د بې پیلوټه الوتکې ګواښ
د ناوړه عواملو لخوا د بې پیلوټه الوتکو کارول د امنیتي ننګونو په لړ کې وروستي دی
یونیپث کارکونکی
د اختلال ټیکنالوژۍ وده چې د جګړېز ډګر طبیعت بدلوي په تیره لسیزه کې د شخړو یوه بڼه ده. په مینځني ختیځ، سویلي او مرکزي آسیا کې د ځیرک ټلیفونونو په کارولو سره د جګړې په ډګر کې د مخابراتو او موقعیت ښودنې لپاره ټیکنالوژيک اخلال لیدل کیده، همداراز د تبلیغاتو او د ترهګرو جنګیالیو د استخدام لپاره کارول کیده. ځای پرځای شوي چاودیدونکي توکي، یو بل نسبتا ارزانه وسیله وه چې له مخې یې د دښمن ځواکونو په عراق، افغانستان او یمن په څیر ځایونو کې د ایتلافي ملګرو پوځي برتري سره مقابله کوله.
مګر د نن ورځې ترټولو لوی ګواښونو څخه یو د یي بې پیلوټه الوتکو زیاتیدونکي کارونه ده. دا نسبتا ارزانه ده بې پیلوټه الوتکې په مختلفو بڼو شتون لري چې د هوایی کشف وسیلې، د بم غورځولو سیسټمونو او نورو ګواښونو لکه یرغلیز توغندي ویشتونکي په توګه کار کوي. ایران د بې پیلوټه الوتکې په پرمختیا کې تخصص لري چې دغه هیواد یې د یمن او سعودي عربستان پر وړاندې د ورانيو رسولو لپاره کاروي.
د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو سره چې پدې نوم ډیر پیژندل کیږي مبارزه یو اړتیا ده ځکه چې د نړۍ په کچه هیوادونو لپاره د اندیښنې وړ ګرځیدلي. داعش د عراق په شمالي ښار موصل کې د آزادۍ عملیاتو پرمهال د عملیاتو د ترسره کولو لپاره بې پیلوټه الوتکې ګمارلي وي، نو د ایتلافي ملګرو څخه غوښتنه وشوه ترڅو د تروریستانو طرحې د ناکامه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکې ضد تاکتیکونو ته وده ورکړي. مګر دا د یمن کورنۍ جګړه ده چې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو کې جنجال راپورته کړی.
که څه هم په یمن کې د حوثي کنټرول شوې سیمو څخه په سلګونه لیږل شوي بې بیلوټه الوتکې غورځول شوي دي، خو بیاهم د سعودي عربستان د تیلو تولید مرکزونو ته د بې پیلوټه الوتکو لخوا زیان رسیدلي. ترټولو مهم یې په کال 2019 د سپتمبر په میاشت کې په ابوقایق کې د سعودي د ارامکو پر تیلو تصفیه خانې باندې برید وشو چې د نړۍ د تیلو تولید یې په لنډمهاله توګه 5 سلنه کم کړ. حوثیانو د یمني مشرانو د وژلو په هڅه کې د بې پیلوټه الوتکو پواسطه نور بریدونه هم کړي دي او ادعا کوي چې د متحده اماراتو په ابوظبي کې پر یو تجارتي هوایی ډګر باندې برید کړی.
د نظامي اهدافو څخه ملکي هدفونو ته د بې پیلوټه الوتکو کارول د پراختیا په سیمه کې د ایتالف ملګرو په مینځ کې اندیښنې راپورته کړي دي او د بې پيلوټه الوتکو ضد ټیکنالوژۍ رامینځته کولو او پلي کولو اړتیا په اړه پوښتنې راپورته کړي.
”د حوثي ملیشو لخوا د دښمني او تروریستي اعمالو له امله چې په بمونو بار بې پیلوټه الوتکو سره بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي، د دودیز نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه ده.” د کال 2020 په جون میاشت کې په اسیر سیمه کې د یو ناکام برید وروسته د سعودي عربستان څخه د عرب ایتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي وویل.
دد 2020 کال په پيل کښې د متحده ايالاتو کانګرس ته په يو وينا کښې، د متحده ايالاتو د مرکزي قومندی قوماندان (CENTCOM) جنرال کِنِت مَکِنزی، يادونه… ، یادونه وکړه چې بې پیلوټه الوتکو پروړاندې داسې اقدام ته اړتیا شته چې 10 کاله مخکې د سړک غاړې چاودیدونکي توکو پر وړاندې اخیستل شوي و. د سړکونو په اوږدو کې د ښخ شويو موقتي بمونو سره مخ شول، متحده ایالات او د هغې ملګري په متقابل اقداماتو لاس پورې کړ، لکه د ماین او کمین پروړاندې د مقاومت لرونکي او محافظت شوي موټرو جوړول. د ایتلاف ملګري باید ورته اقدامات ترسره کړي د هغه څه د شنډولو لپاره چې مَکِنزی یې “هوای چاودیدونکي توکې” بولي.
د سینټکام قوماندان وویل، “د دښمن [بې پیلوټه هوایی سیستم] سرچینې د اندازې، پیچلتیا، برد، مرګ ژوبلې او شمیر له پلوه پراخه شوي او د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د مسؤلیت په سیمه کې ځای په ځای شوي او فعاله شوي دي.” “د دې سیسټمونو د ټیټ سرعت او لوړوالی له کبله رادار ته ستونزمنه ده ترڅو کشف یي کړي، او دوی ته په مؤثره توګه د ماتې ورکولو لپاره کم شمیر لارې شتون لري.”
په هرصورت، سیمه ایز پوځي ملګري د بې پیلوټه الوتکو د ګواښ پروړاندې خپلې هڅې سره یوځای کوي. د مثال په توګه، په اردن کې د کال 2019 په څو ملتي ایګر لایین تمرین کې عسکرو تمرین وکړ چې څنګه د ترهګرو لخوا کارول شوي بې پیلوټه الوتکې تعقیب کړي، ډزې يي ورباندې وکړي او ټوټه ټوټه یې کړي. ډیری زده کړل شوي درسونه له داعش څخه د عراق د آزادولو په جګړو کې کارول شوي و.
په موصل کې ترهګرو ځینې وختونه بمونه په کوچني چورلکو باندې ایښودل چې د 700 ډالرو څخه کمو خلکو لپاره یي شتون درلود. د داعش نور بې پیلوټه الوتکې د ویډیوګانو د اخیستلو لپاره کارول کیدې چې د انټرنیټ له لارې یي ترهګرو ملګرو د جذبولو او د ایتلافي ځواکونو د بې زړه کولو په هدف یې خپرولې. د عراق د پوځي قوماندانانو په غوښتنه د متحده ایالاتو د ګواښ د ماتولو سازمان، د متحده ایالاتو د هوایي ځواک د تحقیقاتي لابراتوار سره په ګډه تحقیق وکړ چې څنګه د داعش هوایی ګواښ په غوره توګه مات کړي. “سوداګریزه بې پیلوټه الوتکې په اسانۍ سره په انټرنیټ کې شتون لري، په ډیری مواردو کې د ریموټ کنټرول سره د ځیرک ټلیفون په واسطه کنټرول کیږي، او د دې الوتکې لخوا نیول شوی ډیجیټل فیلم بیا وروسته د پروپاګند په توګه کارول کیږي،” پروفیسور ابراهیم المارشي د کالیفورنیا له ایالتي پوهنتون څخه په کال 2019 کې د بې پیلوټه الوتکو د ګواښ په هکله لیکلي دي.
تر دې دمه متحده ایالات او ملګرو یې د بې پیلوټه الوتکو د غورځولو لپاره له ځمکې څخه هوا ته، له اوږې څخه توغول شوي راکټونو، او له هوا څخه هوا ته توغندیو باندې تکیه کړې ده. په نورو اقداماتو کې د بې پیلوټه الوتکې برقي جام کول دي ترڅو دوی له کاره وغورځیږي یا له هدف څخه بې لارې شي. پوځيانو په اسمان کې د ګواښونکي بې پیلوټه الوتکې د غورځولو لپاره د بې پیلوټه الوتکې څخه پر بې پیلوټه الوتکې باندې د برید امکان هم څیړلي دي.
قوماندانانو لکه جنرال مک کینزي په مینځني ختیځ او هاخوا کې د بې پیلوټه الوتکې په وړاندې د دفاع لپاره د همغږې قوماندې او کنټرول د شبکو له پراختیا څخه ملاتړ کړی. پدې شبکو کې توغونکي او الکترونیکې اقدامات شامل دي، چې پوځ یې د سخت وژنې او نرم وژنې اختیارونو په نوم پیژني.
بله وسیله د وسله وال یا یرغلګره بې پیلوټه الوتکې د صادرولو او ورپسې د کارولو په اړه د کال 2016 ګډه اعلامیه ده. څلویښت هیوادونو دغه تړون لاسلیک کړ، کوم چې د ورانکاره بې پیلوټه الوتکې تولید او خپراوی محدودوي، خو ایران دا ډول بندیزونو ته ژمن پاتې نشو. کارپوهان وړاندیز کوي چې د پریکړه لیک څخه باید ملاتړ وشي ترڅو بې پیلوټه الوتکې د تروریستانو او نورو غیر دولتي کړیو لاس ته ورنشي. د بې پیلوټه الوتکې برخې د هغو موادو او وسلو په مینځ کې موندل شوي چې په کښتۍ کې له ایران څخه یمن ته قاچاق کیدلې، چې په دغه هیواد باندې د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیزونو څخه سرغړونه ده.
په سیمه کې د امنیتي ګواښونو تحول دا معنی لري چې پوځونه په ندرت سره آرام کیدی شي کله چې د ټیکنالوژي نوښت خبره کیږي. ارزانه او تیاره ټیکنالوژي لکه ځیرک ټلیفونونه، لپټاپ کمپیوټرونه، د سړک غاړې ماینونه او ریموټ کنټرول شوي بې پیلوټه الوتکې کولی شي د ناوړه عواملو په لاس کې د جګړې ډګر بڼه بدله کړي او هغې سره د مقابلې لپاره د اقداماتو ته چټکتیا ورکړي.
Comments are closed.