څانګېد سیمې هېوادونه د اردن سرحدي ځواکونه د متحده ایالاتو تر روزنې لاندې By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د سرحدي ګارد ځواکونه هغه وروستي اردني وسلوال ځواکونه دي، چې د اردن د عملیاتي ښکېلتیا له پروګرام څخه ګټه اخلي. دا یو څوارلس اونیز پروګرام دی، چې د متحده ایالاتو لخوا مالي مرسته ورسره کیږي. دغه پروګرام د 2019 په لومړیو شپږو میاشتو کې د اردن د وسلوالو ځواکونو د سرحدي ګارد ځواکونو 5ام او 10ام کنډک ته روزنه ورکړه. له عمان څخه د باندې د انداخت په یو میدان کې امریکايي او اردني ځواکونو په ژوندۍ بڼه د هاوان په ویشتلو، د کیمیاوي وسلو د بریدونو، له پایګاو څخه په دفاع کولو او د ټانک ضد جګړې کولو سره خپل مهارتونه پراخ کړل. سرتېرو همداراز د پوځي ډاکټرانو، نښه ویشتونکو او ماشیندار ټیمونو د دندو تمرینونه هم ترسره کړل. د اردن د عملیاتي ښکېلتیا له پروګرام څخه تر فارغیدو وروسته، د سرحدي ګارد ځواکونو د اردن شمالي سرحد ته ولیږل شول، چیرته چې تاوتریخجن افراطیان له سوریې څخه پولې دې غاړې ته د راوښتو هڅه کوي. اردني برید جنرال خالد محمد المساید او بیا د شمالي سیمې قومندان تر ګمارېدو وروسته، د سرحدي ګارد ځواکونه یې د لاسته راوړنو له کبله وستایل او د متحده ایالاتو د پوځي ښوونکو څخه یې د هغوی د مرستې په پار مننه وکړه. جنرال المساید د 2019 په مارچ کې د 10ام کنډک د فراغت په مراسمو کې وویل، “دغه امنیت چې تاسو یې نیسئ، ستاسو په کورنیو کې ستاسو د ښځو، ماشومانو، مور او پلار د یو عادي ژوند ته د ادامې ورکولو لپاره دی”. مونږ به د خپلو متحدینو سره لاس په لاس وتوانیږو تر څو له تروریزم سره جنګ وکړو او د خپل هیواد امنیت وساتو. اردني ځواکونه د کالیفورنیا ملي ګارد سره د اردن د عملیاتي ښکېلتیا پروګرام کې یوځای برخه واخیسته. د نوموړي پروګرام لګښتونه د تروریزم ضد مشارکت له بودیجې څخه ورکړل شول. د یادې بودیجې له لارې متحده ایالات، بهرنیو امنیتي ځواکونو ته د کړکیچونو پر وړاندې د غبرګون او د تروریزم پر وړاندې د دفاع لپاره مرستې ورکوي. د مارچ میاشتې په مراسمو کې امریکايي قومندان ډګرمن جریمي ټي اپکینز وویل: د دې 10 اونیو په موده کې ستاسو مهارتونه په انفرادي توګه ډېر شوي تر څو خپلې وړتیاوې له ډلګۍ څخه د ټولي تر کچې پورې د روزنو له لارې پراخې کړئ. تاسو د ښې هوا پر مهال روزنه ترلاسه کړه او کله چې هوا سړه او لمده شوه، نو پر عناصرو باندې مو خپلې تجربې ترلاسه کړې. د روزنې په بهیر کې، تاسې د زده کړې لپاره له ځانه لوړه انګیزه او چمتووالي وښود. سرچېنې: د متحده ایالاتو د اردو ملي ګارد، www.diyaruna.com Facebook Twitter Share
Comments are closed.