د افغانستان بیا ودانول
د افغانستان ثبات به مرکزي او جنوبي آسیا ته ګټه ورسوي
پوهاند ادیب فرهادي | عکسونه د ای اف پي/ګیټي انځورونو لخوا
د امریکا متحده ایالات د خپل بهرني سیاست په طرح کولو کې د “لوی ځواک سیالۍ” باندې ډیر ټینګار کوي. په متحده ایالاتو کې په وروستي وار دا مفهوم د 2017 د ملي امنیت په ستراتیژي او د 2018 د ملي دفاع په ستراتیژي کې په پراخه کچه څرګندیږي او دغه هیواد ژمن دی چې د مرکزي آسیا او افغانستان په څیر ځایونو کې د چین او روسیې پر وړاندې پراخې موخې ولري.
د دې سربېره، په ستراتیژۍ کې دغه بدلون د پخلاینې هیلې وړاندې کوي، او متحده ایالاتو ژمنتیا څرګندوي چې “له پیاوړي دریځ څخه له سیالانو سره د همکارۍ برخې پیدا کړي، تر ټولو مهمه دا ډاډ ترلاسه شي چې زموږ پوځي ځواک له ټولو ښه او زموږ له متحدینو سره په بشپړه ټوګه ګډ کار کوي.” یوه سیمه چې همکارۍ، د اجماع رامنځته کول او د سرچینو شریکول پکې اړین دي هغه افغانستان دی.
د دغه هیواد مرکزي موقعیت، بډایه طبیعي سرچینې او ناڅرګنده امنیتي وضعیت لویې سیمې ته د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د تمرکز یو منطقي ځای رامینځته کوي.
ډاکټر فریډریک سټار، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو د بیارغونې لپاره د “وریښمنې لارې نوې ستراتیژۍ” څخه ملاتړ کړی دی، یو علمي څیره دی، چې سیمې ته یې د متحده ایالاتو د په لنډ ډول په لاندې ډول وړاندې کوي:
”نوې ستراتیژي د مرکزي آسیا هیوادونو د واکمنۍ او خپلواکۍ لپاره د امریکا په ملاتړ ټینګار کوي. دا سیاست د دوی ترمنځ د سیمهییزې همکارۍ وده هڅوي او د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو په لور مثبت ګامونه مني. همداراز د مرکزي آسیا هیوادونو او افغانستان ترمنځ د اړیکو له پراختیا څخه ملاتړ کوي. دا سیاست په حساسو موضوعاتو لکه د بشر حقونو او مذهبي آزادیو پر پرمختګ او د سیمهییزو هیوادونو سره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کوي.”
د ستراتیژیکو ستراتیژیو لپاره د سویلي آسیا مرکز نږدې ختیځ د سویلي فلوریډا پوهنتون په همکارۍ د کال 2020 په جنوري کې یو کنفرانس جوړ کړ چې په کې د پوهنتون، حکومت او پوځي کارپوهانو برخه اخیستي وه او په سیمه کې د زبرځواک سیالۍ په چوکاټ کې د افغانستان پر جیوپولټیک او اقتصادي موقعیت باندې متمرکز و.
په هیواد کې، لسیزو جګړو ګاونډیو هیوادونو ته سیاسي بې ثباتي، د کډوالۍ بحران، د تروریزم ګواښونه، اقتصادي فشار، د مخدره توکو قاچاق او نور ډیر څه رسولي دي. دا تقریبا د هرچا په ملي ګټه ده چې د بې ثباتۍ دغه سرچینې کمې شي.
د افغانستان د مخدره توکو غیرقانوني تجارت د دې لامل شوی چې په ملیونونه روسان، ایرانیان او پاکستانیان په هغه مخدره توکو روږدي شي چې په افغانستان کې کرل کیږي او پروسس کیږي. د نیشه یي توکو او د هغو د قاچاق کوونکو مجرمینو نیول، د همکارۍ هغه سیمه په ګوته کوي چې د ملي سیالیو او تربګلویو مخه نیسي. په حقیقت کې، متحده ایالات او روسیه د مخدره توکو د غیرقانوني تجارت د مخنیوی لپاره – د مرکزي آسیا امنیتي ځواکونو ته د ګډې روزنې په ګډون هڅې همغږي کړي.
همداراز په افغانستان کې جګړو پاکستان او ایران ته د مهاجرینو دوامداره جریان رامینځته کړی. یادو هېوادونو د هغو ملیونونو افغانانو کوربتوب کړی چې له خپلو کورونو څخه شړل شوي دي. په افغانستان کې د دښمنیو بندیدل به د ګڼ شمیر ځپل شويو خلکو د بیرته راستنیدو لپاره لاره هواره کړي، او دا کار به د افغانستان پر ګاونډیو باندې اقتصادي او ټولنیز فشار کم کړي.
دا همکارۍ ډیر ډولونه لرلی شي. په ډیری قضیو کې د سیمې د ثبات وده د متحده ایالاتو او نورو هغو قدرتونو پورې چندان اړه نلري چې د رهبرۍ او ځواک د پلي کولو پرځای د حکومتونو، سوداګریو او هغو غیرحکومتي سازمانونو ترمینځ همغږی رامینځته کوي چې په سیمه کې د مرستې رسولو ته لیوالتیا لري.
د متحده ایالاتو او روسیې د مخدره توکو پر وړاندې د ګډې روزنې په څیر، هیوادونه کوالی شي په وچه کې راګیر افغانستان د بې وزلۍ او بې ثباتۍ څخه خلاص کړي؛ په ورته وخت کې سیمه د دې بوجونو له اغیز څخه ژغورل کیږي. د سولې راوستو اقدامات کولی شي د اقتصادي پراختیا پروګرامونو بڼه واخلي، لکه د افغانستان د کم پیدا ځمکني منرالونو کیندنه، د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان او هند ترمینځ پایپ لاین (ټاپي) او د ورېښمو نوې لار.
په کال 2010 کې د متحده ایالاتو او افغان جیولوژیکي سروې ټیمونو په ټول افغانستان کې د وسپنې، مسو، کوبالټ او سرو زرو پراخو زیرمو شتون تایید کړه. تر دې دمه خورا مهم کشف او موندنه د ځمکې د نادره کاني توکو په اړه دی. په ځانګړې توګه لیتیم هغه سرچینه ده چې په نړېوال عصري اقتصاد کې خورا مهم ارزښت لري.
لیتیم د اوږدې مودې لپاره د شیشې او سیرامیک په جوړولو کې رول لوبولی. خو همداراز خپل ارزښت یې د درملو او لیتیمي بیټریو د یوې برخې په توګه ثابت ساتلی چې په ملیاردونو ګرځنده تلیفونونو کې کارول کیږي. افغانستان به ځان د لیتیم د غوره تولید کونکو په مینځ کې ومومي. د ګریفیت اسیا انسټیټیوټ کې د جیفري ریفز په وینا، غوښتنې کولی شي په 2020 کال کې د اکمالاتو کچه لوړه کړي، او افغانستان چمتو دی چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان لپاره د ساینس او ټیکنالوژۍ لوړ پوړی شنونکی عمر شیراز اټکل کوي چې دا منرال د افغانستان لپاره د 1 ټریلیون څخه تر 3 ټریلیون ډالرو پورې ارزښت لري. دا ډول نوې شتمني کولی شي د تل لپاره د افغانستان اقتصاد ته بدلون ورکړي، چې اوس په کال کې د 20 میلیاردو ډالرو څخه کم رسمي اقتصادي فعالیت لري. بهرنیو مرستندویانو د افغانستان د بودیجې لوی سلنه چمتو کړې، او که لیتیم استخراج شي د اړتیا وړ اقتصادي پیاوړتیا به چمتو کړي چې کولی شي د افغانانو لپاره په زرګونو دندې رامینځته کړي، د قانوني صادراتو او مالیاتو له لارې به سیاسي ثبات وهڅول شي، او هغه افراطیت کم کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته رسیدلی.
د ځمکې د دې نادره منرالونو د استخراج ننګونې تر ډیره حده په افغانستان کې د زیربناوو نشتوالی او ماتیدونکي امنیت پورې اړه لري. د افغانستان بې کیفیته زیربناوې وار دمخه د فرصتونو د لاسه ورکولو او د ودې د بندیدو لامل شوي دي. دغه هیواد اته ولایتونه د ملي بریښنا په شبکې کې شامل کړي، خو لاهم اړتیا لري چې د هیواد د روښآنتیا لپاره د ګاونډیو څخه لا ډیره بریښنا واخلي.
ّپه ټولیز ډول په سیمه کې، د تجارتونو او فابریکو د چلولو لپاره د بریښنا د نشتوالي له امله ملیاردونه ډالره له لاسه ورکول کیږي. د مثال په توګه قرغزستان اضافي انرژي تولیدوي اوغواړي چې په سویل کې یې پر خپلو ګاونډیو وپلوري، مګر د زیربناوو نشتوالي دغه پرمختګ ټکنی کړی.
ورته اندیښنو د طبیعي ګازو پایپ لاین (ټاپي) د پای ته رسیدو مخه ډب کړي، چې له ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هند څخه به تیریږي. دا د “نوې د وریښمو لاره” نومول شوی ترڅو ټوله سیمه معتبر، دوامداره او نسبتا پاکې انرژي ته لاسرسی ومومي.انر پدې پروژه کې د افغانستان شاملول به نه یوازې افغانستان ته د سون توکې، بلکې ځایی اقتصادي فرصتونه او امتیازات د ځایي دندو د پیدا کیدو په شکل رامینځته کړي، او همدارنګه د سیمهییزې سوداګرۍ د زیاتوالي په بڼه اړیکې رامینځته کړي. دا به په بدل کې په سیمه کې د لویې کچې ثبات لامل شي.
یادې شوې پروژې باید د سولې د رامینځته کولو پروسې د یوې برخې په توګه د دولت د هڅو له لارې حل شي. په فلوریډا کې د لوی ځواک سیالۍ د کنفرانس په بهیر کې، ډاکټر سټار او ډاکټر بارنیټ روبین وویل چې ارتباط او نښلونه په افغانستان کې د سولې او ثبات کیلي ده.
له 2001 څخه تر 2020 پورې د متحده ایالاتو پوځي هڅې د افغانستان ثبات لپاره د پام وړ وې. سربیره پردې، د متحده ایالاتو پوځي او سیاسي مشرانو په افغانستان او مرکزي آسیا کې د تلپاتې امنیت د لاسته راوړلو لپاره د ورېښمو د نويې پراخې پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ.
د وریښمو نوی سړک به له یوې وچې څخه بلې وچې ته د سوداګرۍ لارې بیا پرانیزي چې افغانستان یې له پیړیو راهیسې په بشپړه توګه نه ده کارولې. د هیواد مرکزي موقعیت د اروپا څخه تر سویلي آسیا، سویل ختیځې آسیا او ختیځې آسیا پورې د ترانسپورتي شبکو لپاره یوه حیاتي څلورلاره جوړوي. د مثال په توګه ازبکستان ژمنه کوي چې خپله د ریل پټلۍ سهیل خواته تر افغانستان پورې وغځوي.
د ټاپي پروژې په هکله، افغانستان به بهرنیو بازارونو ته ښه لاسرسي ولري، او د افغانستان حکومت به په سیمه کې د جنګ وروسته نیکمرغۍ لپاره د امتیازاتو او محصولونو له لارې د عوایدو یوې دوامدارې سرچینې ته لاسرسی ولري.
د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ د کال 2020 په فبروري میاشت کې د سولې تړون لاسلیک به د یو باثبات افغانستان لپاره لومړی ګام ګڼل کېدی شي. کله چې د معاملې جزیات خپاره شول، د ډیری نړیوالو فعالینو په ګډون لویو قدرتونو هیله څرګنده کړه چې دا به په نهایت کې د سولې، سوکالۍ او ثبات لامل شي. دا نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره ښه دی.
د لیکوال په هکله: ادیب فرهادي د سویلي فلوریډا پوهنتون استاد دی، چې د سولې او شخړې، اقتصادي پراختیا، حکومتوالۍ او له تاوتریخجن افراطیت سره د مبارزې په کورسونو کې تخصص ترلاسه کوي. ډاکټر فرهادي په افغانستان کې زیږدلی. هغه د لنډ وخت لپاره یې د طالبانو وروسته حکومت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره د “نوې وریښم لار” د ستراتیژۍ لوی ملاتړ کوونکی وو.
Comments are closed.