څانګېد سیمې هېوادونه بحرین له سعودي عربستان سره ګډ پوځي تمرین کوي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter د احتمالي ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره او د جګړیز چمتووالی د زیاتوالی لپاره سعودي او بحریني ځواکونه په ګډه دوه سمندري تمرینات پیل کړل: د شلم پل او څلورمې څپې تر نامه لاندې تمرینونه د 2019 په اکتوبر کې د سعودي عربستان د جوبیل سویل ختیځ کې، د شاه عبد العزیز په سمندري اډه کې ترسره شول. شلم پل او څلورم تمرین په سیمه کې د سعودي عربستان د ارامکو د تیلو پر تاسیساتو او په عربي خلیج او عمان خلیج کې پر بېړیو د بریدونو له امله د تشنج په وخت کې ترسره شول. په هر مورد کې اصلي شک پر ایران و. د دوه ګډ تمرینونو هدف د تروریستي بریدونو په وړاندې، چې د تیلو تاسیسات په نښه کوي، د دواړو هیوادونو د ځواکونو چمتووالي ته وده ورکول، په عربي خلیج کې د ساحلي اوبو څخه ساتنه، د سعودیانو او بحرینیانو ترمینځ د همکاري پیاوړتیا او د تجربو تبادله وه. په دې کې برخه اخیستونکې وه: د سعودي عبربستان شاهي هوایی ځواک، د سعودي عربستان شاهي سمندري ختیځه قطعه، د سعودي عربستان د هوایي دفاع ځواک او د بحرین شاهي سمندري ځواک. Facebook Twitter Share
Comments are closed.