څانګېد سیمې هېوادونه د افغان ملي اردو پایښت By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter ډګروال احمدضیا کریمی ایالاتو د مرکزي قوماندې لپاره د افغانستان جګپوړی ملي استازی د څو کلونو په موده کې، د افغانستان ملي اردو څخه یو اغیزناک او د باور وړ ځواک جوړ شوی دی، او د دې وړتیا لري تر څو په بین المللي ټولنه کې خپل مسوولیت پخپل لاس کې واخلي. افغان ملي اردو، د هغو تکړه او مسلکي مشاورینو او روزونکو په مرسته خپل جنګي مهارتونه ښه کړي دي، چې د افغان اردو د پراختیا لپاره یې له هیڅ وخت څخه درېغ ندی کړی. د یو تهاجمي دوکتورین په عملي کولو سره، افغان ملي اردو د دښمن پر وړاندې هر ډول جنګي عملیات سرته رسولای شي. له نورو امنیتي ارګانونو سره همکاري او همغږي ډیر ښه شوي دي او د ګډو عملیاتو لپاره خاصه پاملرنه کیږي. افغانستان حکومت د یو مسلکي او وفاداره اردو څخه برخمن دی. د پیاوړتیا دا ټکي د هغو رضاکارو سرتیرو له کبله دي چې په اردو کې خدمت کوي، هغه سرتېري چې د خپلو کورنیو او هېوادوالو ملاتړ له ځان سره لري. مونږ پوهیږو چې هره اردو د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره باید ښې او منظمې روزنې ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ، ځواکونه باید تر ټولو پر ښو وسلو او تجهیزاتو هم سنبال وي او پر کارولو یې هم پوه شي. د امریکا متحده ایالاتو، د افغانستان د همکار په توګه، د هیواد او د سیمې پوځي او سیاسي حالاتو ته په کتو سره د افغان ملي اردو په جوړلو او منظم کولو کې مرسته کوي. افغان ملي اردو د استخباراتو، ساحوي انجینري، لوژستیک او د مخابرې په شان له مختلفو نظامي څانګو څخه تشکیل شوې ده. د افغان هوایي ځواکونو د خوځښت او د انداخت/ویشتلو وړتیاوې هم پیاوړې شوې دي، چې د اردو د ماموریتونو د ملاتړ لپاره مختلفې جنګي ثابت پرواز لرونکې الوتکې او چورلکي لري. د افغانستان دفاعي پوهنتون بېلابېل ښوونځي لري، لکه ملي پوځي اکاډمي، د افغان ملي اردو د افسرانو اکاډمي، د قوماندانیت او قرارګاه کالج، د بریدملانو اکاډمي او د کابل د پوځي تعلیماتو اکاډمي. هغوی د ځوانو رضاکارانو په تربیه کولو سره هیواد ته خدمت کوي. د نورو امنیتي ځواکونو سره په همغږي کې، افغان ملي اردو ثابته کړې ده چې د یو دوامداره او د بدلون منونکي دښمن پر وړاندې د یاغیتوب ضد اغیزناکه عملیات ترسره کولای شي. ډېر شمېر دا عملیات د هیواد د ځانګړو عملیاتو ځواکونو او د 777 هوایي لوا لخوا ترسره کیږي. د کورنيو او بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د هراړخیزو اقداماتو د ترسره کولو لپاره افغان ملي اردو د بشري ځواک/پرسونل، تکنالوجي او بودیجې په برخو کې سمون او اصلاحات رامینځته کوي. کله چې افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي، په بشپړ چمتووالي سره د یو کم شمېر فعال ځواکونو د ساتنې په موخه د احتیاطي ځواکونو نه کار اخیستل به اقتصادي لاره وي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.