تاجکستان کې اقتصادي پایښت رامنځته کول
تاجکستان د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) له یو لړ پروګرامونو څخه چې د روغتیایي پاملرنو، د اوبو مدیریت او د اقتصادي پراختیا په برخو کې د پایښت او دوام د رامنځته کولو لپاره جوړ شوي ګټه پورته کوي.
د 2020 په اکتوبر کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې سرپرست جان بارسا په تاجکستان او ازبکستان کې نوي دوه اړخیز ماموریتونه اعلان کړل چې د اصلاحاتو په برخه کې پرمختګ پراخوي او سیمهییز امنیت سره مرسته کوي.
بارسا وویل، “ماموریتونه د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د کار اصلي برخه ده او دا په ګوته کوي چې متحده ایالات د یو هیواد له حکومت او خلکو سره مستقیم او معنی لرونکو اړیکو جوړولو ته ژمن دی. دا ماموریتونه به په ازبکستان او تاجیکستان کې هم له دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې په سیمه کې زموږ کار په داسې ډول په همغږۍ سره روان وي، چې په مرکزي آسیا کې هیڅ هیواد هم پاتې نشي.”
د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره د مرکزي آسیا ایچ آی وي پروګرام له بریالي بشپړېدو څخه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د زرګونو تاجکانو روغتیا په رغولو کې مرسته وکړه، هم ستاینه وکړه. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د 55500 خلکو د ایچ آی وي د ارزونې او معاینې لپاره د لاړو چټکو ټسټونو څخه کار واخیست او 2900 خلکو ته یې د ژوند ژغورنې درملنې پیل کړې.
په تاجکستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان مارک پامرشیم وویل، “موږ باید پخپل شاوخوا کې هغو زیانمنونکو خلکو ته توجه وکړو چې زموږ پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري او همدارنګه هغه خلک چې په ایچ آی وي اخته حالت کې ژوند کوي او هغه چې د اخته کېدو لوړ خطر سره مخ وي، هم له پامه و نه غورځوو.”
همدارنګ، تاجکستان د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د اوبو او زیانمنونکي چاپیریال په نوي پروګرام کې برخه اخلي چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان تر منځ به د اوبو شریکولو او ذخیره کولو په برخو کې د پراختیا لپاره په 5 کلونو کې 24.5 ملیون ډالر ولګوي.
د اوبو دغه پروګرام به په دې نیمه وچه سیمه کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د سیمهییزو اوبو پر همکاریو د پخوانیو پانګونو پایلو ته پراختیا ورکړي.
سرچينې: د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره، په تاجکستان کې د متحده ایالاتو سفارت
Comments are closed.