د استخباراتو د ښه کولو اړتیا
عصام عباس امین، د استخباراتو او امنیت ریاست، عراق د دفاع وزارت
د استخباراتو ټولنه د غیروړاندوینه شوي پیښو د مخنیوي په اړه د غیرواقعیی تمو او توقعاتو د بوج ګاللو سره مخ ده، په ځانګړي توګه هغه پیښې چې د دولت حاکمیت یا داخلي امنیت په نښه کوي. د دې یو مثال د 2021 نومبر په 7 نیټه د عراق لومړي وزیر په کور د دوه ډرون الوتکو بریدونه دي.
د څرنګوالي له پلوه، د استخباراتو ناکامۍ تل د استخباراتو خدمتونو د وړتیا او د هرډول امنیتي سرغړونو د مخنیوي لپاره د دې د کاري میتودونو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.
د استخباراتو ستونزه دا ده چې تل د نیوکو او انتقاد سره مخ وي. حتی ښه مخینه لرونکي استخباراتي خدمتونه لکه د متحده آیالاتو هغو هم د خپل تاریخ په اوږدو کې ستراتیژیک ناکامۍ تجربه کړي دي. په مثالونو کې یې چې ذهن ته راځي په کال 1941 کې د پیرل هاربر برید، په کال 1950 کې د شمالي کوریا لخوا د سهیلي کوریا نیول، په کال 1968 کې د شوروي لخوا چک او سلواکیا کې مداخلت او په 2001 کال کې د 11 سپتمبر بریدونه شامل دي. ځینې وختونه یوه اداره کافي خبرداریو ورکولو کې پاتې راځي، لکه څنګه چې 11 سپتمبر پیښ شو، یا هم ډیر مګر ناسم خبرداري ورکوي، لکه د عراق د ستر تخریب وسلو د درلودو مورد.
په دواړه پیښو کې ناکامي ښکاره وه او نیوکې سختې. جوت باور دا دی چې استخبارات باید هرځله صحیح او سم وي. دا کار په واقعیی نړۍ کې ناشونی دی، چې د سترې ناهیلۍ سرچینه ده که چیرې غیروړاندوینه شوي کوم څه پیښ شي.
د استخباراتو خدمتونه کولی شي په نسبي ډول خپل رول ښه ولوبوي که چیرې پوښتنه د یوه ګاونډي دلت وضعیت پورې تړلې وي لکه ایران یا دا چې عراق به څومره څه ګاللي وی که چیرې یې په یوه ځانګړي موقعیت برید شوی وی. دا ډول استخبارات پرانیستي – پای لرونکې پوښتنې په ګوته کوي، او په موضوع باندې د پوهیدلو وړتیا د معتبر معلوماتو پرتله ښه انګیرنو او فرضیو باندې تکیه لري.
د استخباراتي ناکامیو څلور مثالونه چې نړۍ یې بدل کړه: په کال 1950 کې د شمالي کوریا لخوا د جنوبي کوریا نیول، په کال 1941 کې پیرل هاربر باندې برید، په کال 1968 کې د شوري لخوا د چیک او سلواکیا نیول او په متحده آیالاتو کې د 11 سپتمبر بریدونه. ای ایف پي/ګیټي انځورونه
مګر د مثال په که پوښتنه دا وی چې داعش به بل برید کله او چیرې کوي، نو څه؟ دا موضوع مختلف ده ځکه چې دقیق ځواب لپاره باید د دې سازمان داخلي کړیو ته ننوځئ، کوم چې د معلوماتو راټولولو میتودونو کې د پرمختګونو ترلاسه کولو لپاره زموږ وړتیا پورې تړاو لري.
علاوه لدې، د استخباراتو د کار کیفیت ښه کول مشکل دي، په ځانګړي توګه د غیروړاندوینه شوي پیښو د مخنیوي لپاره د تحلیلي میتودونو په تړاو. د معلوماتو راټولولو طریقو او وسایلو کې د پرمختګونو سربیره، دا د استخباراتو تحلیل او تجزیه د اعتبار کچه کې د اوښتون استازیتوب نه کوي. شک او تردید د خورا معتبر او ډاډ وړ معلوماتو شتون کې حتی موجود دی.
دلته یو حقیقت دا دی چې استخبارات تل د حیرانۍ عنصر نه لیرې کوي. استخبارات د حقایقو څخه د پریکړه کونکو خبرولو کې ښه عمل کوي، چې له مخې یې دا مشران کولی شي د مناسب ډاډ سره پریکړې وکړي. دا هیڅ کوچنی شاهکار ندی، او ممکن اکثر پیښ نشي.
په ستراتیژیکه سطح، استخباراتي خدمتونه د هیواد په کچه استخباراتي ارزونو مسؤلیت په غاړه لري چې د ملي امنیت پالیسیو او ستراتیژیو، د امنیتي خطر مدیریت، امنیتي بودیجو، او د وسله والو ځواکونو جوړښت ته بڼه ورکوي. د عراق مشترک دفتر رئیس خپلو پلانونو کې دا ډول ارزونو باندې تکیه کوي.
موږ باید همدارنګه د بهرنیو ګواښونو او د داخلي چاپیریال اړوند ګواښونو په تړاو په ملي سطح د استخباراتي ارزونو ترمینځ توپیر باندې تاکید وکړو. عراق د بهرنۍ موضوع پرتله دې مسله باندې ډیر تمرکز کړی دی، چې دا یوه تیروتنه ده او باید په ګوته شي.
بل ضعف دا دی چې اوسني استخباراتي تحلیلګران د مراتبو سلسلې پورې تړلي دي، تر د هرم پورته سر پورې. چې دا کار په عینیت او بې پري توب باندې هرو مرو اغیزه کوي. د استخباراتو څانګو لپاره غوره دا ده چې یوڅه خپلواکي وساتي کله چې د ستراتیژیک پریکړو کولو لپاره استخباراتي ارزونې چمتو کوي.
په ملي سطح استخباراتي ارزونې د سیاسي مشرانو د کړنو لارښود کولو لپاره حیاتي دي. دا ارزونې باید مسلکي، عملي او د کارولو وړ وي. د مثال په توګه، د جګړې ستراتیژیک خبرداری، چې یوه سیاسي – نظامي مسله ده، چې په ګډه د استخباراتو او امنیت عمومي ریاست او بهرنیو چارو وزارت لخوا د هر یوه د واک مطابق ارزول کیدی شي.
په هرصورت، د حکومت دا دوه څانګې په کافي اندازه سره مدغم ندي چې په ګډه معتبر خبرداري چمتو کړي. د دې کار کول د لوړې کچې همغږۍ او همکارۍ او ګډو بیوروکراتیک ادبیاتو ته اړتیا لري.
استخباراتي ارزونه د نوي نهادونو، اوښتونکي ساحو او محرکاتو، چې د پایلو وړاندوینه کول یې مشکل دي، د راپیدا کیدو له امله په ډیر پیچلي او مشکل کار بدل شوې. علاوه لدې، پيلچتیا د جاري ټولنیزو او کلتوري پروسو له امله ده ـــ پشمول د نوي ټیکنالوژیو خپلول لکه ټولنیزې رسنۍ ــ چې د استخباراتو ټولنې ته نوي دي. استخباراتي څانګې اکثر د دغه نوښتونو سمبالولو لپاره لازمي مهارت نلري چې د بې شمیره ستونزو، ننګونو او خطرونو د ریښې استازیتوب کوي.
په اوسني شرایطو کې، د استخباراتي ټولنې لپاره مشکل دي چې په سم ډول وړاندوینه وکړي چې سبا به څه پیښیږي، ځکه چې هرڅه خورا په چټکۍ سره پیښیږي. دښمنان کولی شي په مجازي فضا کې په بیړه عمل وکړي، او د ډرونونو او مزایلو کارول لږ وخت ته اړتیا لري. دا هغه وخت رالنډوي چې دښمن د نظر مرحلې څخه د تطبیق مرحلې ته پرمختګ لپاره ورته اړتیا لري. د 2021 نومبر 7 نیټې بریدونو کې همدا مسله وه. دې بریدونو نه یوازې لومړی وزیر بلکه د هغه استخباراتي خدمتونه هم حیران کړل.
په استخباراتي ارزونه کې شامل دي:
- ګواښونه. د بیلابیلو لوبغاړو وړتیاوې او اراده شرح کوي او د هغوی ترمینځ ارتباط، پروسې تحلیل کوي او د تشکیلاتو په سطح او سیمه ییز او نړیوالو پالیسیو ته کتنه کوي.
- پروسې د جاري پروسو او لیوالتیاو امکان شرح کوي، سناریوګانې وړاندې کوي، او د لوبغاړو احتمالي ځوابونه د ټاکلي پیښو په اړه تحلیل کوي. د مثال په توګه، لوبغاړو (داخلي او بهرني) به څنګه غبرګون شودلی وی که زموږ ځواکونو په ټاکلي توګه عمل کړی وی؟
- سپارښتنې. د خطر او فرصت په تړاو مشوره وړاندې کوي.
Comments are closed.