بحرین د تروریزم دسیسې افشا کوي
یونیپث کارکونکی
هغه څیړنه چې د صرافی اتومات ماشین د اور لګیدنې په اړه پیل شوه د هغو کسانو د پیژندنې لامل شوه چې د بحرین حکومت یې 54 شکمن ترهګر بولي چې د ایران لخوا تمویل او روزل شوي.
د کال 2019 په نومبر میاشت کې د جاد حفص په ښار کې د صرافی اتومات ماشین تخریب د بحرین ټولنې د بې ثباتۍ په هیله د ورانکارۍ او ترهګرۍ یو له پلان شوي کړنو څخه و. شکمن کسانو د اسلامي انقلابي ساتونکي له قول اردو څخه ملاتړ ترلاسه کړی.
د 54 شکمن کسانو څخه 15 یې د کال 2020 تر جون میاشتې پورې لا درکه وو. نوموړی تفتیش څرګنده کړه چې دغه شکمن کسانو په بحرین کې د بریدونو د ترسره کولو لپاره د اسلامي انقلابي ګارد څخه پوځي، مالي او لوژیستیکي روزنه ترلاسه کوله.
د هغه تورونو په جمله کې چې پر شکمنو د عامه څارنوال د دفتر لخوا راوړل شوي و دغه موارد شامل دي: د عامه خدماتو په جریان کې خنډ، د بلوا، تخریب او د پولیس افسرانو په نښه کولو لپاره د عناصرو ګمارنه، د ترهګرو لپاره پیسې راټولول، او د چاودیدونکو توکو لیږد او ذخیره کول لکه مولتوف کاکټیل.
په منځني ختیځ کې د نورو هیوادونو په څیر بحرین د ایران ناوړه نفوذ د کمولو یا له مینځه وړو لپاره هڅه کوي، چې د کوچني ټاپو دغه ملت بې ثباته کوي. ایران په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره د پوځي او سیاسي استازو په کارولو کې تخصص لري، چې دا کار تهران ته اجازه ورکوي ترڅو د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې له ښکیلتیا څخه انکار وکړي.
د یمن حوثي خوځښت یو له دې اجیر ځواکونو څخه دی چې ایران هڅه کوي د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي. پایله یې په یمن کې یوه اوږده کورنۍ جګړه ده چې سلګونه زره یمنیان یې وژلي او بېوزله کړي. سرچینې: اخبار الخلیج ورځپاڼه
Comments are closed.