بهرنۍ مرستې د لبنان وسله وال ځواکونه پياوړي کوي
متحده ایالات او د منځني ختیځ شریکان له اقتصادي بحران څخه په وتلو کې له لبنان سره مرسته کوي
یونیپث کارکونکی
د لبنان وسله وال ځواکونه به له متحده ایالاتو څخه 67 ملیونه اضافي ډالر ترلاسه کړي، ترڅو د هیواد په ثبات کې مرسته وکړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې ویکتوریا نولاند د 2021 په اکتوبر کې د لبنان پلازمینې بیروت ته د خپل لومړي سفر په جریان کې نوې بودیجه اعلان کړ.
دغه هیواد له ژور اقتصادي بحران سره مخ دی، چې د کوويډ- 19 او د 2020 بیروت بندر چاودنې له امله لا شدید شوی. د لومړنیو توکو کمښت د قاچاق د پراخیدو لامل شوی چې د لبنان امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوه.
د 2021 په سپتمبر کې په عملیاتو کې د انصار په ښارګوټي کې د ځمکې لاندې ټانکونو کې ذخیره شوي سلګونه ټنه قاچاق شوي نفت ونیول شول. په ورته وخت کې پولیسو په بعلبک کې یوه لارۍ چې شل ټنه امونیم نایتریت پکې بار وو، کشف کړل. د لبنان د کورنیو چارو وزارت څیړنه وکړه ترڅو پوه شي چې دغه کیمیاوي ماده، چې ډیر وخت د کرنیزو سرې په توګه کارول کیږي، د چاودیدونکو توکو د تولید لپاره وه که نه.
امونیم نایټریټ د بیروت په بندر کې د اګیسټ 2020 په 4 د چاودنې سرچینه وه. په سلګونو ټنه دغه ترکیب، چې په ناسم ډول په بندر کې ذخیره شوی و، د ناورین لامل شو چې 214 کسان یې ووژل او 6,500 نور یې ټپیان کړل. دې غمیزې د پلازمینې ځینې برخې ویجاړې کړې.
پر متحده ایالاتو سربیره، نور نړیوال شریکان د لبنان د خلکو د کړاوونو کمولو لپاره د اکمالاتو او پیسو مرسته کوي.
د فرانسې د دفاع وزارت د 2021 په جون کې یو مجازی کنفرانس جوړ کړ چې له شریکو هېوادونو څخه یې د لبنان له وسله والو ځواکونو سره د مرستې لپاره د نظامي تجهیزاتو، خوړو، طبي توکو او وسایلو غوښتنه وکړه.
د لبنان د مینځني ختیځ ګاونډیانو تر چاودنې وروسته او د کوويډ- 19 وبا په جریان کې په بیړه لبنان ته تېل، خوراکي او طبي توکي واستول. د 2021 په جولای کې د بریښنا او تیلو بحران ته د رسیدو لپاره، عراق ژمنه وکړه چې لبنان ته به د خدمتونو او توکو په بدل کې یو ملیون ټنه تېل چمتو کړي. په ورته وخت کې قطر اعلان وکړ چې لبنان ته به هره میاشت 70 ټنه خوراکي توکي ورکوي.
د اردن نظامي کارګو الوتکه د په 2021 په سپتمبر کې د رفیق حریري نړیوال هوایی ډګر کې راښکته شوه، د لبنان سرتیرو ته یي 10 ټنه خوراکي توکي کښته کړل. لبنان ته د کویت مرستې دوام وموند ځکه د کویټ سرې میاشتې ټولنې په اګیسټ کې 8 ټنه طبي توکي، د ماشومانو وچې شیدې، د کوويډ- 19 واکسین او یو امبولانس یې د لبنان سرې میاشتې ته واستاوه.
د متحده عربي اماراتو خلیفه بن زاید آل نهیان بنسټ، له لبنان میشتې دارالفتوا امدادي موسسې سره په ګډه، په طرابلس او د شمالي لبنان په نورو ښارونو کې له 35,000 فامیلونو سره د مرستې لپاره یو نوښت پیل کړ.
سرچينې: Lebanese Army, Aljazeera.net, alquds.co.uk
Comments are closed.