برخی د افغان هوایي قواوو پیاوړي کول By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter د بلک هاک چورلکې پیلوټان د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ او له تروریزم سره د مبارزې لپاره خپلو مهارتونو ته پراختیا ورکوي جګړن جک مکین، د متحده ایالاتو سمندري ځواک د متحده ایالاتو د سمندري ځواک له لوري انځورونه د 2018 په مې میاشت کې د کندهار په هوایی ډګر کې د سي- 17 الوتکې کښته کیدل ښایي زما د نظامي مسلک تر ټولو بده تجربه وي. تر دې نیټې پورې، زه د چورلکې پیلوټ په توګه دریو ځایونو ته استول شوی وم: آرام سمندر، د هند سمندر او عر خلیج ته. پداسې حال کې چې دا زما د څلورم ماموریت پیل وو، دا ډول تجربه په بشپړه توګه نوې وه او له هر څه نه یې چې ما مخکې کړي وو، په ژوره توګه توپیر درلود. زه د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یوازینی افسر وم چې په افغانستان کې د 441م هوایی عملیاتو مشورتي کنډک ته ګمارل شوی ووم. زه یو چټک پیلوټ وم چې په سمندر کې د الوتلو ډیره ښه تجربه مې درلوده، مګر په صحرا او غرونو کې د الوتلو لږ یا هیڅ تجربه مې نه درلوده. دغه کار په افغانستان کې زما شتون له خورا ننګونو سره مخامخ کړ او په کنډک کې د نه ختمیدونکي مسخرې لامل شوم. د افغانستان لاسونو په نامه یو پروګرام څخه مننه چې زما د حرکت څخه مخکې یو کال لپاره، زه او د متحده آیالاتو نور پوځي پرسونل د افغانستان په تاریخ، کلتور، سیاست او اقتصاد کې وروزل شوو او د هغه ځای د یوې ژبې ژورې زده کړې مو ترلاسه کړې. هیله دا وه چې د سلاکارانو یو کدر رامینځته شي چې وکولی شي له خپلو افغان سیالانو سره ښې اړیکې رامینځته کړي او د متحده ایالاتو اردو ته خبر ورکړي چې څنګه د افغانستان له پوځ او حکومت سره خپل د مشورې رول ښه کړي. کله چې ما په کندهار کې لومړی قدم کیښود، نو دا زما دنده شوه چې په افغانستان کې د یو ايچ- 60 د بلک هاک چورلکو د کنډک افسرانو او عملې ته مشوره او روزنه ورکړم. جګړن جک مکین، چپ خوا ته، د جګړن محمد سلیم سره د یو بلک هاک مخې ته ولاړ دي، هغه پیلوټ چې دی د چورلکې د الوتنې په روزنه کې یې ورسره مرسته کړې. د ځایی الوتنې له شرایطو سره د آشنایي او لارښوونې لنډې مودې وروسته، ما د نوو پیلوټانو لارښوونې پیل کړې چې څنګه په بلک هاک سره الوتنه او کار وکړي. موخه د یو وړ، مسلکي او دوام لرونکي کنډک جوړول وو. زه د لیوال، هوښیار او فکر لرونکي ځوان افسرانو سره مخ شوم، ټولو غوښتل چې یو څه بدلون راولي. د یو څو الوتنو وروسته، دا سخته وه چې د پیلوټانو له مهارت او عزم څخه دې اغېزمن نشو، چې د افغانستان له هر ګوټ او هر کلتور راغلي او هره ورځ هڅه کوي ترڅو خپل ځانونه د جګړې لپاره چمتو کړي. د الوتکې د ساده الوتنې سربیره، په بلک هاک کنډک کې پیلوټان پراخې دندې لري. هر پیلوټ ته یو ځانګړی رول ورکړل شوی و چې هغه باید له اول څخه وده وکړي. د بېلګې په توګه، هغه پیلوټ چې د تاکتیک افسر په توګه ګمارل شوی وي، باید د خپل امریکایي مشاور او همکار سره ناست وي او معیاري عملیاتي کړنلارې جوړې کړي تر څو د سویلي افغانستان د عملیاتي چاپیریال ځانګړې ننګونې حل کړي. دا رول به حتی تر ټولو غوره پیلوټ هم وننګوي، هغه خو لا پریږده چې الوتکې ته خورا نوی دی په دغه رول کې و چې ما لومړی د جګړن محمد سلیم سره ولیدل. کله چې ما د هغه د سلاکار په توګه دنده پیل کړه، جګړن سلیم په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د عملیاتو سره بلد وو. په حقیقت کې هغه له اوو کلونو راهیسې له کندهار څخه الوتنه کوله، په راکټ سمبال ایم ای- 17 چورلکه کې یې په زرهاوو جنګي ساعتونه تیرول. هغه په یو شمیر ډیر ګرمو ځایونو کې الوتنه کړې او د افغان ځمکنیو ځواکونو څخه د هوایی بریدونو، د ټپیانو په ایستلو، د نږدې هوایی ملاتړ، د لوژیستیک او ټرانسپورټ له لارې ملاتړ کړی. هغه یو له لومړنیو افغان پیلوټانو څخه و چې په نېکمرغۍ مې ورسره یوځای الوتنه کوله، او مونږ غوره کاري اړیکه جوړه کړه. هغه لیوال، ځیرک، ښه روزل شوی، عاجز او د افغانستان هوایی ځواک د دوامداره مسلکي کولو ته ژمن دی ترڅو د خپل هیواد د سوله ییزې راتلونکې په خوندي کولو کې مرسته وکړي. داسې یوه شیبه نه وه چې ما به د قطعې د ښه والي لپاره په کار کولو یا د خپل همکار پیلوټانو سره په مرسته کولو نه لیده یا د خپل همکار پیلوټانو سره مرسته ونه کړي یا الهام ورته ورنه کړي. زه ډېر نېکمرغه وم چې په خطرناکو حالاتو کې مې د هغه زړورتوب لید، له ځانه یې مېړانه ښوده او د ځمکنیو ځواکونو د هوساینې پاملرنه یې کوله، او په دوامداره توګه به یې د بلک هاک چورلکو له لارې د سرتېرو د بریا او خوندیتوب لپاره مرستې په پام کې نیولې. هغه د افغان هوایی ځواک د غوره خصوصیاتو څرګندوی دی او لیوال و چې د یونیپث مجلې سره خپل ځینې نظریات شریک کړي. جګړن مکین: تاسو د افغانستان د کوم ځای یاست؟ جګړن سلیم: زه د پنجشیر یم. زه په کابل کې زیږدلی یم، خو کله چې طالبان پر کابل مسلط شول، زه د خپلې کورنۍ سره د خوندیتوپ په خاطر پنجشیر ته ولاړو. جګړن مکین: څه شی بلک هاک چورلکي ځانګړې کوي؟ جګړن سلیم: موږ د پخوا په پرتله د افغانستان په هوایی ځواک کې ډیرې چورلکې لرو. وروسته له هغه چې مونږ یو ايچ- 60 چورلکې ترلاسه کړې، دې کار د جګړې په ډګر کې د پام وړ بدلون راوست. اوس مونږ تلفات ویستلی شو او هرچیرې چې ورته اړتیا وي، د خپلو ځمکنيو ځواکونو ملاتړ کولی شو. بلک هاک د دوه اصلي دلیلونو په خاطر د افغانستان هوایی ځواک لپاره ښې دي: لومړی، د بلک هاک لپاره کومې پرزې چې مونږ ورته اړتیا لرو ترلاسه کول یې اسانه دي. د متحده ایالاتو له ملاتړ او ښه لوژیستیکي سیسټم څخه مننه. دوهم، بلک هاک د افغانستان هوایی ځواک لپاره خورا ګټوره الوتکه ده، ځکه چې دا د ام آی- 17 یو ډیر ښه ځای ناستی کیدلی شي. دا د ام آی- 17 په پرتله لږ تیل مصرفوي او ډیر د مانور وړ هلیکوپتر دی چې د ام آی- 17 په پرتله د ګړندیتوب ډېره وړتیاوې هم لري، چې عملې ته اضافي خوندیتوب وربخښي او ماموریت په چټکتیا سره بشپړوي. جګړن مکین: نوې چورلکې به څنګه د افغانستان د هوایی ځواک د راتلونکي په خوندي کولو کې مرسته وکړي؟ جګړن سلیم: زه ډاډه یم چې بلک هاک به د ام آی- 17 په پرتله د افغانستان هوایی ځواک سره ډیره مرسته وکړي. د اوسني حالت په پام کې نیولو سره، پروګرام په سمه توګه پر مخ روان دی او په چټکتیا سره وده کوي، مونږ ته دا وړتیا راکوي چې د خپلو ځمکنیو ځواکونو ملاتړ وکړو. لکه څنګه چې موږ ډیرو پیلوټانو ته روزنه ورکوو او په ډیرو ځایونو کې ډیرې الوتکې لرو، موږ به وکولی شو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هر اړین ماموریت ته دوام ورکړو او ملاتړ یې وکړو. جګړن مکین: په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې دغه کنډک څنګه مرسته کړې ده؟ جګړن سلیم: زمونږ د سرتیرو مورال یې ښه کړی چې که چیرې دوی ټپي شي نو د وتلو تضمین ورته ورکوي او دوی لپاره په دوامداره توګه اکمالات رسوي. مګر بیا هم هغه مرسته چې د بلک هاک هلیکوپټرو د ورکولو له لارې څرګنده شوي ده، د دې تصور په پیاوړتیا کې مرسته کړې چې د افراطیت او تروریزم پروړاندې مبارزه نه یوازې د افغانستان بلکې د متحده ایالاتو او د هر ملت دنده ده. جګړن مکین: د افغانستان د هوایي ځواک راتلونکې لپاره ستا هیله څه ده؟ جګړن سلیم: زه هغه څه غواړم چې هر پیلوټ یې غواړي. هغه ډیر هوايي ځواک او ډیرې الوتکې دي. زه د متحده ایالاتو او د هغو له متحدینو سره ملګرتیا ته دوام ورکوم ترڅو د پیلوټانو او تخنیکي پرسونل روزنې ته دوام ورکړي او دا ډاډ ترلاسه کړو چې مونږ د تروریزم په وړاندې په روانه مبارزه کې بریالي یو. وروسته له هغه چې ما د افغانستان هوایی ځواک لپاره الوتنه پیل کړه ما ډیر پرمختګ لیدلی، مګر پوهیږم چې نور ډیر کار ته اړتیا لري. یو افغان پیلوټ بلک هاک چورلکې ته الوتنه ورکوي. جګړن مکین: خپله روزنه او هغه فرصتونه تشریح کړئ چې ترلاسه کړي مو دي. جګړن سلیم: ما خپله لومړنۍ پیلوټي روزنه په سي- 208 او ام ډي- 530 کې د شينډنډ په هوايي اډه کې ترسره کړه. بیا ام آی- 17 ته لاړم او اوس یو ايچ- 60 ته الوتنه ورکوم. زه د متحده ایالاتو هوایی ځواک، د متحده آیالاتو اردو او د متحده ایالاتو د یو بحري ښوونکي لخوا روزل شوی وم، او دې روزنې ماته دا فرصت راکړ چې خپل هیواد ته خدمت وکړم، او اوس د ځوان پیلوټانو سره مرسته کوم تر څو د جګړې په ډګر کې الوتنه وکړي. همدا راز، ما ته د زده کړې او د الوتکې چټک الوت امتیاز هم راکړل شوی، چې خورا مهم ګڼل کیږي. جګړن مکین: د خپل ملت لپاره خدمت کول تاسو ته څه مانا لري؟ جګړن سلیم: زه ډیر ویاړم چې خپل ملت ته خدمت کوم. په هر حال، زه نه یوازې د خپل ملت لپاره مبارزه کوم، بلکه د نړۍ خلکو سره مرسته کوم چې په سوله کې او له تروریزم څخه پرته ژوند وکړي. دا زما د ژوند لوی ویاړ دی چې دا کار کوم او دې کار ته دوام ورکوم. جګړن سلیم د کندهار په هوایی ډګر کې د بلک هاک قطعې د قومندان په توګه ترفیع وکړه او د افغانستان لپاره الوتنې او جګړې ته دوام ورکوي. هغه د پیلوټانو په روزنې او د خپلو سلاکارانو لخوا د رامنځته شوو لوړو معیارونو د ساتنې تر څنګ، د یو مسلکي، وړ او دوام لرونکي افغان هوایی ځواک له ودې سره هم مرسته کوي. هغه د افغان ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره 2000 محاربوي ساعتونه او بې شمیره ماموریتونه ترسره کړي دي. اف. Facebook Twitter Share
Comments are closed.