د بدمرغیو د له منځه وړلو ماموریت
لبناني سرتیري د بیروت بندر چاودنې لسګونو زرو قربانیانو سره مرسته وکړه
د2020 د اګست پر څلورمه، د ماښام شاوخوا 6:10 بجو د بیروت په بندر کې یوې لویې چاودنې پلازمېنې او شاوخوا سیمې ولړزولې، چې د څو ثانیو په ترڅ کې یې ګڼ شمیر کسان مړه، ټپي او ورک کړل، او تر څنګ یې د غنمو سیلوګانو په ګډون د بندر یوه مهمه برخه ویجاړه کړه. همدارنګه دغې چاودنې د بندر شاوخوا سیمو کې (د 7.5 کیلومترو په اوږدو کې) شخصي ملکیتونه او د استوګنې ودانیو ته لوی زیان ورساوه، چې د تاریخي ودانیو په ګډون یې ځینې ونړولې.
له چاودنې شېبه وروسته د لبنان حکومت په بیروت کې بېړنی حالت اعلان کړ، د لبنان وسلوالو ځواکونو ته یې د هوکړه لیک احکامو د پلي کولو دنده وسپارله، او د چاودنې لاملونو مالومولو او مسؤلو کسانو پېژندلو لپاره یې د پلټنې کمېټه جوړه کړه. په ورته وخت کې د چاودنې ناوړه پایلې په ملي او انفرادي کچو په میاشتو میاشتو احساس کیدلې.
چټک اقدام
د اردو قومندانۍ د دې لړزوونکې پېښې د اغیزو کمولو په موخه اقدام وکړ او د ټولو شته سرچینو په کارولو سره یې هڅه وکړه ترڅو د دې وېروونکي ناورین له کبله رامنځته شوې ویجاړۍ پاکې کړي. پوځ د پېښې په صحنه کې د درغلۍ او لاسوهنې مخنیوي لپاره د چاودنې شاوخوا سیمې په چټکه توګه کلابندې کړې او د لبنان د سره صلیب او ملکي دفاع له کار کوونکو سره په همغږۍ یې د ټپيانو د را ایستلو او بیړنۍ مرستو د رسولو لپاره پراخ اقدام وکړ.
په ورته وخت کې پوځي پرسونل اغیزمنې سیمې ته واستول شول ترڅو امبولانسونو او اوروژنې موټرو ته عمومي سړکونه په چټکۍ سره پرانیزي.
د لبنان وسلوال ځواکونه همداراز د ملکي دفاع او اور وژنې کنډک په مرسته د چاودنې ځای په شاوخوا کې د اور وژنې لپاره د چورلکو څخه پراخه ګټه پورته کړه، چې په سیمه کې یې په چټکه د اور وژنې او د اور د پراخیدو په مخنیوی کې مرسته وکړه.
د لبنان سرتیرو سره د مرستې په موخه د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د سي- 17 الوتکې په پروازونو سره د خواړو، اوبو او طبي توکو لیږد پیل کړ. دغه الوتنې چې د بشري مرستو بکسونه په کې بار وو د قطر له العدید هوایی اډې څخه راورسېدې.
د پوځ صحیه قول اردو
د پوځ صحیه قول اردو له چاودنې څخه سمدستي وروسته، د زخمیانو په ویستلو کې مرسته وکړه، او د خپل ظرفیت تر کچې یې دخپلو عملیاتو کچه لوړه کړه. نوموړې قول اردو ته ټپي شوي پوځي او ملکي پرسونل رسیدل، او دوی ته یې لومړنۍ مرستې چمتو کولې. قول اردو همداراز د امبولانس پر مټ د هغو کسانو په لیږدولو کې مرسته وکړه چې په مرکزي پوځي روغتون کې یې درملنه نه کیده، نو دوی نورو پوځي کلینیکونو او ملکي روغتونونو ته د هغوی د ټپ له وضعیت سره سم لیږدول کیدل.
په سیمه کې د اردو قومندانی خپل کار د یو لړ عملیاتي اقداماتو پواسطه پیاوړی کړ ترڅو د مرستې کار تنظیم او ګړندی کړي. نوموړې قومندانۍ د عملیاتي مسؤلیت نوې سیمه په ګوته کړه چې د “تجرید/ایزولاسیون سکتور” په نوم یادیږي چې پکې بندر او بندر ته نږدې سیمې شاملې دی. قومندانۍ د دې کار په کولو سره د کومکي هڅو په تنظیم او همغږي کولو او د ویجاړو شوو توکو په لیرې کولو کې مرسته وکړه. پوځي قطعو، د انجینرۍ قطعې او سمندري ځواکونو په مشرۍ د چاودنې د ځای او سیمې سروې پیل کړې او د لادرکو کسانو لپاره یې لټون ترسره کړ. پدې هڅو کې د لبنان د سمندري ځواک لامبو وهونکي او له 12 هیوادونو (قبرس، چک جمهوریت، فرانسه، جرمني، یونان، ایټالیا، نیدرلینډ، پولنډ، قطر، روسیه، هسپانیه او ترکیه) څخه د لټون او ژغورنې ځانګړو ټیمونو برخه درلوده چې ټول ټال 429 کسان پکې شامل وو، او لبنان ته له چاودنې څو ورځې وروسته راورسیدل. دغو ټیمونو د خپلو تخصصي او تخنیکي وړتیاوو په کارولو سره د سیمې په پلټلو او د خاورو لاندې قربانیانو د پاتې شونو په ژر تر ژره راویستو کې له پوځ سره مرسته وکړه.
دا بریالی غبرګون په لویه کچه د لبنان پوځ پر مسلکيتوب پورې اړه لري، ځکه چې پوځ سیمه په څو برخو وویشله او د تجربې، شمیر، تجهیزاتو او موجوده ظرفیتونو پراساس یې بهرني ټیمونه پکې وګمارل. دغه کار د ټیمونو انرژي په مناسبو ځایونو باندې متمرکزه کړه او د لټون او ژغورنې لپاره یې اړین وخت راکم کړ. د خاورو او خښتو لیرې کولو چارې چې د خپلواکو فعالیتونو د کنډک لخوا یې مشري کېده، په بیړه سیمې ته د لېږدول شوو ځواکونو او قطعاتو په مرسته او د ملګرو هیوادونو د پوځونو، لکه فرانسې او ایټالیا او همدارنګه په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواکونو سره د همغږۍ په مرسته پیل شوې. دغو فعالیتونو د بیروت د بندر په چمتووالي او نږدې عادي فعالیت ته په بیرته راګرځېدو کې مرسته وکړه.
قربانیانو سره مرسته
ملګرو هیوادونو لبنان سره د بیلابیلو روغتیایي او غیر نقدي مرستو په لیږلو سره له ځان څخه چټکتیا وښوده. هغه لوړ باور ته په پام سره چې نړیواله ټولنه او د لبنان خلک یې په خپل پوځ باندې د هغوی د بې پریوالي او روڼوالی لپاره کوي، پوځ خپل مسؤلیتونه د مرستو رسولو او ویشلو سره پیل کړل. پدې برخه کې د پوځ قوماندانۍ یوه مرکزي کمیټه جوړه کړه، چې څو ځانګړې فرعي کمیټې په کې شاملې وې. دغو کمېټو ته د مرستو د ترلاسه کولو، ذخیره کولو او بسته بندي کولو، او د روښانه او رڼو معیارونو له مخې یې اغېزمنو کسانو ته د ویشلو د بهیر د تنظیم چارې وروسپارل شوې. کار په دوه موازي برخو کې ترسره شو:
د روغتیایي مرستو برخه: د پوځ صحیه قول اردو تر څارنې لاندې د روغتیایي چارو فرعي کمېټې د مرستو توکي په خصوصي ګودامونو کې ذخیره کړل. دغې فرعي کمیټې همداراز مفصل مقررات جوړ کړل او مرکزي کمیټې ته یې وسپارل چې په پایله کې یې د ملي دفاع وزارت له لارې د روغتیا وزارت سره شریک کړل او مرستې یې اغیزمنو روغتونونو ته وویشلې.
د غیر نقدي مرستو برخه: د یادې موخې لپاره جوړه شوې کمیټې بېلابېلې مرستې ترلاسه کړې. نوموړې کمیټې خوراکي توکي راټول، بسته بندي او ذخیره او بیایې اغیزمنو کورنیو ته ووېشل. د 2020 زېږدیز کال تر پایه پورې له 70000 څخه ډیرې د مرستو کڅوړې وویشل شوې.
مخکښه عملیاتي اډه
له چاودنې وروسته د مرستندویه ماموریتونو د همغږۍ لپاره د پوځ قوماندانۍ په اغیزمنه سیمه کې د بشري او پراختیایي وضعیت د څارلو لپاره یوه بیړنۍ عملیاتي اډه جوړه کړه. پوځ د اړمنو خلکو د هېرتیا د مخنیوي لپاره د سیمې سروې وکړه او خلکو ته یې د خپلو جایدادونو د وراووښتي زیان په اړه د راپور ورکولو لپاره د تیلیفون شمیرې او بریښنالیکونه ورکړل. همداراز یې د خلکو د شکایتونو د ترلاسه کولو، د دوی اړتیاوو د پیژندلو او د دوی اندیښنو ته د رسیدنې لپاره د تلیفوني اړیکو نیولو یو مرکز جوړ کړ.
سربیره پردې، پوځ د بیروت له والي، مرستندویه لوی کمیسیون، د لبنان د سره صلیب او د نړیوالو او کورنیو غیر دولتي سازمانونو سره په ګډه کار وکړ، ترڅو هغو قربانیانو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي، بدیل او لنډمهاله کورونه جوړ کړي او همدارنګه د ملکي ادارو ترمنځ د بیارغونې او مرستندویه هڅو مدیریت د ښه والي لپاره چارې همغږې کړي.
د زیانونو سروې
په اغېزمنو سیمو کې د ګڼ شمېر هغو وګړو په ګډون چې بې کوره شوي، د زیان او ویجاړتیا د کچې له ټاکلو وروسته، د پوځ قوماندانۍ د زیانونو سروې چټکه کړه ترڅو له ژمي مخکې د بیارغونې چارې پیل کړي. نوموړې قوماندانۍ د سروې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړه چې د افسرانو، بریدملانو او پوځ کې نوو شامل شوو پرسونلو په ګډون 1500 غړي لري چې رضاکاره انجینران هم پکې کار کوي. کمیټه د زیان ارزولو او د اغیزمنو ودانیو د پیژندلو لپاره کار وکړ او په پایله کې وموندل شوه چې 55000 اپارتمانونه زیانمن شوي دي.
په ورته ډول، د ویجاړو شوو کاروبارونو شمېر په عمومي ډول 14848 شرکتونو او 5251 سوداګریزو کمپنیو ته رسیږي، پداسې حال کې چې 80 ودانۍ ویجاړې شوي او اته نورو هغو ډیر زیان موندلی چې بیاځلې رغولو ته اړتیا لري. د کمیټې د کاري ځواکونو تر منځ د ساحوي همغږۍ ښه کولو لپاره، هرې سروې شوې ودانۍ، کور، او اپارتمان ته د پروسې معیاري کولو او د تکرار د مخنیوي په موخه د لبنان د وسلوالو ځواکونو سریال نمبر ورکړل شوی.
همدارنګه، کمیټې یو ډیټابیس جوړ کړ چې د ودانۍ ټول سامانونه پکې شتون لري (لکه المونیم، لرګي، خاوره، جغل، شګه، اوسپنه، کاشي، سرامیک، رنګ او د حفظ الصحې کټونه) او د کور سامانونه لکه (فرنیچر، برښنایي سامانونه، کمپیوټر او نور توکي) چې د زیانمنو ودانیو د بیارغونې او ترمیم په موخه د قربانیانو لپاره باید خوندي وساتل شي. دغه ډیټا هغو مالي مرستندویانو ته د لاسرسي وړ ده چې د مرستو لېوالتیا لري.
له دغو هڅو سره په هممهاله توګه، کمیټې د ویجاړو شوو اپارتمانونو د څښتنانو یو لیست ترتیب کړ او د لبنان حکومت د ولسمشر له لوري د یو لاسلیک شوي فرمان له مخې یې د جبران ورکولو په موخه لومړی منظور شوی قسط توزیع کړ. دغه کار په عمومي بودیجه کې د زیانونو د جبران د تادیې لپاره یو استثنایی تخصیص رامنځته کړ چې کچه یې 100 ملیارد لبناني پونډو ته رسیږي. د مرستو ویش د ځانګړي میکانیزم له مخې چې په هر کور کې یې د زیان کچه پکې ارزول کېده، ترسره شو. دغه پړاو کې 12400 زیانمن شوي کورونه تر پوښښ لاندې ونیول شول.
د چاودنې څیړنه
پوځ د نظامي پولیسو له لارې د بیروت بندر د چاودنې د لاملونو په څیړنه کې مرسته وکړه، چې لومړنی کار یې د چاودنې له ځای څخه د شواهدو پر راټولولو باندې متمرکز وو. د عدلي طب ریاست د پېښې ځای سروې وکړه او د چاودنې علت د رابرسېره کولو لپاره یې شواهد راټول او پلټونکو پولیسو ته یې وسپارل. پولیسو د لبنان د جزایي اجراآتو قانون او د بشري حقونو له اصولو سره سم د اړوندې محکمې تر نظارت لاندې د شکمنو کسانو په اړه پلټنې پیل کړې.
پوځي رسنۍ
د چاودنې له ورځې راهیسې د پوځ د قوماندانۍ د لارښوونې ریاست د لبنان خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره د یو لړ بیانیو او ټویټونو له لارې پیښو سره سم کار کړی دی. بیانیې او ټویټونه د عمومي لارښوونو د خپرولو لپاره هم کارول شوي ترڅو د خلکو خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کړي او د لټون او ژغورنې کار پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
پوځ یو شمیر خبري کنفرانسونه تنظیم کړل چې په لړ کې یې افسرانو د ناورین، د چاودنې په ځای کې د ترسره شوي کار، او د ملګرو هیوادونو لخوا د لیږل شوو مرستو او دا چې څرنګه خلکو ته وویشل شوې، معلومات ورکړل. دوی همداراز د ویجاړتیا د سروې کولو څرنګوالي، د سروې موندنې، او د جایدادونو څښتنانو ته د زیان جبران ورکولو د پلان په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل. نوموړي ریاست له مطبوعاتو سره خپله همکاري پیاوړې کړه او د ځایی او بهرنیو خبریالانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړه، دوی لپاره یې د چاودنې سیمې دننه او بهر سیمهییز سفرونه تنظیم کړل ترڅو دوی د لبنان خلکو او نړیوالو ته مالومات ورسوي.
د مخ په ځوړ اقتصادي بحران سربېره چې د لبنان د وسلوالو ځواکونو پر غړو باندې یې د لبنان د نورو وګړو په څېر ورته اغیزه کړې، او د کوروناویرس وبا سربیره چې د دوی ژوند او د دوی عزیزانو ته یې ګواښ پیښ کړی، د لبنان وسلوال ځواکونه هغوی ته سپارل شوې دندې ترسره کوي، او موخه یې په بشپړ ډول خپله دنده ترسره کول دي.
د قزاقستان پوځي ډاکټران په لبنان کې د ناورین له قربانیانو سره مرسته کوي
د قزاقستان جمهوریت وسلوال ځواکونه
د 2020 د اګست میاشتې په پیل کې په بیروت بندر کې له چاودنې څخه څو ورځې وروسته، د قزاقستان د پوځي روغتیایي متخصصینو یوه ډله لبنان ته د ناورین له قربانیانو سره د مرستې لپاره ورغله.
د قزاقستان ډاکټرانو او نرسانو د بیروت، بوور او سیدا په ښارونو کې د دوه اونیو استوګنې په ترڅ کې 635 ناروغان تر درملنې لاندې ونیول. د قزاقستان جراحانو په 73 عملیاتو کې مرسته وکړه، په دغو عملیاتو کې د یو 90 کلن لبناني سړي ماته شوې پښې بېرته جوړول چې په چاودنه کې ټپي شوی وو هم ګډون درلود.
فادي ایهریا، چې قزاقي طبي ډلې ورسره مرسته کړې وویل، “زه د جنوبي لبنان څخه یم. زه په بیروت کې ژوند کوم. پدې سختو شیبو کې، زه غواړم د قزاقستان له مشرتابه او پوځي ډاکټرانو څخه مننه وکړم چې زموږ له خلکو او ماشومانو سره مرسته کوي. لبنان ته ښه راغلاست”.
د بیروت ناورین ته د قزاقستان غبرګون بې ساری وو. د اګست په 7مه، پر بندر له چاودنې درې ورځې وروسته، ولسمشر قاسم – جوامارت توکاییف د دفاع وزیر ډګر جنرال نورلان یرمیکباییف راوغوښت او لبنان ته یې د ټیم د استولو امر ورکړ. ډاکټران بله ورځ له اکوتا څخه بیروت ته پرواز وکړ.
د کوویډ19- ناروغۍ په ترڅ کې، قزاقي چارواکو د ساري ناروغۍ ډاکټرانو او معالجینو ته بهر ته د سفر کولو اجازه ورنکړه. د قزاقستان د ځانګړو ځواکونو په طبي ډله کې جراحان، ارواپوهان، د اعصابو جراحان، د بیهوښۍ ورکولو متخصصین او نرسان شامل دي. ډیری قزاقانو په انګلیسي ژبه خبرې کوله. په پوځي الوتکو کې طبي توکي او تجهیزات هم بار و.
له قزاقانو څخه د بیروت په نړیوال هوایی ډګر کې د لبنان د وسلوال ځواک مشر برید جنرال ابي کرم او د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د استازي علي لیراني لخوا تود هرکلی وشو. دا د قزاقستان او لبنان طبي کارکوونکو ترمنځ د دوو اونیو د نږدې همکارۍ پیل وو.
د قزاقستان سرطبیب، ډګروال اسکار معروفوف وویل، “په پوځي روغتون او ملکي روغتونونو کې د کار پر مهال، موږ ښه تجربه ترلاسه کړه”.
له لبنان څخه له بېرته تلو څخه مخکې قزاقستاني ډاکټرانو د لبنان د پوځي صحیې ریاست مشر جنرال جورج یوسف او په بیروت کې د پوځي روغتون له مشر جنرال ابوظاهر نسیم سره وکتل. دواړو لوریو په پوځي درملنه کې د لا همکارۍ لپاره پر امکاناتو خبرې وکړې.
حتا د بندر له چاودنې څخه دمخه، قزاقي ځواکونو له لبنان سره بلدتیا درلوده ځکه چې هغوی په لبنان کې د ملګرو ملتونو په لنډمهاله سوله ساتو ځواکونو کې شامل وو.
Comments are closed.