برخی دوامداره پرمختګ By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter د داعش له ماتولو وروسته، د عراق د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اداره د تجهیزاتو، مهارتونو او روزنې پرمختللي کولو هڅه کوي یونیپث کارکونکی د 2014 په جون میاشت کې په موصل باندې د داعش کنټرول او د موصل او بغداد تر منځ په پراخه خاوره کې د مرکزي حکومت کنټرول له لاسه ورکولو سره، د یو کنډک په اندازه ځواکونو په موصل کې جګړې ته دوام ورکړ، او تر هغه وخته له موصل څخه را و نه وتل ترڅو یې چې د بایجي په لور د خوځیدو امر ترلاسه نکړ. دغو ځواکونو خپل منزل ته د رسیدو لپاره له 300 کیلو مترو واټن وهلو څخه ډیر جنګ وکړ او خپلې ټولې وسلې او تجهیزات یې د جنګ د دوام لپاره د رواني عزم او ارادې تر څنګ، وساتل. ځینې پوځي قوماندانان دې ماموریت ته “معجزه” وايي. د عراق د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې قومندان،جنرال عبدالوهاب السعيدي وویل چې د تروریزم ضد ځواکونو مورال، له خپل دې عزم سره چې غواړي خپله دنده ترسره د هر ډول امر ترلاسه کولو پر مهال ترسره کړي، لوړ شوی دی. جنرال السعيدي یونیپث سره د ځواکونو د پیاوړي کیدو راز او د هغو پلانونو په هکله خبرې وکړې چې په عراق کې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې د دې ستراتیژیک ځواک رول پیاوړی کوي. یونیپث: د ترهګرۍ ضد ځواکونه د داعش پر وړاندې سخته مبارزه کړې او ډیرې بریاوې یې ترلاسه کړي. د دوی د انعطاف راز څه دی؟ جنرال السعیدي: په پیل کې، زه غواړم د یونیپث څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې سره د دوامداره ملاتړ لپاره او د داعش افراطیانو پر وړاندې زموږ د بریا د څرګندولو لپاره مننه وکړم. زموږ د انعطاف د راز په هکله: د تروریزم پرضد د مبارزې ځواکونه وتوانیدل د خپلو لوړې کچې روزنې او د وسلو او تجهیزاتو د لوړ کیفیت پر مټ عملیات د خپلو دندو له حدودو څخه ورهاخوا ترسره کړي. سربیره پردې، دوی له هغې پوځي نظریې سره تړاو لري چې له مخې یې د دوی دنده ده تر څو له ټولو تروریستي سازمانونو سره مبارزه وکړي. قوماندانان له خپلو سرتیرو سره د تروریستانو په وړاندې په لومړۍ لیکه کې شتون لري. له تروریزم سره د مبارزې مشرتابه په دوامداره توګه له خپلو سرتیرو څخه ملاتړ کړی. دا ټول د دې لامل شوي چې موږ خپل ماموریت په لوړو معیارونو سره سرته ورسوو. په هر وخت او هر حالت کې موږ ته د ټاکل شوي ماموریت د ترسره کولو بشپړ چمتووالی لرو. یونیپث: تاسو د انساني ژوند او تجهیزاتو زیانونه ګاللي دي. د ځواک د فعالیت کچې د ساتلو او بیارغونې لپاره ستاسو پلان څه دی؟ جنرال السعیدي: بیارغونه ډیر وخت ته اړتیا لري؛ موږ د منظمې اردو قواوې نه لرو، لکه د توپخانې او زغرهوال فرقې، چې د وسلو د ډزولو او ساتلو لپاره ټاکلي میتودونه لري. موږ یو امنیتي – استخباراتي ځواک یو چې د لوړ کچې لومړیتوب لرونکو ترهګریزو مشرانو د په نښه کولو برخه کې کار کوو. زموږ د روزنې میتودونه له هغو تاکتیکونو سره سم پرمختګ کوي چې د بریدونو په ترسره کولو کې د ترهګرو لخوا کارول کیږي. سربیره پردې، د تروریزم پرضد د مبارزې تخصص رامینځته کول، لوړې کچې تخنیکي روزنې او د ټولنې د غړو ترمنځ د بې پرېوالي د اصل ساتلو او د توکمیز یا فرقهیي نظرایتو څخه ځان لرې ساتلو سره، د تروریستانو پیژندلو لپاره ځانګړو مهارتونو ته اړتیا لري. په بل عبارت، موږ د هغو غوښتنلیکونکو په اړه څېړنه کوو چې د تروریزم ضد قطعه کې د شامیلیدو لپاره خاص ځانګړتیاوې ولري، نو د سم کس د ګمارلو او چمتو کولو پروسه اوږد وخت نیسي. په هرصورت، موږ د خپلواکۍ جګړې د پای ته رسولو وروسته د ځواک د بیا تنظیم کولو پروسه پیل کړه، چې پکې مو پر زده کړل شوو درسونو او په سیمه کې پر خپلو ټولیزو تجربو باندې تمرکز وکړ. لکه څنګه چې ترهګر خپل تاکتیکونه بدلوي او د دوی جنګي مهارتونه پراختیا مومي، موږ باید دا تاکتیکونه له نږدې وګورو ترڅو ژر تر ژره او په لږ زیان سره دوی ته ماتې ورکړو. سربیره پردې، موږ په ځانګړي مهارتونو تمرکز کوو چې ممکن ورته اړتیا وي، لکه انجینري او د ملاتړ تاکتیکونه، او د پرمختللو تجهیزاتو ترلاسه کول چې د ورته ماموریتونو په ترسره کولو کې کلیدي رول لوبوي. موږ یو ځواک هم جوړ کړی چې په صحرایي عملیاتو کې تخصص لري. په ورته ډول د هلیکوپټر روزنه هم په لاره اچول شوې، چې په تیز حرکت سره پر بامونو یا تنګو کوڅو کې عمودي ناسته هم پکې ګډون لري. دا تاکتیک د ترهګرو مشرانو نیونه یا وژنه ګړندۍ او لږ پیچلي کوي ځکه چې دا د هېښتیا د عنصر پر بنسټ ترسره کیږي. همداراز مونږ د شپې لید ټیکنالوژۍ او پرمختللو موټرو سره د خپلو قطعاتو سمبالول پیل کړي او د لاپرمختللې ټیکنالوژۍ لرونکو موټرو د ترلاسه کولو لپاره کار کوو چې ډیر ژر به د تروریزم سره د مبارزې په خدمت کې وي. د ترهګرۍ ضد ځواکونه د ټروجن هارس عملیاتو په بهیر کې په شمالي دیاله کې د یوې چورلکې څخه راکښته کیږي. علي الروبی/عراقي د ترهګرۍ ضد خدمات یونیپث: له صحرایی عملیاتو نه مو موخه څه ده؟ ایا دا پرمختللي روزنې یا حقیقي پوځي عملیاتو ته اشاره کوي؟ جنرال السعیدي: دا ځواک د ایتلافي ځواکونو نه روزنه ترلاسه کوي ترڅو د صحرایي چاپیریال عملیاتو کې تخصص پیدا کړي او په دې سیمو کې تروریستي پوستې له مینځه یوسي. دا یو لوی ځواک ندی، مګر دا یو ځانګړی ځواک دی، او د دې وړتیا لري چې په لنډ وخت کې په لرې پرتو صحرایي سیمو کې مختلف ماموریتونه ترسره کړي. دا ځواک له صحرا سره د تطبیق وړ او پکې د اوسیدلو وړتیا لري. دوی د خوځښتونو د تعقیب تخنیکونه کاروي، او هغه وسلې او تجهیزات کاروي چې د صحرا په چاپیریال کې ورته اړتیا لیدل کیږي. مخکې ترهګرو د لیرې پرتو سیمو په تیره بیا د چارواکو له سترګو لرې د حرکت له آزادۍ څخه خوند اخیست، او د روزنې کمپونه او لوژیستیکي اډې یې درلودې چې کشف یا لاسرسی ورته ګران وو. سربېره پر دې به موږ د موصل د سقوط تکرار ته اجازه ورنکړو، او موږ باید د عصري ټیکنالوژۍ کارولو له لارې له صحرا څخه د جاسوسۍ الوتکو په وسیله څارنه وکړو. موږ باید د دې سیمو له خلکو سره اړیکه ونیسو او باور یې ترلاسه کړو. همدارنګه د هلیکوپټرو تمرینونه زیات کړو او په هر مشکوک هدف یا موقعیت بریدونه وکړو. دا تاکتیک به موږ د عملیاتو له سیمې سره بلد کړي او له مونږ سره به مرسته وکړي چې د ترهګرو د وسلو زیرمې او لوژستیکي شبکې په ګوته او له مینځه یوسو. یونیپث: ایا د تروریزم پر ضد د مبارزې له مشرتابه څخه ستاسو د انګیرنې نه وروسته، تاسو د ځواک پرمختیا لپاره پلان لرئ؟ جنرال السعیدي: موږ یو ټیم لرو چې په ستراتیژیکه څیړنه، رواني او سایبري جنګ کې تخصص لري، او د خپلو ځواکونو لپاره د تخصصي روزنې اکاډمۍ لرو. زه د قوماندانانو لپاره یو پنځه کلن پلان لرم چې ټول راتلونکي جنګونه مستند کړي. دا پلان د ټولي له قوماندانانو څخه پیل او پورته قوماندانانو لپاره دي، تر څو د روزنې میتودونو پراختیا لپاره د ماخذ په توګه وکارول شي. موږ اکاډمۍ سره خپلې جنګي تجربې او د دښمن لخوا کارول شوي تاکتیکونه شریکوو. موږ دا پخپل روزنیز نصاب کې اضافه کړي او د آزادۍ جګړې پرمهال مو د دې پلان ګټې لیدلي دي. کله چې هغه قطعات، چې په جرف الصخر جګړه کې جنګیدلي وو، د هغه قطعاتو سره یوځای شول چې په سقلویه کې جنګیدلي په اکاډمۍ کې د بیا تنظیم په دوره کې، موږ وموندله چې تروریستي ډلې د جګړې له ډګر څخه د ګټې اخیستنې لپاره په سیمه کې مختلف تاکتیکونه کارولي دي. موږ د فلوجه او موصل په جنګونو کې د دې معلوماتو له تبادلې څخه ډیره ګټه پورته کړه. په سیمه کې د تجربې پر بنسټ د جنګي وړتیاوو لوړولو لپاره د معلوماتو تبادله یو مهم او ارزښتناک ګام دی. د صحرايي ځواکونو روزنو په پایله کې چې مخکې مې یې یادونه وکړه، سمندري قطعه جوړه او وروزل شوه چې د سمندري ماموریتونو، لکه د سمندري غلا ضد عملیاتو په ترسره کولو کې به تخصص او وړتیا ولري. موږ د ځانګړو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره یو ځواک لرو چې د مهارت لرونکي ښکاري په نوم یادیږي، او د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو پروړاندې د ماموریتونو ترسره کولو کې تخصص لري. موږ یو پراخه روزنیز پروګرام لرو چې په کې د کنډک په کچه یو ماموریت ترسره کیږي. موږ په بسمیه کمپ کې د شپږ کنډکونو لپاره روزنه بشپړه کړې، او دا بهیر روانه ده. په بارکونو کې د ټولو قطعاتو د ورځنۍ روزنې سربیره، موږ د سرتیرو پر فزیکي وړتیا تمرکز کړی او هدف یې دا دی چې ټول قطعات د فټنس تر کچې کار وکړي. موږ د تروریزم ضد خدماتو کې د تجهیزاتو او اکمالاتو بیاکتنه کوو او پر پراختیا باندې یې هم کار کوو. یونیپث: ایا په کمپ بسمیه کې اکاډمي یا ایتلافي ځواکونه له پراخې روزنې څخه څارنه او نظاتر کوي؟ جنرال السعیدي: دا د ایتلافي ځواکونو او اکاډمۍ کارکوونکو تر منځ همغږي شوی، او موږ په ایتلافي ځواکونو کې له خپلو ملګرو سره په همغږۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې لپاره د هر اړخیزې روزنې مرکز د رامینځته کولو لپاره کار کوو. زما مطلب دلته د ډزو یا انداختونو د روزنې پراخ میدانونه چمتو کول دي. دا د ترهګرۍ ضد اکاډمۍ کې د موجودو تاسیساتو سربیره شتون لري، چې معمولا د نوو ګمارنو د چمتووالي مسوولیت په غاړه لري. مګر په بسمیا کې به موږ د روزنې پرمختللي ودانۍ ولرو چې لیلیه، د ډزو میدان، د جمنازیمونه او د لیکچر سالونونه ولري او د یو بشپړ کنډک لپاره به ځای ولري د دې په څیر د یو متخصص کیمپ درلودل به زموږ د ځواکونو پر وړتیاوو او فعالیت باندې اغیزه وکړي، او موږ په پام کې لرو چې د اردو قطعاتو هم وروزو چې د چټک غبرګون، لومړي ځواب او کمانډو او نورو ځواکونو په برخو کې تخصص ولري. یونیپث: له داعش وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې رول څه دی؟ آیا تاسو د راتلونکو ګواښونو لپاره چمتو یاست؟ جنرال السعیدي: د داعش د ماتې مرحله وروسته له هغې پیل شوه چې زموږ خاوره د تروریزم له کنترول څخه خلاصه شوه. لکه څنګه چې ما په پیل کې وویل، موږ یو امنیتی او استخباراتي ځواک یو، او موږ د ترهګرو مشران تعقیبوو او د دوی حرکتونه په کلکه څارو. د 2020 د لومړۍ درېیو میاشتو په بهیر کې، موږ د همرین غره کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې، د دیالا او کرکوک دواړو خواو او نږدې د ورځنیو دوامداره ماموریتونو پر مهال چې په ال ابار، الروتبا او الهدر سیمو کې ترسره کیږي، مهمو مشرانو په نیولو او وژلو کې لوی بریالیتوب ترلاسه کړ. موږ په هغو سیمو کې د پراخو ماموریتونو ترسره کولو پلان رامینځته کړی چې له سوریې او ازادو شوو سیموڅخه د راتښتېدونکو ترهګرو او هغو ترهګرو د شتون په اړه دقیق استخبارات لرو،چې په لرې صحرایي سیمو کې پټ وي. موږ د وروستيو عملیاتو په لړ کې پلانونه جوړ کړي دي. زه کولی شم تاسو ته په پوره ډاډ سره ووایم چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اداره چمتو ده چې هر ډول راتلونکي ترهګریز ګواښ سره مخ شي. موږ د ځانګړې ستراتیژیکې مطالعې او روزنې څخه کار اخلو چې ځینې سناریوګانو ته چې ممکن د عمل په ډګر کې واقع شي ځواب ووایی. موږ د تجهیزاتو یا پرمختللې پلان جوړونې پرته په فوري ډول روزنېز عملیات ترسره کوو، ترڅو د ځواک د چمتووالي کچه، د اجراتو دقت، او د ماموریت په ترسره کولو کې د عملیاتو د غبرګون ګړندیتوب په ګوته کړو. یونیپث: تاسو په همرین او کرکوک کې وروستي عملیات ترسره کړل. ایا تاسو باور لرئ چې تاسو خپلې موخې ترلاسه کړې؟ جنرال السعیدي: له هرڅه دمخه دا موقعیتونه خورا لرې دي، او پوځي قطعات مخکې هیڅکله هلته لاسرسی نه درلود. د دیاله تش په نامه امیر (ابو ادریس) د عملیاتو په ترڅ کې د دقیقو استخباراتو پر اساس د یو هوایي برید پر مهال ووژل شو. ترهګرو فکر کاوه چې دا سیمه یوه نه لاندې کیدونکی پوځي کلا ده، او د بدیل مرکز په توګه یې کاروو. موږ یوه بشپړه چاپ خونه، د هستوګنې ځایونه او دفترونه وموندل چې د تروریستانو لخوا کاریدل، او ټول مو ویجاړ کړل. موږ اسناد هم ترلاسه کړل او مهم معلومات مو راټول کړل. لکه څنګه چې په وادي الست کې د وروستي ماموریت لپاره، چې مخکې هیڅکله هم کوم ځواک هلته نه وو تللی، موږ د لټون او تصفیوي عملیات ترسره کړل چې په هغه کې مو هغه څه ویجاړ کړل چې ومو موندل. زموږ پیغام څرګند و: د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ځواکونه په هر ځای کې هر هدف ته لاسرسي لرلی شي، او په عراق کې د تروریزم لپاره هیڅ خوندي پټنځای نشته. د ترهګرۍ ضد یو عراقي سرتیری د عملیاتو پرمهال د چورلکو د کیناستلو ځای څخه ساتنه کوي تروجن هارس عملیات د 2019 په اپریل میاشت کې. علي الروبی/عراقي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اداره یونیپث: تاسو د داعش مشرتابه له پټنځای څخه څومره لرې واست؟ جنرال السعیدي: د موصل څخه تر الانبار څنډې پورې د صحرا سیمه ډیره پراخه ده، او د سوریې صحرا هم باید په نظر کې ونیول شي. دا یو پراخه او بد اقلیم لرونکی ځای دی چې د یو کس یا ډلې لپاره لټون پکې خورا ستونزمن کار دی. سربېره پردې، زه کولی شم تضمین درکړم چې د اوږدمهال لپاره به خوندي پټنځای شتون ونلري. ترهګر په دوامداره ډول په خوځښت کې دي، او کله ناکله زموږ او دوی پټنځایونو تر منځ یو ساعت لاره وي، خو دوی تښتیدلي، ځکه چې موږ داسې خوراکې توکي پیدا کړل چې لاهم تاوده وو. موږ 24 ساعته استخباراتي معلومات او یو متخصص ټیم لرو چې دوی یې څاري، او که د خدای رضا وه، دوی به ونیول شي او عدالت ته به راوستل شي او که دوی د نیولو په وړاندې مقاومت وښیي و به وژل شي. یونیپث: د دې ستراتیژیک ځواک د مشر په توګه د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې تاسو له کومو ننګونو سره مخ یاست؟ جنرال السعیدي: موږ یو څه ځانګړو شیانو ته اړتیا لرو چې موږ سره د ماموریتونو په ترسره کولو کې مرسته کوي، او دا اړتیاوې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې له توانه بهر دي. پدې سره زما مطلب دا دی چې موږ د دې ځواکونو بیارغونې لپاره دولتي مالي ملاتړ ته اړتیا لرو. موږ اضافي سرتیرو ته اړتیا لرو، نه د هغه زیانونو د سمون لپاره چې پر موږ اوښتي دي. بلکې په دې دلیل ورته اړتیا لرو چې موږ ډیر مسؤلیتونه لرو او په شمیر کې لږ یو. موږ ځانګړې ټیکنالوژۍ او ځانګړو تجهیزاتو ته سخته اړتیا لرو، چې خورا ګران دي. موږ همداراز نويو موټرو ته اړتیا لرو چې د زاړه هاموي موټرو ځای ونیسي. په ورته ډول موږ د چورلکو (بلیک هاک) پیریدلو، او د ساتنې او تجهیزاتو اسانتیاوو لپاره لویې بودیجې ته اړتیا لرو. موږ ډاډه یو چې دولت د دغو غوښتنو له اهمیت څخه خبر دی، او موږ هیله لرو چې دغه اړتیاوې پوره شي، ځکه چې دا به موږ ته د دښمن په وړاندې پیاوړي کړي او موږ ته به دا ظرفیت راکړي چې ژر تر ژره د دوی پټنځایونو ته لاسرسی ومومو او دوی به په هېښتیا سره ونیسو. دا به موږ سره مرسته وکړي چې امنیت او ثبات رامینځته کړو، او دولت ته دا وړتیا ورکړو چې خپله توجه د زیربنا پرمختیا ته ځانګړې کړي. یونیپث: د ایتلافي ځانګړو ځواکونو سره ستراتیژیک شراکت ستاسو لپاره د څه په معنی ده؟ جنرال السعیدي: د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ادارې راتلونکی هدف له ترهګرۍ نه پاک چاپیریال رامینځته کول او ساتل دي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره همکاري ضروري ده ځکه چې موږ له ګډ دښمن سره مبارزه کوو. دا هدف یوازې شعار نه دی چې موږ یې لرو، مګر یو ځانګړی ستراتیژیک پلان رامینځته کوي چې مشخص جزیات پکې دي، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د دې پلي کولو لپاره مادي او لوژیستیکي ملاتړ ته اړتیا لري. دا ځکه چې د ترهګرۍ ماتې یوازې د پوځي بریا پراساس نه ده، د مالي سرچینو وچولو لپاره یو قوي او اوږد مهاله پلان ته هم اړتیا لري ترڅو د هغې له پراختیا څخه مخنیوی وشي، او د ترهګرو مشران وڅارل شي، او دا کار یوازې په عراق کې نشي ترسره کیدی. دې لوړ هدف ته د رسیدو لپاره باید د سیمې او نړیوالې ټولنې همکاري شتون ولري، ځکه چې ډیری ترهګریزې شبکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې فعالیت کوي. له همدې امله موږ د خپلو ایتلافي ملګرو سره همغږي او ملګرتیا ته سخته اړتیا لرو. سربیره پردې، زموږ ایتلافي ملګرو د آزادۍ په جګړه کې حیاتي رول لوبولی، او نن ورځ هم له موږ سره د یوې ډلې په توګه کار کوي. له موږ سره د مهارتونو راکړه ورکړه لري، له موږ څخه لوژیستیکي ملاتړ کوي، د استخباراتو په چارو کې همکاري لري، او له موږ څخه کشفي او هوایی ملاتړ کوي. موږ د یو ګډ دښمن په وړاندې جنګېږو چې په نورو هیوادونو کې د ورکیدو او بیا ظهور وړتیا لري. له همدې امله موږ له نړیوالو ملګرو سره اوږدمهاله ستراتیژۍ ته اړتیا لرو ترڅو موږ وکولی شو چې هر وخت، په هر ځای کې دې دښمن ته لارسرسی ولرو. Facebook Twitter Share
Comments are closed.