د ترکیې له بې پیلوټه الوتکو څخه د ارزانه خو لوړ دقت لرونکو توغندیو سره په نښه شوي.
لکه څنګه چې د ناټو یوه چارواکي وویل: ”لسګونو بې پیلوټه الوتکو د ادلېب پر سر الوتنې وکړې او د شپې په اوږدو کې یې د سوریې پر رژیم دغه بمونه وغورځول، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پام یې ځان ته راواړوه.” د ترکیې بې پیلوټه الوتکو وکولی شول چې پر هوا تسلط ولري او دا چاره په لیبیا او د ارمنستان او اذربایجان په جګړو کې تکرار شوه.
په لیبیا کې، د ترکیې بې پیلوټه الوتکو پر طرابلس برید شنډ کړ او د ملي موافقې حکومت د سیرت ستراتیژیکې څنډې ته د فیلډ مارشال خلیفه حفتر د ځواکونو د تعقیب لپاره له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته وګرځید. ورته حالت په قفقاز کې تکرار شو، هغه ځای چې آذربایجان، د ډرون په کارولو سره، د 20 کلونو څخه زیات د ارمنستان لخوا ادعا شوې خاوره ونیوله.
د لیبیا، ادلېب او اذربایجان په قضیو کې، د ډرون کارولو اغیزمنتوب تایید شوی. په دې دریو تیاترونو کې، ترکي کارپوهانو د جیمنګ سیسټمونو یو عام تکتیک کارولی و او بې پیلوټه الوتکو خپل بریدونه د هوایي دفاعي سیسټمونو په نښه کولو سره پیل کړل، حتی که څه هم له ځینو زیانونو سره هم مخ شول. دې چارې بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دښمن هوایی دفاع بې اغیزې کولو وروسته له لږ زیانونو سره په ځمکه کې پر نظامي اهدافو باندې برید وکړي او د هغوی ټانکونه او زغره وال وسایط پر اسانه موخو بدل کړي.
دا مثالونه دا پوښتنه راپورته کوي: ایا دا ډول تاکتیکونه باید د ستراتیژیکې ارزونې لامل شي؟
غوره ده چې دلته د 2019 په سپتمبر کې د سعودي آرامکو تاسیساتو د ټکان ورکوونکي برید سره ځواب ووایو، چې په موقتي توګه یې د نړۍ د تیلو تولید 6% ودراوه. د ارامکو برید – د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د حوثیانو د بریدونو سره یوځای – د ایران یا د هغه د متحدینو د ډرون وړتیاو کې د پام وړ پرمختګ وښود.
څه چې دلته د پام وړ دي د 2019 په جولای کې د نظامي تمرین په جریان کې په عملیاتو کې د ډیرو – تقریباً 50 – بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د ایران وړتیا ده. ایرانیانو هم د پام وړ وړتیا وښوده کله یې چې د متحده ایالاتو هغه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه کنټرول کړه چې د دوی په خاوره کې ولویده او له خپلو اړتیاوو سره سم یې یو نقل ترې جوړ کړ.
ځینې ارزونې د ډرون بریدونو اغیزمنتوب 85% ارزوي. دا لوړه سلنه ده او د ټیکنالوژۍ پیچلي وړتیا او لوړ اعتبار ښیې. دا ډول بریدونه زیربناوې لکه د بریښنا سټیشنونه او د وسلو تولید فابریکې هم په نښه کولی شي.
نو، موږ د شخړو په مدیریت کې له نوي وضعیت سره مخ یو، چې حتی د پرمختللو نظامي هیوادونو په حیرانتیا کې د بې پیلوټه الوتکو وړتیا ده. تر دې دمه دا ثابته شوې چې د قیمتي هوایي دفاعي سیسټمونو او د ټیټ لګښت برید کونکو ډرونونو ترمنځ په ټکر کې، ډرونونه په ځانګړې توګه له سمو تکتیکونو سره په سر کې راځي. راپورونه وړاندیز کوي چې د ترکیې بې پیلوټه الوتکو د اذربایجان لخوا کارول شوي د S-300 مشهور توغندي سیسټم بې اغیزې کړی، چې د مصر، هند، ایران او سوریې په ګډون د ډېرو هیوادونو لپاره د هوایی دفاع مهم سیسټم دی.
حتی په سوریه کې ځای پر ځای شوي خورا پیچلي S-400 توغندي د بریښنایی جګړې، د شعاع ضد توغندیو او دقیق لارښود مهماتو د ګډې کارونې پروړاندې بې اغیزې ثابت شوي. حتی یو هیواد لکه سعودي عربستان، چې زیات پرمختللي هوایي دفاعي سیسټمونه لري، چې ډیری یې غربي دي، د سعودي د آرامکو پر تاسیساتو د 2019 د ډرون برید مخه ونه شوای نیولی.
وروسته له هغه چې دا ټیټ لګښت لرونکې، اغېزمنې ټیکنالوژۍ په عراق، لیبیا او سوریه کې د ترهګریزو سازمانونو لاس ته ولوېدې، نړۍ په منځني ختیځ کې د ستراتیژیک توازن پر وړاندې له یوې نوې او ستونزمنې ننګونې سره مخ ده.
د دې ننګونې په مقابل کې، عصري جګړه ډیر پټ ترهګریز بریدونو تجربه کوي. په وروستیو کلونو کې بې پیلوټه الوتکې د سازمانونو او پوځي ځواکونو لپاره په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې یوه ستره وسله ګرځېدلې، خو کارول یې د مشروع او نامشروع تر منځ توپیر لري. هغه مهم فکتور چې قوماندانان د دغه ډول وسلو کارولو ته هڅوي، له رادار څخه د تېښتې وړتیا او د دې انکار دی چې له مخې یې ځای پرځای کیدی شي. مثلاً دا د عراق د اربیل نړیوال هوایی ډګر په بریدونو کې لیدل شوی.
نړۍ باید په منځني ختیځ کې د ډرون کارولو اغېزو ته پام وکړي. دا وړتیا لري چې د سیمه ایز نظامي ځواک توازن بدل کړي او د انکار لپاره په کم لګښت او لوړه حاشیه مرګ او ویجاړي هڅوي.
په خواشينۍ سره تاسو ته د ليکوال عصام عباس امين د مړينې خبر درکوو. د هغه مړينې د یونیپث لوستونکو لپاره او د عراق دفاع وزارت د استخباراتو او امنيت رياست لپاره لويه ضايعه ده.
Comments are closed.