د افراطیت په نوم د دین ناسمه زده کړه او تفسیر
ترهګر، دیني متون تحریفوي ترڅو ویجاړۍ، تاوتریخوالي او قتل ته مشروعیت ورکړي
پروفیسور اسد کاظم شبیبد، سیاسي علومو پوهنځی، کوفه پوهنتون، عراق
دیني او عقیدتي ادبیات چې په دودیز ډول د راډیکال اسلامي سازمانونو لخوا کارول شوي، د افراطیت د راپورته کېدو یو اصلي علت دی. دغه سازمانونه په دیني او عقیدتي بیانونو پوهېږي، د مشخصو قضیو په اړه د موعظینو او قانون پوهانو په واسطه د لیکل شوو متنونو مفهوم پرېږدي او تش متن را اخلي؛ د لفظي ژباړې په واسطه او د دغو بیانونو پر اساس سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او دیني پېچلتیاوې تفسیروي. نو دغو متونو د افراطیت پر راپورته کېدو مستقیمه اغېزه لرله او لري به یې.
پر دې د پوهېدو لپاره چې څنګه د دغه ډول افراطیت فکر زیات شو، د عراق د ترهګرۍ ضد پوځ قومندان، جنرال عبدالوهاب السیدي د 2021 کال په اپرېل کې د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په مشرۍ یو کنفرانس جوړ کړ. دوی 15 عراقي عالمان او د افراطیت ضد متخصصین راوبلل چې هغه ادبیات تحلیل کړي چې ترهګري او افراطیت ته پرې مشروعیت ورکول کېږي. د دغو ادبیاتو اصلي عناصر دا دي:
الولاء والبراء
الولاء والبراء(د خدای لپاره دوستي او دښمني)دا هغه مفهوم دی چې د راډیکال ډلو او دیني ډیني ډلو تر منځ عام دی؛ رادیکال ډلې د شرعي قانون د حاکمیت په رامنځته کولو کې ځان له ټولنې پورته بولي او د دغه اصل”د خدای لپاره دوستي او دښمني” کارول محدودوي. نو د الولاء (د خدای لپاره دوستي) او البراء (د خدای لپاره دښمني) معنی څه ده؟
الولاء، وفاداري او دښمني په اړیکو کې مهربانۍ، دوه اړخیز ملاتړ او خلوص دی؛ لغوي معنی یې دوستي او نږدې والی دی. له هر هغه چا سره چې غواړې ملګری یې کړې؛ چلند او نیت. دوستي او نږدې والی د الله، پیغمبر او مسلمانانو لپاره دی. دا د هر مسلمان او هرې ډلې وجیبه ده او د راډیکالو ډلو او ګروپونو د تیورۍ له مخې د کفر والرداء (کافر او مرتد) ضد ده.
النصره
د دغې کلیمې معنی هغه کسان دي چې پهالنصره (دوه اړخیز ملاتړ) کې راټول شوي. د مشرکو مشرانو په اړه امر شوی و چې دا کسان نه تکفیرېږي او نه له دیني ټولنې تبعیدېږي؛ خو افراطیان دا کار کوي. د دغو کسانو په اړه د اسلام د مهربانۍ او ښه چلند په اړه ثبوت په صحیح بحاري کې شته؛ کله چې پيغمبر صلي الله علیه وسلم د خپل یوه صحابي پر لور ټینګار وکړ چې له خپلې مشرکې مور سره دې اړیکې مه پرې کوه. د قران او احدایثو له نظره، کافر پلار او مور ته هم باید درناوی وشي لکه څنګه چې یو مسلمان باید د کافر خپلوان او همزولي پر وړاندې سخي او مهربانه وي. له کافر سره مرسته داسې نه ده چې له دوی سره په زور چلند وشي او له کافر سره ښه رویه نه ده منع شوې؛ برعکس، افراطیان دا هغه څه منع کوي او تکفیرول کوي.
راډیکال سازمانونو د قران له دغه ایت څخه هم بله معنی اخیستې: “او څوک چې الله، د هغه پیغمبر او مومنان خپل ملګري ونیسي، هغه ته دې څرګنده وي چې همدا د الله ډله غالېبېدونکې ده” او “هر دین په لمانځه کې خپل لوري ته مخ اړوي نو له یو بل سره په ښو کارونو کې سیالي وکړئ.”
دغه ایتونه د اسلامي سازمانونو له لوري داسې تفسیر شوي چې له خپلو سره مینې او له دښمنو څخه نفرت ته مشروعیت ورکړي. خو ډېری باور لري چې دا په ټولنیزو روابطو پورې اړه لري چې له یوه فرد څخه پیلېږي، کله چې دا کس وغواړي یو ملګری ونیسي چې هغه یې په هره برخه کې تعقیب کړي یا سیالي ورسره وکړي؛ پرته له دې چې اړ یا مطیع کړای شي. انسانان کېدای شي په یوه وخت کې، اساسي وحدت ته له کتو پرته په مختلفو ډلو کې وي؛ لکه کورنۍ، ملت، دین، مذهب، سیاسي ډله او په عموم کې انساني ټولنې. په نړۍ کې د دې ډېرې بېلګې دي؛ یوه یې متحده ایالات.
ځکه خو دیني او سیاسي خوځښتونه چې د الولاء او البراء په معنی کم پوهېږي، د اسلام په لمن تور داغ دي؛ ځکه دوی وایي خلک باید د دوی د غوښتنې خلاف مطیع شي. د قران، احادیثو، دیني کتابونو او تفسیر دا ناسمه پوهه له لږ سیاسي تحلیل او د ایډیالوژیو، دینونو او بېلابېلو ټولنو د اخلاقو په اړه له کمې پوهې راځي.
دا د دین مفهوم نه دی؛ دین د نورو ددینونو او مادیاتو خیال ساتي. د دې پر ځای، دا دین دې ته اړ کوی چې له سیاسی جریاناتو سره سمون ولری او د اختلافونو په اړه مبالغه وکړی چې دا د نه زغملو، قطعي عقیدې او ګرمو اختلافونو سبب کیږي. دا د خلکو تر منځ ګیچوالی او ګډوډي زیاتوي. موعیظین له ټولنې او روانو پیښو بېلېږي او د قانون د ماتولو او د دولت د بې ثباته کولو هڅه نه کوی.
جهاد او قتال
دا یوه جنجالي او د اسلامی فرهنګ له حساسو، پیچلو او تفرقې ډکه موضوع ده؛ مخصوصاً د نن ورځې د پیښو په رڼا کې چې داسې ښکاری چې سیاست له ایمان سره ګډوي او د جهاد، قتال (جګړې) او قتل (وژلو) او د سبوتاژ او ترهګرۍ د عملونو ترمنځ توپیر له یوې خوا تت کوي او د ازادۍ له بلې خوا.
راډیکال اسلامي سازمانونو دا مفاهیم ګډوډ کړي او د جهاد په اړه یې تحریف شوی او ناسم درک را اخیستی؛ هڅه کوي چې په مختلفو پلمو واک ترلاسه کړي؛ ان داعش په عراق او سوریه کې په ښارونو کې په دې نامه بریدونه وکړل چې غواړي اسلامي خلافت جوړ کړي. نو د جهاد معنی څه ده؟
په اسلامي فقه کې دا دوه اړخه لري: یو عمومي او بل خاص. عمومي دا دی چې هر هغه څه له مخې لرې کړي چې یو څوک د ګناه او کفر په بڼه د خدای له لارې کږوي. په جهاد کې دا راځي چې له نفس، خواهشتانو او شیطان سره مبارزه وشي، هغه کسان رد شي چې د خدای پیغام نه مني او هغه غریزې سرکوب شي چې د خدای د امر مخالفې دي. د بې ایمانو او مرتدانو سره د استدلال او مبارزه کول او د مشرکینو بې دینو او اهل کتابو (عیسویانو او یهودو) په مقابل کې تر هغې مبارزه چې څو هغوی مسلمان شي یا جزیه ورکړي.
د جهاد لپاره تر دې ښه تعریف نشته چې پیغمبر پخپله خپلو اصحابو ته وویل چې له خپل نفس سره جهاد، لوی جهاد دی.
سره له دې، جهاد د ځینو فقهاوو له لوري په لغوي معنی او ناسمه بڼه را اخیستل شوی چې فزیکي برخورد او قتل دی. هغه سرچینې چې د جهاد په اړه افراطي ډلو منلې، د مخکینیو علماوو د ناسم تفسیر پر اساس دي.
د جمیعت الجهاد په شان ترهګرو ډلو په 1980 کې یوه رساله چاپ کړې: “جهاد؛ هېر شوی مسولیت”او د القاعدې او داعش غوندې ډلو تخم یې کښت کړ؛ دوی د جهاد دغه ناسم تعبیر د خپلو کړنو اساس کړ. د محمد عبدالسلام فراج په نوم د دوی ویه مشر د 20مې پیړۍ مسلمان واکمنان داسې توصبف کړي: “هغه مرتدین چې د صلیبیانو، کمونیستانو او صهیونیستانو پر مېز رالوی شوي؛ د دوی یوازې نوم اسلامي دی او ادعا کوي چې مسلمانان دي، لمونځ کوي او روژه نیسي.” دا کس د مصر د ولسمشر، انور سادات په ترور کې د لاس لرلو په ارتباط اعدام شو.
فراج جهاد ته د هر مسلمان د مسولیت په توګه وده ورکوله. په بل عبارت، دا داسې جهاد دی چې د والدینو اجازه نه غواړي؛ د فقهاوو په نظر همداسې باید وشي لکه لمونځ او روژه.
معتدل اسلامی عالمان په دې باور دی چې قران د عدم تشدد یوه بېله لاره ښيي. خدای تعالی د قران په وروستۍ وحې کې وایی:”که تاسو زما د وژنې لپاره لاس پورته کړئ، زه به ستاسو د وژنې لپاره دا کار ونه کړم.” بیا هم دا مفهوم د افراطی حرکتونو له خوا منسوخ شوی او وایي چې دا ایت د ایت السیف (د تورې ایت) ځایناستی شوی.
د قران ایتونه پخپله زغم ښيي او د دیني او فکري ازادۍ لپاره لار جوړوي. د قران دوه مشهور ایتونه دا ثابتوي: “په دین کې اجبار نشته، حق خپله د باطل پر وړاندې راڅرګندېږي” او “ټول په نرمۍ او مهربانۍ د خدای لارې ته راوبوله او په ښه توګه یوازې بحث ورسره وکړه”.
افراطیان ادعا کوی چې د نرمۍ ایتونه د تورې د ایتونو پرځای منسوخ شوي او دا باور د هغو کسانو د وژنې او جنایت لپاره کاروي چې د دوی مخالف دی. لیکوال، محمد شهرور وړاندیز کوی چې د مسخ کېدو ادعا حماقت دی چې مسلمانان ټنبل او له قران نه ناخبره ښيي.
شاید پر تاوتریخوالي د دوی دغه باور – چې توره دا مفهوم پوره کوي- نه دا مفهوم اخیستل کېږي چې د اسلام د بشپړ کېدو خبره ناسمه ده. تشدد ته اړول د هر معقول انسان په نظر نامعقول کار دی.
تکفیر
د تکفیر مفهوم هم همداسې ناسم تفسیر شوی. دا له سلفیزم څخه پیل شو؛ یا نېک مخکښیان، او یا سلف. سلفي تفسیرونه د دې لامل شول چې د اکثرو مذهبونو عمل کوونکي باطل کړي.
د پخوانیو دیني متونو د مطلق اصلیت په ادعا کولو سره-چې دوی ټینګار کوي، باید په واقعی توګه تعبیر شي-هر ډول مستقل استدلال ناسم دی. همداسې، د مسلمانانو د لومړني نسل په اړه د سلفیانو سخت تفسیر، دین د یو نړیوال حقیقت پر ځای په یوه ساکن تاریخی موډل بدلوی.
دا د سلفیانو په نظر د کفر او ارتداد مفهوم دی. واقعیت دا دی چې ډېرو جهادي سازمانونو هغو کسانو ته چې دوی یې له دین نه وتلي بولي، د تکفیر یوه لار غوره کړې، ان که هغه مسلمانان هم وي. که د دوی پشان باور ونه لرې، کافر خوارج او د مرګ مستحق مو بولي. ځکه خو تکفیر د افراطي فکر تولید دی.
الردة
د راډیکال افراطي سازمانونو ډېری تیوري ورکوونکي له خپل مخالف سره له خصومت ډک چلند کوي. د الردة (ارتداد) موضوع هم د ډېرو کسانو د بې لارې کېدو سبب شوې. پخواني او اوسني افراطیان د غلط تفسیر په اساس د دې دام قرباني شوي. هغه تشریح چې ځینو سلفي علماوو د مخالفو علماوو د بې ایمانه کولو لپاره ورکړې، د پخوانیو متونو د سخت تفسیر پایله وه. د افراطي علماوو لفظي تاوتریخوالی د هغه فزیکي تاوتریخوالي کوچنۍ بڼه ده چې دالامده فی ایداد الودا (د چمتووالی اساسی لارښود) پشان کارونو په واسطه یې ملاتړ شوی؛ چې په 1988 کال کې د مصر د سخت دریزه لخوا په افغانستان کې د شوروی د اشغال په وخت کې خپور شو.
په دې کتاب کې داسې تیورۍ شته چې په حقیقت کې د مسلمانو علماوو لخوا نه دي کارول شوې، ناسم مذهبي مشروعیت یې ورکړی دی. دا د قران او سنتو له اصلي پولو وځي. دا د واکمنانو، د هغوی د ملاتړو، پوځونو، پولیسو او د اسلامي ډلو او مذهبونو کافر بللو ته مشروعیت ورکوي. چاودنې، ویجاړۍ او قتل مشروع کوي. له دغه فکر سره افراطیان د دوی د تعریف مطابق چې هر څوک وغواړي قرباني کوي یې.
علماء دې ته نه ګوري چې قران مرتد ته کومه سزا نه ده وړاندې کړې؛ که د خدای خوښه شوه د قیامت په ورځ به د یوه انسان ښه اعمال باطلوي او د خیانتکار پر ځای به ریښتیني مومنان د خدای رحمت لاسته راوړي. ارتداد د ځمکې جرم نه دی چې د قانون تر حاکمیت لاندې په یوه مدنی دولت کې د بشري حکامو لخوا سزا ورکړل شي. نو د راډیکال اسلامي سازمانونو او د دوی د تیريورکوونکو تفسیر مبالغه، افراطیت او بې منطقه دی.
دا خطرناک عواقب لري. یو وخت د مومنانو له ټولنې څخه خلک لرې کوي او افراطی ډلو ته اجازه ورکوي چې هغوی له منځه یوسي. دا لار هم د منطق او هم د دین له نظره ناسمه ده.
اصلاح
دولتونه او په ټوله کې ټولنې څه کولی شي چې له افراطیانو سره د زیان منونکو خلکو د یوځای کېدو مخه ونیسي؟ دلته ځینې وړاندیزونه راوړو:
ایډیالوژیکي: د دیني او درسي کتابونو د بیا کتنې په اړه ایډیالوژیکې لارې تر ټولو ډېرې مهمې دي. دا تر ټولو مخکې د دیني علماوو، څېړونکو او پوهانو کار دی. باید د دیني نظریاتو او دین ترمنځ توپیر وشي، پخوانیو که هر څه کول خو راتلونکي نسلونه باید د سوچه الهی متونو استازیتوب وکړي.
ټولنیز اصول: د تابعیت د ارزښت لپاره کار، د بشر حقونو پیاوړي کول، ازادۍ، نیوکې منل، ټولنیز عدالت ته اجازه ورکول او له فرقو څخه د یوې ټولنې او دولت په توګه لرې کېدل. راډیکال فکر لرونکي په خپل التهابي او ویجاړوونکې پروژه کې د دې مسلې د ناوړه کارولو لپاره کار کوي ترڅو لا ډېر ملاتړ ترلاسه کړي او د ټولنې پر وړاندې د ګواښ د زیاتیدو لامل شی.
مسولیت منونکې حکومتولي: مدني زده کړې دې پراخه شي؛ د دولت د فلسفې له رامنځته کېدو له فلسفې پیل؛ اساسی قانون او په هغه کې د فکر او عقیدې د ازادۍ، د قانون درناوي، د بشری حقونو د پیژندلو او د مذهبی او قومي پلورلېزم په اړه دې خلکو ته معلومات ورکړل شي. ټاکل شوې کسان او قانون جوړونکي باید د ټولنې د ستونزو، دولت جوړونې، او د مذهبی او قومي تنوع د مدیریت وړتیا ولري. تعلیمی نظام باید د مدرنیت روحیه پیدا کړی؛ د ستونزو او خصومت راپاراوونکی نصاب دې لري شي؛ په ځانګړي ډول په دینی مدرسو او مرکزونو کې.
دیني ریفورم: د اخلاقی مذهب پر بنسټ یو ټولنیز نظم وهڅوئ چې د بحث وړ نظریات بېل کړي او د ګډو ارزښتونو او عقایدو پر بنسټ یو سیاسي کلتور جوړ کړي چې د کلتور او فرعي هویتونو د تنګو تعریفونو پر وړاندې د دولت- ملت مفهوم ځای پر ځای کړي.
پوځي عمل: د افراطیت له ایډیالوژیکي اړخونو سره د مقابلې او د افراطي او ترهګر فکر د کوهي وچولو دنده د ارواپوهانو په ګډون د ټولنې د بېلابېلو قشرونو دنده ده. خو په ډیرو مواردو کې، ټولنه او دولت باید په امنیتی او استخباراتي ادارو تکیه وکړي چې کله افراطی سازمانونه او کسان د ملکی وګړو، پوځيانو او زیربناوو په وړاندې د تاوتریخوالی څخه د کار اخیستو په هڅه کې وي، دوی پوځي عمل وکړي.
Comments are closed.