څانګېد سیمې هېوادونه بحرینیان د تروریزم پر ضد همکاري پراخوي By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د بحرین چارواکو، د تروریزم پر وړاندې د خپلو ژمنو په بیاځلې تکرارولو سره د 2019 په جون کې په واشینګتن دي سي کې د منځنی ختیځ د ستراتیژیک تړون په ځانګړي کنفرانس کې ګډون وکړ. په سیاسي او اقتصادي چارو کې د بحرین د کورنیو چارو د وزیر سلاکار، ډاکټر ناصر البلوشي د منځنی ختیځ د هیوادونو ترمنځ پر شراکت او همکاریو وغږېده. هغه د بحرین پر دې ژمنه باندې ټینګار وکړ چې د تروریزم پر وړاندې جګړه کې به خپله همکاري زیاتوي او د تروریزم مالي سرچینې به تر بېخه له منځه وړي. د سرحدونو امنیت مضبوتول، د څار لاندې تروریستانو لیستونو شریکول او د استخباراتي معلوماتو تبادله د یادې ژمنې پوره کولو لپاره درې مهمې برخې دي. هغه عرب هېوادونه وهڅول تر څو د تروریزم پر وړاندې له هغو مختلفو مرکزونو څخه، چې د خلیج په سیمه کې جوړ شوي دي، ګټه پورته کړي. چې د هغو له ډلې څخه د سلامشورو او پاملرنو لپاره د شهزاده محمد بن نایف مرکز، د افراطي مفکورو سره د مبارزې نړېوال مرکز چې دواړه په سعودي عربستان کې موقعیت لري او د ابو ظبي سواب مرکز د یادونې وړ دي. سعودي عربستان د 2017 په مې کې د منځنی ختیځ ستراتیژیک تړون د جوړولو اعلان وکړ چې موخه یې د خلیج همکارۍ شورا د هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري رامنځته کول وو. د منځني ختیځ د ستراتیژیک تړن غړو کې بحرین، عمان، سعودي عربستان، کویټ، قطر، او متحده عربي امارات، مصر او اردن شامل دي. د منځنی ختیځ ستراتیژیک تړون پر امنیتي مسایلو څرخي خو اقتصادي او سایسي بعدونه هم په کې اضافه شوي دي. د سیمې د امنیتي همکارۍ لپاره د بحرین مرسته د پراخوالې په حال کې ده. له خپل عرب ګاونډیو هېوادونو سره یې یو شمیر ګډ تطبیقات پیل کړيدي، لکه دریم حماد مصري-بحریني سمندري تمرین همدارنګه د 2019 په نومبر کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له مرکزي قوماندانۍ سره د څوملیتي سمندري تطبیقاتو کوربه و. Facebook Twitter Share
Comments are closed.