څانګېد سیمې هېوادونه بحرین د کورني ډال تمرین پای ته ورساوه By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د بحرین امنیتي ځواکونو – دواړه د پوځ او پولیسو قطعاتو – خپل ځواکونه د تمرین لپاره د کورنی ډال 2020 په نوم ګډ کړل. د بحرین دفاعي ځواک د ملي ګارد او کورنیو چارو وزارت څخه د تمرین لومړي پړاو لپاره قطعات راوبلل، چې عموما د بحرین لویدیز ساحل ته نږدې له راس المطالع څخه تر راس البار پورې ترسره کیږي. د بحرین دفاعي ځواک په دې پوځي تمرین کې د اردو هوایي چلند، هوایی ځواکونو، زغرهوال کنډکونو، میخانیکي پلي ځواک کنډکونو، د شاهي نظامي پولیسو قطعې، د تندر بولټ ځواکونو، او شاهي ځانګړو ځواکونو ګډون کړی وو. د تمرین اجنډا کې پر ودانیو یرغل، د یرغملو خلاصون، لاس او ګیروان جنګ، ډزې او نښه ویشتل، په اوبو کې غوټې وهل، او له رسۍ څخه ګړندي ښکته کیدل شامل وو. جلالتمآب پاچا حمد بن عیسی الخلیفه، د یمن د دفاعي ځواکونو لوړپوړی قوماندان، د تمرین په وروستۍ ورځ د خپلو ځواکونو فعالیت وکاته. هغه سره د یمن د دفاعي ځواکونو، ملي ګارد، شاهي ګارد مشران او نور لوړپوړي پوځي قوماندانان ورسره ملګري وو. د 15مې زغرهوال لیوا قومندان، برید جنرال علي سعید وویل، “موږ د کورنی ډال 2020 بریالي پوځي تمرین لپاره د بحرین د دفاعي ځواکونو لوړپوړی مشر او د جلالتمآب له سخاوت څخه ډک ملاتړ باندې ویاړو. برخه اخیستونکو په ډیره اغېزمنه او غوره توګه د دندو په ترسره کولو کې د جګړې لپاره له خپله ځانه چمتووالی او ښه مسلکيتوب وښوده.” سرچينې: البیلاد، د بحرین خبري آژانس، الوطن Facebook Twitter Share
Comments are closed.